بېوزلان:
بېوزلان د نامتو فرانسوي لیکوال ویکټور هوګو اثر دی چې د نړۍ په ټولو ژوندیو ژبو ژباړل شوی دی.
دغه ناول په انګلیسي کې "Less miserable people" په عربي ژبه کې د البؤساء او په پارسي ژبه کې د بېنوایان په نوم ژباړل شوی دی.
نوموړی ناول پښتو ژبې ته ښاغلي "عبدالحلیم همت ایوبزي"
په خوږه، ساده او روانه ژبه را ژباړلی دی.
بېوزلان د جګړو، سیاسي بدلونونو او د فرانسې د کورنیو تاوتریخوالو د کلونو کيسه ده. خو د همدومره پېښو په منځ کې موږ د څو داستاني شخصیتونو رواني ځانګړنې، مینه، مېړانه، د نیکۍ اختیاري ټاکنه، قانون ته ژمنتیا او د بدۍ تمایلات موندلای شو.
د بېوزلان ناول یو اړخ د (1815ـــ 1832م) کلونو تر منځ د فرانسې د وضعیت انځور دی. د ناول پیاوړی اړخ دادی
چې لوږه انسان بې لارې کوي او بې لاري شوی انسان څه ډول په لار کېدلی شي؟
یاد کتاب په درې سوه نهه اتیا مخونو کې ده.
د تلوسې په اړه به یې صرف دومره درته ووایم چې یوازې د سر څو صفحې یې تاسې ولولئ، نور کتاب پخپله ځان داسې درباندې لولي چې حیران به پاتې شئ چې څومره ژر مو پای ته رسولی دی.
استاد عبداغفور لېوال د بېوزلان په اړه وایي:
"بېوزلان د کړکېچ، جګړې او بدلون د کلونو د ادبیاتو یوه ښه بېلګه ده، له بده مرغه د دغه اثر تر زمانې نږدې یوه نیمه پېړۍ وروسته موږ افغانان د همداسې پېښو په بړبوکۍ کې ژوند کوو، دغه اثر کولای شي د دغې زمانې په سختو کلونو کې له موږ سره په څو برخو کې ملګرتیا وکړي:
ــ څنګه په کړکېچ او اختناق کې لاهم انساني جوهر او ارزښتونه د معنوي ژغورنې لامل ګرځېدای شي؟
ــ څنګه وکړای شو له فردي عواطفو څخه د کرکې ، دښمنۍ، جنایت او انسانوژنې په وړاندې کار واخلو او ټولنه د ژوند ارزښت ته ځیر کړو؟ او بالاخره څنګه د جګړې د مهال پېښې داسې په ادبیاتو کې راونغاړو، چې راتلونکو نسلونو ته د ادبي ـ هنري ارزښت تر څنګ د تاریخي تجربو
روزونکي اثار هم وي؟"
د ناول اصلي کرکټر چې "ژان والژن" نومېږي. دی د خپلې کورنۍ د ګېډي د مړولو لپاره د یوې ډوډۍ د غلا له امله څلور کاله بندي کېږي.
ژان والژن درې واره له زندانه د تېښتې هڅه کوي، مګر هر ځل نېول کېږي. د هر ځل نېول کېدو سره یې پینځه ــ پینځه کاله قید زیاتېږي. په دې توګه والژن نولس کاله په زندان کې تېروي. نولس کاله وروسته چې ازادېږي، د یوه زنداني او مجرم شخص په توګه ور سره هیڅ ځای سم چلند نه کېږي.
نوموړی وږی تږی وي، په هوټلونو کې د اوسېدو اجازه نه ورکول کېږي. خلک هم د کور دروازې پرې تړي.
له ده څخه د خلکو کرکه هغه په یو غل او بې رحمه انسان بدلوي، تر دې چې په ماشومانو قهرېږي او پیسې ترې پټوي.
