Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-09-22 10:57:10 by Shabnam Khan

ذهنيت

«د بريا نوي ارواپوهنه»

دا کتاب د يوې پي ايچ ډي ډاکټرې د هغو څېړنو پايله ده چې پر شاګردانو،کورنيو،والادينو،سپورتي لوبغاړو،مشهورو خلکو،روزنکو او... يې ترسره کړي دي تازه پښتو ژبې ته ښکلي مير احمد ياد ترجمه کړی دی. دا څېړنې د دوی پر ذهنيتونو او هغو مهارتونو شوي چې په ورځني ژوند کې زموږ د برياليتوب لامل ګرځي. د ليکوالې د بې‌شمېره څېړنو پايله دا شوه چې خلک دوه ډوله ذهنيتونه ثابت ذهنيت او وده کوونکی ذهنيت لري. ثابت ذهنيت لرونکي خلک له خپلې ناکامۍ وېرېږي، د خپل پرمختګ مخه نيسي او پر خپل استعداد بې‌باوره دي. وده‌کوونکي ذهنيت واله خلک سخت کار کوي، پر ځان خواري کوي او له ناکاميو څخه د سپر په توګه ګټه اخلي او ځان بريالی کوي. ددې کتاب اصلي هدف هم، دا دی چې څنګه ثابت ذهنيت په وده‌کوونکي ذهنيت بدل او په ژوند کې خپلو هيلو او پرمختګ ته ورسېږو. 


دا کتاب چې ټول ۳۱۳ صفحې کېږې يوازې د ليکوالې څیړنې نه دي. بلکې د څېړنو په جريان کې د ذهنيت بدلولو لپاره سپارښتنې او د ژوند له لومړنيو شيانو نيولي ان تر ډېرو ژورو او پېچلو موضوعاتو کې د بدلون او بریا راوستلو لارې چارې ښودل شوي دي. 


ذهنيت نومی کتاب په ارواپوهنه کې د نورو کتابونو په څېر تش د سپارښتنو کولو کتاب نه دی. بلکې د سپارښتنو ترځنګ پکې د دې سپارښتنو د عملي کولو او له هغې څخه د ګټې اخيستو لارو چارو سربېره دا هم ښودل شوي چې په موږ کې د عادي باور بدلېدل زموږ په ذهنيت او شخصیت څومره اغېز لري. 


موږ چې څه شئ خپل شخصیت بولو ډېره برخه يې زموږ له ذهنيت څخه سازېږي. لوبغاړي او هنرمندان چې څه شی د خپلې بريا راز بولي له خپل ذهنيت يې سازېږي. مشهور عالمان او د کاروبار مشران چې څه شی د خپلې بريا راز بولي،ډېره برخه يې له خپل ذهنيت څخه سازېږي. والدين او کورنۍ به څه ډول د ماشومانو له ذهنيت کار واخلي او څنګه به د هغوی ذهنيت جوړوي.؟ خو دا چې څه ډول خپل ذهنيت جوړ او وپېژنو دا چاره سخته خو په ضمن کې ارزانه ده. نو ساده او لنډ ويلی شو چې ذهنيت نومی کتاب د ژوند په ټولو اړخونو کې د ذهنيت جوړولو لپاره يو لارښود او بهترين کتاب دی. 


دا کتاب ټول يو پر بل پسې خوندور او له مانا ډک‌ اتهه څپرکي لري او د هر څپرکي په پای کې د ذهنيت پېژندنې او په کتاب کې د راغليو درسونو د عملي کولو لارې چارې ښودل شوي دي تر څو د ژوند مسير پرې روښانه او وټاکو. ما ولوسته! تاسو ته يې هم د لوستلو وړانديز کوم. ترڅو د برياليتوب نوي چالونه ترې زده‌کړئ!!!

ارمان مهربان


Comments

Share with your friends:

reply