Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-09-01 08:16:52 by Shabnam Khan

..                ځورېدلي سره يو شو     ..

   

     ژانر :    ناول 


لیکوال محقق/شاعر/ليکوال/طبپوه ډاکټر لیاقت تابان


شنونکی تجزيه کونکی :  فضل اشنا. Fazal Ashna  


د ياد ناول لیکوال ښاغلی ډاکټر لیاقت تابان دولس کلن دی چې په افغانستان کې د ثور انقلاب رامنځ ته کيږي ، پنځلس کلن دی چې د ثور انقلاب د وينو په ژرنده د نړۍ مرتجعي ، امپرياليسټي ، لاهوري وهابيان ،ايراني اخوندانو او نورو ازلي دښمن قوتونو بدل کړ ، ليکوال دا وخت په ښه شعوري نړۍ کې ګرځې د پښتانه قام محکوميت او د افغانستان ناورين دا هر څه له نيږدې ويني د خپل ويښ او غښتلي احساس په سوب د پښتانه قامي تحريک لمن نيسي او بشپړه د خپل قامي تحريک په صفونو کې د مرګ تورو بلاوو ته مخامخ ورځي خپل نازولي ملګري ويني چې په مرميو سورۍ سورۍ سينې تور ببر برېتونه تاندې ځوانۍ په خپل لاس تورو خاور ته سپاري، يوې خوا ته په پښتونخوا وطن کې د تور پوستو ناورین بلې خوا ته په افغانستان کې نړیوال مرتجعي لکه ايراني اخوندانو ،عربي چلتاريان او امپرياليسټي قواوو د افغانانو پر کور او خاوره سر اوور بل کړی وو زکه خو د ځوان  تابان سره يې زګېروی پيدا کړ 

لکه رحمان بابا چې وايې

 دا دستور دی چې له درده زګېروی خيږي

کنې څه وو د رحمان له شاعريه 

ښاغلی ډاکټر تابان خپل دغه زګېروي ته د ناول نوم ورکوي درې کاله پرله پسې د افغانستان د دېرش کلن ناورین زپلي کډوال د جنګ پايلې او نتيجې په تحقيقي بڼه راټولوي او هغه ته د ادب په دنيا کې د"ځورېدلي سره يو شو"په نوم ناول د اتيا څپرکيو پر اوږو په 467  مخونو کې په 2013م کال چاپ کړی دی يا ليکلی دی.

ما زکه دا ناول مطالعه کړ چې يو خو زما موضوع وه او بل د يو قامپال سياسي غړي دپاره په کار دی چې په خپله ماضي بالخصوص د افغانستان د تېر ناورين په هکله بشپړه معلومات ولري او خبر وي چې جنګ په افغانستان کې څه نتيجه وړکړه او بله مهمه خبره دا ده چې چې څومره وخت جنګ وسي هم دومره وخت به هغه قام يا وطن پر تتۍ پروت وي نو دا ناول ما له ډېره وخته په پام کې نيولی وو په دې چې په نشنلسټ لټريچر کې شامل دی اوسنی روان سياسي او نشنلسټ بهير بايد خبر وي ..

 دا دی اوس يې ستا سو سره تبصره د اوښکو سره شريکه کوم  په کار خو دا وو چې ښه پراخ ښوونيزه ناسته (سټډي سرکل) ورباندې سوی وای، په دې چې په هر څپرکي کې مې اوښکي د کتاب پر پاڼو توی شوي دي.

په ياد ناول کې ښاغلي محقق ډاکټر لياقت تابان د جنګ پايڅوړ ، نتيجي ،لوږي سپږي ناروغۍ دربدرۍ بې وطنه ژوند او نور ډېر څه بيان کړی دی، په ياد ناول کې د ډاکټر ځلاند په نوم اتل د يو غښتلي رهبر کردار لوبولی دی

ځلاند د افغانانو د ليدو لپاره روغتون ته ځي 

کېنسر / تور ژړی / ژړ ژړی/ ليونتوب/نشي معتدا/ خوار ځواکې/ وږي ماشومان/اعصابي ناروغي/ ژور خفګان/وهم /د پښتورګو ناروغي/ ټي بي /بې اولادي/ملېريا/کاله دانه /د بدن پرې اعضاوي او داسي نوري ډېري نارغۍ چې سوب يې جنګ دی او افغانان يې نيولي دي 