یوه شپه والژن د اسقف په نامه د یو مذهبې مشر د کور دروازه ور ټکوي او دننه ورځي. والژن اسقف ته د ځان په اړه ټولې خبرې کوي. چې څه ډول زندان ته تللی، ولې دومره موده په زندان کې پاتې شوی دی او ولې یې خلک له کوره او هوټله شړي؟
اسقف ددې هیڅ شي پروا نه کوي، والژن ځان سره په مېز ډوډۍ ته کېنوي او په داسې تخت یې ویده کوي چې تر دې دمه هیڅکله نه و پرې ویده شوی. دا چې والژن تل د نورو له خوا رټل شوی و په دې سړي یې هم باور ونه کړ.
د شپې په نیمایي کې را وېښېږي او د اسقف له کوره د سپینو زرو شمعه دانۍ او نور توکي پټوي.
په سبا یې پولیس لاس تړلی د مذهبي مشر(اسقف) کورته راولي او ورته وایي چې دا سړی مو له ځینو داسې توکو سره نیولی چې صرف ستاسو په کور کې پیدا کېږي.
اسقف والژن ته موسک کېږي دوې شمعې دانۍ نورې هم ورکوي او ورته وایې چې ما خو دغه دوې شمعې دانۍ هم تاته درکړي وې، حتمن مو هېرې شوي دي. دا هم واخلئ.
وروسته اسقف پولېسو ته وایي چې: دغه توکې ده غلا کړي نه دي، بلکې ما پخپله ورکړي دي.
په والژن دغه پېښه ډېر تاثیر کوي، غلا او دوکه پرېږدي او هڅه کوي چې ددغه اسقف په څېر شخص له ځانه جوړ کړي.
وروسته والژن په خپل ځان د مادلن نوم ږدي او د بنګړیو د جوړولو یوه فابریکه اخلي. د دغې فابریکې له لارې ډېرې پیسې ګټي. دا چې نوموړی یو نېک خویه او مهربانه شخص دی نو د ښاروال کېدو وړاندېز ورته کېږي. څو ځله یې ردوي، خو بالاخره د خلکو په غوښتنه ښاروال کېږي.
ده ته د ډېر نیک خوی او رحم له امله خلک د بابا لقب ورکوي او د مادلن بابا په نوم یې نوموي.
والژن به مخکې د خلکو کورونو ته ددې لپاره ور اوړېده چې توکې یې غلا کړي، خو اوس ددې لپاره د بې وزلو کورونو ته ورتو چې په پټه یې په کور کې پیسې کېږدي.
بالاخره یوه ورځ خبرېږي چې یو بل څوک دده په نوم نیول شوی او زنداني کېږي، نو دی دا نشي زغملای محکمې ته ورځې او هلته د ټولو په مخکې وایي چې نیولی کس خوشي کړئ ژان والژن زه یم!
ټول حیرانېږي، ځکه چې هغوی دی د مادلن په نوم پېژاند او په دې پوهېده چې دی یو مهربانه، او د بې وزلو غمخور دی.
د قاضیانو زړه ته نه لوېږي، بالاخره دی ټولې نښې ورته وایي او دا ثابتوي چې دی ژان والژن دی او بیا بندي کېږي.
بیا له کشتۍ نه اوبو ته لوېږي، پولیس فکر کوي چې مړ شوی، خو دی روغ رمټ ازاد شي.
له دې وروسته هم دی له ډېرو پېښو سره مخ کېږي، خو نوموړی داسې یو سخي، مهربانه، نیک خویه سړی جوړېږي چې له مرستې، مینې، مهرباني او احسان پرته بل څه نه پېژني.
بېوزلان د مینې، عاطفې او له سختیو سره د مقابلې په مهال د پوره او بشپړ انسان انځور وړاندې کوي او د هر کهول لوستونکي ترې خوند او پند دواړه اخېستلای شي.
د کتاب کېسه اوږده ده، خو ډېره جذابه او جالبه ده که مو نه وي لوستی، نو حتمآ یې ولولئ!
درنښت
#منصور_لېوال
Comments
Share with your friends: