Description:

د JONATHAN E. HILLMAN د دوکتورا دغه تېزس د «یو کمربند؛ یوه لار» هر اړخیزه څېړنه ده. دا پروژه څه ډول نویو لارو، د نوري فایبر کېبلونو او د انرژۍ پروژو ته د چین حضور غځوي. لویدیځ ولې دغه نقشه د یو داړونکي اقتصاد په توګه مطرح کوي او د چین پورونه لکه دامونه؛ څه ډول سریلانکا دیوالیه کړ او ورپسې پاکستان په نقشه کې دی. د بهرني سیاست د مهم عنصر په توګه؛ موقعیت کوچنیو هېوادونو ته هم د محوري لوبغاړي رول لوبولو فرصت برابروي. افغانستان په دې خطر او فرصت کې کوم مسیر انتخاب کړي، چې خپل دایمي ثبات ته ورسېږي!؟ د دې پوښتنو ځوابونو پسې د کتاب پاڼې واړوئ!

Comments:



Rating (0+)