ځلاند د وطن د وسائلو په هکله معلومات دپاره مرکې کوي 

ټول شتمني بلکه هر څه د افغانستان چور سوي دي او د وخت دښمنانو خپلو کورونو ته راوړې ده،

د افغانستان د ليکوالو ، شاعرانو ،اديبانو، پوهانو ، دانشورانو ، ښوونکو ،افسرانو ، او بالخصوص 

د ميوزيم د مسؤل کس سره د چور شوي ميوزيم چې په رڼا ورځ په اسلام اباد او پېښور کې خرڅيږی مرکه وکړه زر کلن دوه زره کلن درې زره کلن لرغوني توکي ، لوښي توري ،او  د پښتو ژبې لرغوني قلمي نسخې او نایاب کتابونه په لاس ريړيو کې پلورل کیږي، يا د‌ جهل زامن چای په پخوي بالخصوص د مغل سلطنت د وخت غاړګۍ په نه څه خرڅېدل لرغوني توفک او توفنچې د استخباراتو مشرانو ته په تحفه کې ورکول کېدل او داسي نور ډېر څه ...

بيا د هغه افغانانو سره مرکې کوي کوم افغانان چې په غلا يا غيرقانوني اروپايي هېوادونو ته تلل او بيا د‌ عربو د افغانانو سره ظلمونه، توبه توبه  زړۀ مي په دربي سي ...

د ښځو حال په کېمپونو کې د افغانانو ناموس عزت شمله دا ټول بې ارزښته کيدل، د افغانستان نوموتي اشخاص په بل وطن کې مزدوري کول، د موسيقۍ او هنرمندانو توهین کيدل د موسيقۍ توکي ماتیدل هنرمندان په ورځني مزدوري شپې تېرول لوی لوی استادان په ډېر سخت حالت کې په پردي وطن کې په حق رسېدل.

د اقتصاد پوهانو ، معيشت پوهانو ، مځکپوهانو ، لرغونپوهانو، د پوهنتون د استادانو او حکومت د سلاکارانو حالت او د هر يوه سره بېلا بېلې مرکې کوي هغه ويښ او بااستعداده خلکو ژوند حالات او کورنۍ اف څو واره مې کتاب په خپلو اوښکو لوند کړ ، دا خو د هجرت کونکو افغانانو حال دی چې هر اړخيز په ناول کي خوندي دی ، دويم بيا هغه افغانان دي چې په ټول دېرش کلن ناورین کې په افغانستان کې پاتې شوي دي د هغو حالات انځور کول يا په ناول کې مطالعه کول د کاڼي زړه غواړي او د هغه وخت انسانانو ته بلاوي نه ويل نا انصافي ده چې په کومو حالاتو کې دوی د پاتې افغانانو سره برخورد کړی دی، د سکولونو نړول د کاليجونه سوځل ، د پوهنتونونو څخه جنګي پوستې جوړول ، او استادان په درختو پوري تړل دا ټول د جنګ له وجي يوه بله خبره دلته کوم هغه دا چې 

کله لومړی امپراتور روم د نړۍ د نيولو هڅه وکړه نو تر اوسني اټلي پوري راغلی ، دا سي جنګيالي ورسره وو چې انسانان به يې د غاښونو په لګولو وژل ، او مجرم ته بې په عام ميدان کې د مرګ سزا ورکول او نور به يې د عبرت لپاره راوغوښتل ، دا ټول ظلم د شلمې پېړۍ په اخري لسيزه کې دښمن په افغانستان کې تکرار کړو 

د افغانستان دننه حالات راټولول او بيا يوه څلور ورځنۍ جرګه جوړیدل په هغه کې د ژوند د هري برخي څخه نمايندګي سوې ده ، په هغه جرګه کې د افغانستان د جنګ څخه پرده پورته سوې ده ، چا په افغانستان کې څه د چا دپاره وکړو ، د افغانانو مجبورۍ او د نړيوالو استخباراتو تلکي ټولي ښکاره سوي دي ، حزبي او سياسي ډلو خپلي مدعاوي بیان کړي دي. په اخري ورځ چې د ناول اتل ډاکټر ځلاند کومه وينا و جرګې ته کړېده ، بايد ټول سياسي غړي بالخصوص د نشنلسټ سياست غړي او دروان بهير د غورځنګ فعالان دا وينا حتماً مطالعه کړي ، په دغه وینا کې د ښاغلي محقق شاعر طبپوه ډاکټر لیاقت تابان داخلي هنر مينه  او پوهي رابرسېره سوی دی ډېر په غښتلې بڼه يې ځان ښکاره کړی دی

