Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-08-27 08:44:05 by Shabnam Khan

د کتاب نوم: منډه کړئ!

لیکنه: عزت الله رحماني

د ښاغلي نصرت ارمان ناول دی په 1391 کال کې چاپ شوي په همدې کال کې د کابل پوهنتون د افغانستان د مالوماتو مرکز ورته ستاینلیک ورکړی.

دا ناول د ماشومانو لپاره لیکل شوی دی د ښاغلي ګل رحمن رحماني له ( د پېریانو کلی) سره لږ نږدې والی لري.

د ناول سوژه ډېره خوندوره ده د ماشومانو او لویانو لپاره ښه پیغام لري، متن یې روان او اسانه دی خو لږ د لهجې خواته کوږ شوی دی.

پراګراپونه یې داسې و چې لوستونکې یې تر اخره ورسره ووړ، ډیالوګونه یې روان او خوندور وو.

په ناول کې یې د ماشومانو د زده کړو او د زده کړو په لار کې خنډونه معرفي کړي، د یوې نجلۍ زړورتیا او همت چې د هلکانو په جامو او  کې به ښوونځي ته تله، او د هغو پلرونو کیسه چې خپل اولادونه یې زده کړو ته پرېښودل.

د ورور او خور مینې ته یې هم اشاره کړي.

یوه صحنه یې چې فلمونو غوندي تصویر شوي او ماته ډېره تکرارېدونکې وه مخکې له دې د پاراګراف پشپړ ووایم  په پیل کې پوه شوه چې داسې څه پېښېږي هغه دا وه کله چې ښوونکی د مرګ په خوله کې پروت وې او په اخېري شېبو کې یې ریدی ګل پیدا کوي او له مرګه یې ژغوري.

څو جملې یې را اخلم

کله چې ریدی ګل ښوونکی په مړاوي حالت کې پیدا کړي او ښوونکی ورته ووایې (ما مه شړئ) دې جملې زما سترګې را ډنډ کړې.

دویمه جمله یې داسې وه (بچایانو تاسو ما ته لاس راکړئ، زما ملګرتیا وکړئ، ما مه پرېږدئ، زه تاسو ته د ژوند د تیارو لپاره رڼا درکوم، غوښتونکي مې شئ!)

تاسو هم ددې کتاب لوستلو ته رابولم!


Comments

Share with your friends:

reply