Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-06-04 11:54:21 by Shabnam Khan

شیخ فاني کتاب

لیکوال: سید امرالله 

په دغه کتاب کې د پخوانيو خلکو کړه وړه د اوسنیو خلکو له کړو وړو سره ډیره ښه ورته کړي دي. شیخ فاني د کتاب کرکټر دی ټولې کیسې په ډېر ښه ډول کوي او انځر ګل کاکا هم ور سره دی، چې ډېرې ښې لنډۍ او سورکۍ ورته وایي، د مجلس مالګه یې انځرګل کاکا دی. دغه کتاب په 136 مخونو کې ترتیب شوی دی. ښه کتاب دی هر کتاب په یوار لوستلو ارزي. شیخ فاني دهر رسم او رواج په اړه خبرې کوي، ځینوته یې بد ویلي او ځینې یې ښې ګڼلې دي، ځو د شیخ لالا خبروته.

*-ژوند ساده و، موږ هم ساده وو، خو اخلاص زیات واو مینه زیاته وه، د مشرانو او سپین ږیرو به درناوی کېده. د تور سرو به زښت زیات عزت کېده. کومه ښځه په لار روانه وه ځوانانو به هغه لار پريښوده اوس خو بي حیایي زیاته ده، چې ښځه په لاره روانه وي د ځوانانو به تر هغې څټونه کاږه وي تر څو یې په خوله کې غاښونه ونه شمیري. موږ ښځو ته کتل شرم ګاڼه، دهر چا د عزت خیال به مو ساته. اوس مینه کمه ده، کرکه زیاته ده. پخوا مینه زیاته وه او کرکه نه وه. اوس شرم او حیا ورکه شوه، بل ته احترام کم شوی دی. آن زوی د پلار په کیسه کې نه دی او ورور له ورور سره نه دی جوړ.

*- پخوا سبق کم و، پوهه زیاته وه، تعلیم کم و، خوتربیه زیاته وه، مینه زیاته وه، اوس سبقونه ډېر شول، عقلونه زیات شول، خو خلک کاږه شول. پخوا سبقونه کم وو، خلک سم وو، پخوا به چې یو نفر چا ته یوحرف درس ور وښود زیات احترام یې کېده، خو اوس نشته. *-اوس که جیب ډک دوا به دې وشي او که د څه نه لرل، نو اوږدې تبې به کوي. پخوا داسې نه وه، حکیم به پیسې نه اخیستلې او که چا به څه ور کړل هغه به یې په خوشحالۍ واخیستل. اوس خو درته وایي: لږ په جیب ګوتې وهه، زما څنګ له چې راتلې. ډاکتر چاته نه وایي چې پرهیز کوه، وایي هر څه خوره، خو زما فیس مه خوره. اوس ښه وخت دی چې څنګه یې، په خیټه درد شي کلینک ته یې ورسوي. پخوا به یې خام لیټۍ ورته کړله بیا به یې په خیټه ور تړله، ټوله شپه به یې په چیغو تیره کړه او مړ به شو. اپنډکس چانه پیژنده.

*- پخوا به مور اوپلار به زوی ته ویل چې د فلاني لور مې خوښه ده، ستا څه رایه ده؟ هلک به له شرمه سترګې ښکته کړې او پټه خوله به یې له هغه ځایه پښې سپکې کړې، د اوس زمانې هلکان خو په زور واده غواړي او سپین سترګي زیاته شوې ده. که څه هم دا ښه کار دی چې هلک او نجلۍ و پو ښتل شي، خو بس د هغه وخت همدا رواج و، د شرم، حیا او ادب مالګه په هر انسان کې زیاته وه. زه دا نه وایم چې اوس حیا او ادب نه شته، خو کم شوی دی، او ورځ تر بلې کمیږي. پخوا به یې ساده ډوډۍ د ولیمې لپاره وکړه، اوس یې دومره شیان پاخه کړي وي، ته به وایي یې چې پاچا ته یې ډوډۍ کړې ده.

*ـ پخوا به د ګاوڼدیانو ډیر ښه چلند سره کاوه، کارونه بې یې په گډه کول. اوس خو ګاوندی چې کور جوړوي، خپلې اشدارې د بل ګاونډي کور ته سمې کړي، دانه وایي چې د ګاوندي عزت زما عزت دی، ګاونډی باید رانه ازارنه شي. اوس هر سړی د گاونډي نه پوزې ته راغلی، ویم ترسه ګوره، خو ګاونډی مه ګوره.

*- پخوا ښه اخترونه وو، د شتمن او د غریب توپیر نه و، د دواړو که خلک مبارکۍ او ډوډۍ ته ورتلل. اوس د غریب پوښتنه څوک نه کوي ډوډۍ ته نه ورسره ځي. چا به چې قرباني وکړه غوښه به یې دری ځایه کړه، یوه برخه به یې خپل ایال ته بیله کړه، یوه برخه خپلوانو ته او بله مسکینانو ته. اوس خوکه مېښه حلاله شي څوک مسکین ته څه نه ورکوي، خانان په خانانو غوښې وېشې، مسکین په کې د چا په یاد هم نه دی.

*- پخوا که د چا ږیره لرله، نو سمه به یې پریښې وه، اوس خو یې چې ګورې غومبوري به یې لوڅ کړي وي او په زنه به یې تور مچ کیښنولی وي، هلکه خوار شې دا کومه لوبه ده، یا خو ږیره پریږده او یا ورباندې سمه ګلزاره د نایي چاړه راکاږه، چې خبره خلاصه شي.

*- پخوا به چې چا چاته پور(قرض) ورکړ، نو سند به یې په منځ کې نه و، چا به چې وعده وکړه سندونه یې نه لیکل، بس ژبه وه، خپله کړې ژبه یې نه ماتوله. اوس خو به درسره سودا وکړي، شل قسمونه به هم درته وکړي، خو سبا به بیا منکر وي، نه هغه ژبه پاتې ده او نه په خپله وعده دریدل.

*- پخوا د مشرانو عزت زیات و، کشرانو به د مشرانو په مخ کې خبرې نه کولې، چیرته به چې مشر ناست وو، کشر به جرأت نه شوی کولای چې څه ووایي. کومه خبره به چې مشر وکړه، کشرانو به عمل کاوه، اوس د مشر خبره هسې د توت پاڼه ده. اوس چې کشر څه ووایي هماغه منل کېږي.

*- پخوا به ټوکې، ټکانې وې، مجلسونه به وو، ارباب به وو، اوس یو خوا یو انسان د بل انسانه کرکه کوي.

*- پخوا همدردي ډېره وه، زړه سوی ډېر و، نورو ته د خیر رسول او د خدمت فکر ډېر و. خلکو به په اشر کارونه کول یودبل سره به کومک وو، اوس خو ځانځاني ده ، که شل دروازې وتکوې یو داسې بنده به پیدا نه کې چې د خیر په لاره کې قدم واخلي. پخوا به موږ په اشر لوی، لوی کارونه کول.


Comments

Share with your friends:

reply