زه نه غواړم چې تابان آسمان ته پورته کړم او نه غواړم چې د ډاکټر تابان څخه يو داسي مينار جوړ کړم چې د وخت زامنو ته يې د عقيدت دپاره جګ ودروم ليک پر هغه کتاب او ليکوال باندې کيږي چې په انسان کې حرکت يا بدلون پیدا کړي ، څومره چې زه ياد ناول متحرک کړم د هغه سوب دی چې تحريک د الفاظو بڼه غوره کړه

کوشني ته يې ويل چې پر تا کوم ماما ګران دی ؟

کوشني يا ماشوم ورته ويل چې چاکليټ يې راکړ هغه ماما پر ما ګران دی ،

خو دا دی چې د ډاکټر تابان د خپل وطن اولس او ژبي سره مينه دا جوته وي چې ښاغلي تابان د ړندو په ښار کې د اعصا يا لکړي رول لوبولی دی يا هغه ستوری دی چې د مېلمه سترګي په نوم سري ماښام را پورته کیږې د وطن خلک د ستورو سفر پر معلوموي ، او دا به وخت ښکاره کړي او دا به ولیدل  سي چې ښاغلی تابان د خپل  علمي فرهنګي هنر او د ريښتنې ميني په سوب د هسک اسمان په لوري په سفر دی ، زکه ښاغلي ډاکټر تابان د خپل قام و هري بدبختۍ ته قلم پورته کړی دی په خپل عملي ژوند يې ثابته کړې ده چې يو ليکوال بايد خپل خيال او عمل سره يو کړي، خپل وس او دست يې د زپلو او ځورېدلو څخه نه دی سپمولی ، د دې ناول سره سره ښاغلی ډاکټر لیاقت تابان 22 نور چاپ اثار د سفر نامو ، تحقيق ، او ناولونو په پېرايه کې لري په دې چې نړيوال پرمختللي قامونو و خپل پس پاتې قام ته ښکاره کړي او بالخصوص د هغوی د پرمختګ راز  معلوم کړي د خپل اولس دپاره ، خو پر دغه ناول که چيري ډاکټر تابان ټولپوښتنه کړې وای ما ورته تجويز ورکوی چې ته نور څه مه ليکه ، ستا دغه ليکل د ټول پښتون افغان قام دپاره د جنګونو د نتايجو او پايلو بوخچه ده 

يوه غوښتنه د ياد ليک مغز جوړوم چې د افغانستان اوسني واکمن بايد ياد ناول يو وار د افغانستان او د افغانانو په خاطر مطالعه کړي بيا به دوی ته معلومه سي  جنګ څه دی او د جنګ پايلې څه دي

لکه شاعر چې وايې

دا څوک چي جنګ غواړي د جنګ د زوره نه دي خبر

  اوس بیا په پښتونخوا وطن کې نوي جنګ ته لمن وهل کېږي او يو وار بیا افغانستان د اوور لمبو ته حواله کوي نو زموږ دپاره لازمي دي چې دا ناول د اوسني ناورين په پار مطالعه کړو چې جنګ څه دی پايلې څه دي او په جنګ څه څه له منځه ځي خپل وطن پرېښول او خپل وطن نه پرېښول ، پروپګنډې ، سازشونه ، ابهامونه ، دسيسې دا ټول به يو وار په يو قام کې د وخت زورواکي اچوي يا يې خپروي بيا به دوی راته ناست وي موږ به د کفر او اسلام په نوم تر ږیرو سره نيولي وي ، پام به کوو د یوالي او وحدت خبري به کوو موږ ټولو ته دښمن په يوه نظر ګوري، خو موږ بيا دښمن ته بېل بېل  ور ګورو

پښتانه وايې 

چې لوخي د قام ښه نه غوښتو سر يې په درياب کې وچ سو  ..

 

نور ستا سو او د ناول په منځ کې نه ناوخته کوم ، 

تاسو خپل دا ناول وګورئ ..


زه په پښتونخوا وطن کې د جنګ د آغاز د انګرېز د ظلمنو او بدمعاشۍ په هکله بل کتاب را اخلم ..

پای


Comments

Share with your friends:

reply