Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-08-18 06:36:39 by Shabnam Khan

غوره نثرونه


دا د افغانستان د خوږ ژبي شاعر، او لیکوال ګل پاچا الفت اثر دی.

په دې کتاب کې لکه څرنګه چې یې له نوم نه ښکاري، همداسې غوره او هنري نثرونه راغلي دي.

په دې اثر کې استاد ګل پاچا الفت ډېر عمیق موضوعات په دومره ساده، روان او ښکلي انداز تشریح کړي دي، چې 

د هر کهول لوستونکی خوند او پند دواړه ترې اخېستلای شي.

د الفت صاحب نظم، تر نثر اغېزناک دی او نثر یې تر نظم!

کله چې د دې کتاب نثرونه لولې، دومره اغېز، او خوند لري لکه نظم چې لولې!

د کتاب د کوم مطلب په لوستلو چې پیل وکړې، نو حتمن ځان تر پایه درباندې لولي.

د الفت صاحب نورې لیکنې هم عالي دي، خو په دې کتاب کې چې کومې لیکنې راغونډې شوي دي، استاد پخپله غوره کړې دي او د غوره نثرونو نوم یې پرې اېښی دی.

دا چې په دې اثر کې راغلي نثرونه رښتیا هم اوچت او غوره دي، نو ددې نثرونو د نومولو لپاره "غوره نثرونه" ډېر ښه او مناسب نوم دی. او دې نوم د کتاب د منځپانګې ډېره ښه نمایندګي کړې ده.

په دې اثر کې د مختلفو موضوعاتو په اړه ډېرې ښې خبرې شوي دي. په ځینو مواردو کې ډېر شدید انتقادونه شوي دي او په ځینو مواردو کې په نرمه ژبه اصلاحي لارښوونې هم شوي دي.

همدارنګه د ځینو کارونو په برخه کې تائیدي او هڅوونکې لیکنې هم شته.

هېره دې نه وي چې د استاد ګل پاچا الفت نثري کلیات په وروستیو کې د ښاغلي اسمعیل یون په زیار په ډېر ښه شکل راټول شوي او په عالي او لوړ کیفیت چاپ شوي دي.


د غوره نثرونو کتاب د پیغامونو په لحاظ یو غني اثر دی او لوستل یې د هر چا لپاره ضروري او حتمي ګڼم!

د کتاب په منځپانګې د ښه پوهېدلو لپاره به یې د بېلګې په ډول یو مطلب دلته راوړو...


نوی فکر:

هر چېرته لاړم، هر چاته ورغلم، ښکته پورته ډېر وګرځېدم.

ښارونه مې ولټول په هېڅ ځای کې یې له هېچا سره پته نه وه. هغه څه چې زه غواړم دلته نه پیدا کېږي.

چا چې غټه چوکۍ غوښته پیدا یې کړه. څوک چې په نوي موټر پسې ګرځېده، هغه دی پکې ناست دی. هغه چې په پیسو پسې لالهانده و بانکونه یې ډک کړو.

یوازې زه خپلې ارزو ته و نه رسېدم، په رښتا چې زه په ډېر نادر او نایاب څېز پسې ګرځم او زما حرص له ټولو نه زیات دی. 

هو زه نوی فکر، نوی خیال او نوی جهان غواړم.

دلته نوې راډیوګانې، نوي فلمونه، نوي ساعتونه... پیدا کېږي، مګر نوی فکر او نوی مضمون نه شي پيدا کېدی.

دلته شاعرانو ډېرې سندرې وویلې، خو نوی فکر پکې نه و.

پسرلي بیا هغه ګلونه راوړل چې موږ څو ځله لیدلي او بوی کړي دي.

موږ په قرنو، قرنو د ګل او بلبل زوړ مضمون اړوو، را اړوو مګر نوی څه نشو پیدا کولی.

موږ نوي مضمونونه په زړو موضوعګانو کې لټوو او د زړې بوډۍ په سر نوې دړۍ ږدو.

دلته میندې نوي اولادونه راوړي، مګر دماغونه نوی فکر نشي راوړی. دلته ښځې له کورو څخه وتلی شي، خو نوی مضمون له دماغونو څخه نه راوزي. 

دلته دا عادت دی چې پېغله د پلار په کاله زړېږي او بیا ودېږي.

دلته اوس هم د زړو فکرونو کاله ته ریباران ځي او راځي او له نویو نه زړې خبرې ښې خرڅېږي.

دلته د بوډۍ په ټال کې زړې ارزوګانې زانګي او زاړه سرودونه غږېږي.

دلته به خیرات خواره میلیونران شي، بېسواده به ریسان شي. 

زموږ کوچنیان چې پیدا شي، نو سپین ږیري وي او په ډېره زړه زانګو کې څملي. زموږ للو ډېره زړه ده او زړه دایي زموږ د ماشومانو تربیت کوي.

زموږ ځوانان که ږیرې ونه خریي، سپین ږیري ورته ویلی شو.

موږ نوې خولۍ په سر کړې، مګر نوي فکرونه مو رد کړو، نوي ښارونه مو جوړ کړو، مګر زاړه بوډاګان پکې ناست دي، زړې کیسې کوي.

موږ د زړو بوډاګانو په محفل کې زوړ راګ غږوو، له سپین ږیرو نه د ځوانانو اتڼ غواړو.

دا ارزو بېهوده ده، زه باید په نوي فکر پسې بل چېرې ولاړ شم.

دا شی له زړو شاجانیانو سره نشته. که د اتیا کلو بوډا نوی واده وکړي هم زوړ دی، که زوړ سړی نوی پوستین واغوندي، بیا هم زوړ دی، که له زاړه ښاره نوي ښاره ته راشي بیا هم زوړوالی ورسره دی.

هو کور یې نوی دی، مګر فکر یې زوړ دی.

په دغسې نوي کور کې نوی فکر او نوی مضمون نه پیدا کېږي.


Comments

Share with your friends:

reply