Description:

د نړیوالو اړیکو اصول کوم ساینس نه دی، چی د نړیوال ژوند مشکلات حل کړی . . . . . . بلکی د نړیوالو اړیکو اصول د نړیوال ژوند، نړیوالي صحنی او نړیوال نظام د مقاصدو د لاسته راوړلو او مشکلاتو د حل لپاره یوه سیسټماټیکه رسیدنه ده ! ( پامر او پرکینز ) په اوسنی عصر کښی یا د خلګو په اصطلاح په عصری زمانه کښي هیڅ هیواد، دولت، خلګ،ملت،ټولنه او نور ګروپونه په یوازیتوب او تنهایی کښی ژوند نسی کولای، لکه انسان چی د ټولنی څخه دباندی په یوازیتوب او انزوا کښی ژوند نسی کولای، په عینی ډول هیوادونه هم د نړیوالی ټولنی څخه دباندی یا په یوازیتوب کښی ژوند نسی کولای، نو په دی خاطر د ټولنیز موجودیت، پرمختګ، ملاتړ تر لاسه کولو او نورو نړیوالو مسایلو پخاطر نړیوال اړیکی نن سبا یو ضرورت دی. نن سبا اکثریت محققین وایی چی نړیوالی اړیکی نوی ډیسپلین دی، مګر حقیقت دادی چی نړیوالی اړیکی ډيری پخوانی دی، چی ژوندی مثالونه یی په مصری، چینی، لاتینی او هندی مدنیتونو کښی لیدل کیږی او مطالعه کیږی. په هغو مدنیتونو کښی خلګو، ایالاتونه او امپراطوریو خپل تر منځ اړیکی لرلی، خو صرف دومره وو چی په هغه وختونو کښی اړیکی محدودی او سیمیزی وی، اما ننی اړیکی خورا پراخی او هر اړخیزی دی. د عصری نړیوالو اړیکو له وجهی فاصلی له منځه ولاړی، ارتباطات ډير سوه، ملتونه او هیوادونه یو بل ته ډير نیږدی سوه، او هیوادونه نن سبا مجبور دی چی د مختلفو ضروریتونو پر اساس بهرنی اړیکی غوړه کړی، خپلی منافعی، ملی امنیت او نورو مقاصدو ته ځانونه ورسوی. د هری عملی کړنی لپاره مونږ ضرورت لرو چی د اصولو مطابق اقدام کړو، نړیوالی اړیکی هم د نورو علومو په څير کله چی هیوادونه غواړی چی پراخی، مفهوم لرونکی او ستراتیژیکی اړیکی د نورو هیوادونو سره ولری او منځته یی راوړی، نو مکلف دی چی د نړیوالو اړیکو په اصولو باندی په پوره ډول پوه اوسی او د اصولو مطابق خپلی اړیکی تعقیب کړی. د نړیوالو اړیکو اصول د نړیوالو اړیکو لوبغاړو ته په نړیواله صحنه کښي د حضور درلودلو او متاثره اوسیدو لاری چاری ورښي، د نړیوالو اړیکو د اصولو مضمون د نړیوالو اړیکو د غوه کولو ټول اصول، شرایط، او کړنلاری دولتونو او سیاسیونو ته ورښي، بله دا چی د نړیوالو اړیکو اصولو مضمون د نړیوال اړیکو د مطالعه او پوهاوی لپاره اول قدم دی چی مونږ نورو برخو ته راهنمایی کوی. دا چی په پښتو ژبه کښی په دغه اړه معلومات خورا کم ، چی حقیقت سی بیخی نسته ، نو مونږ مهمه وګڼله چی تر څو دغه تشه باید ډکه سی، او خوشحاله یوو چی دا کتاب به محصلینو ته ډير ګټور تمام سی. مونږ د دی کتاب د اماده کولو په برخه کښی خورا زحمت ایستلی دی، له ډيرو منابعو، خپلو زده کړو او تجربو څخه استفاده کړیده.

Comments:



Rating (0+)