سینوهه
د کتاب لیکوال: میکیاولټاري
پښتو ژباړه : عیسی ستانکزی
شننه: ډاکټر احسان الله درمل
د سینوهه غوندې د یوه مهم کتاب په اړه مې د څو کسانو داسې پوسټونه ولوستل چې د دې کتاب له ارزښت او منځپانگې سره په ټکر کې دي. یا خو دا کتاب لوستل شوی نه دی او یا سم نه دی لوستل شوی. زه غواړم د دې مهم کتاب په اړه یو څو ټکي ووایم.
ځینې کسان پوښتنه کوي چې سینوهه رښتینې کیسه ده او که نه؟ د دې پوښتنې ځواب دا دی چې سینوهه په اصل کې داستان دی، داستان که تاریخي او د ریښتینو پېښو هم وي، د هنر او تخیل رنگ ورسره گډېږي او هنر څوک د رښتیاوو او دروغو په تله نه تلي. البته لکه څرنگه چې تاریخونه ډېر کله رښتیا نه وایي، همدغسې هنرونه هم همېشه دروغ نه وایي. په ناولونو او هنري اثارو کې راغلي واقعات یا د اشخاصو او ځایونو په تغییر رښتیا پېښ شوي او یا پېښېدای شي. له بلې خوا تاریخونه زیاتره وخت د پاچاهانو او امپراتورانو تذکرې وي، خو په هنري اثارو کې ټولنې او ولسونه گورو. که غواړئ چې د نولسمې پېړۍ روسیه، فرانسه او تر میلاد وړاندې مصر وگورئ، نو مجبور یاست چې د جگړه او سوله، بېوزلان او سینوهه غوندې اثارو ته پنا یوسئ. دا کتابونه تاریخ نه در زده کوي، خو د لیکوالو د زمانې له ټولنیزو کړو وړو او ژوند دوده مو خبروي.
سینوهه راته تر میلاد وړاندې مصر کې د زده کړو، کاروبار، سیاست، مذهب، افکارو، دودونو، جنگونو، کرکو او حسدونو، عاشقیو، پرمختگونو، باورونو او سل و زرو نورو موضوعاتو په اړه معلومات راکوي، خو دا معلومات د تاریخپوه د وچ لیکچر په ژبه نه، بلکې د داستان لیکوال په شاعرانه او پسته ژبه دي. له بلې خوا چې سینوهه هر څه راته وایي، د هغوی رېښو ته مو رسوي. سینوهه که کوم ځای د غلطو باورونو یا ناوړه دودونو اغزنې او غوښخورې ونې گوري، نو صرف د دې ونو اغزنې تنې نه تصویروي، بلکې هغو لښتیو او ویالو ته مو هم کوزوي، چې د دې ونو رېښې ترې خړوبېږي.
د سینوهه لومړی ذوقي او فکري ټکر له خپل طبیب پلار سره راځي. سینوهه نه غواړي چې نورې زده کړې وکړي، غواړي کار وکړي او یا جنگیالی شي. خو پلار یې کوتک نه پسې را اخلي چې باید خامخا طب ووایې. د سینوهه پلار چې نرم او پوی سړی دی، سینوهه له لاسه نیسي، د بېړۍ تشوونکیو کاریگرو ژوند ورباندې ویني او د هغه جنگیالي جونگړې ته یې بیایي چې ټول عمر د خپل هېواد لپاره جنگېدلی خو په زړبوډۍ کې په یوه گوله ډوډۍ او یو غوړپ څښاک پسې اریان دریان دی. سینوهه چې د کاریگرو او دغه جنگیالي ژوند ویني، زده کړو ته یې ډډه لگېږي او د پلار په لاره روانېږي. موږ په یوېشتمه پېړۍ کې هم دا کمال نه لرو، چې خپلو اولادونو ته په سمه طریقه قناعت ورکړو، آن مسلک هم باید د پلار په خوښه انتخاب کړي. خو دا نه ورته وایو چې ولې باید داسې وکړي او ولې باید هغسې و نه کړي.
سینوهه د خپل پلار د یوه ټولگیوال په مرسته دارالحیات ته معرفي کېږي او هلته د زده کړو له سیسټمه پرده پورته کوي. په لومړیو شپو کې ورباندې استادان هغه څه مني چې سینوهه یې په سترگو نه ویني، خو له دارالحیاته د شړلو له وېرې باید خوله وگنډي. په دارالحیات کې پوښتنه او ولې له کفر سره معادل دي. ځکه چې په مقدسو کتابونو کې لیکل شوې خبرې باید خامخا سمې وي. سینوهه یواځې دا نه وایي چې خلکو «ولې» بده گڼله، بلکې دا هم وایي چې ولې یې بده گڼله؟ ځکه چې پوښتنه کولای شي، چې شک او ارتداد ته لاره خلاصه کړي او دا لاره د رڼا هغه سمندر ته وتلې چې څپې یې د وهم او مزخرفاتو ماڼۍ نړولای شي.
سینوهه یواځې د مصر کیسه نه کوي، بلکې د مصر شاوخوا ته هم سفرونه کوي. بابل، سوریې، کرت، تبت او نورو هېوادونو ته ځي او د هغوی له دود و دستوره مو هم خبروي. په بابل کې د سینوهه وفادار یوسترگی غلام کاپتا د یوې شپې لپاره د دروغو پاچا کېږي او هغه داسې انگېري چې رښتیا پاچا شوی دی. په دې شپه له یوې خوا د کاپتا هوښیاري او له بلې خوا د قدرت د نشې عجب تمثیل وړاندې شوی دی. کاپتا چې کومې فیصلې کوي، له تعقل او حکمته ډکې ښکاري. دا راته څرگندوي چې عقل صرف په اشرافو او زورواکو کې نه وي، بلکې د کاپتا غوندې غلام ابن غلام هم له دې جوهره خپله برخه وړې ده، خو که د استعمال فرصت یې ورته برابر شي. له بلې خوا کاپتا په یوه شپه پاچاهۍ له ځانه دومره ورک شي، چې خپل بادار سینوهه هم نه پېژني او په هماغه اوله شپه یې د شرابو او ښکلیو نجونو هوس په روغه سترگه هم ړوند کړي. کاپتا که د سینوهه له خوا کنټرول نه شي، وېره ده چې د واقعي پاچا په حریم وبلوسي او هغه کانې وکړي، چې سبا به یې ډېر تریخ مرگ په انتظار وي. خو سینوهه چې په لوبه پوهېږي، د بې مهاره شوي کاپتا پړی کشوي او بالاخره یې د مړي په شکل له ښاره باسي. د داستان دا برخه راته وایي، چې قدرت آن که یوه شپه هم وي، له انسانه څنگه وحشي جوړولای شي او که د عقل او حکمت په زور کنټرول نه شي، ویجاړۍ را منځته کولای شي. د ارواپوهنې له نظره یې که وگورو، کاپتا داسې ښکاري لکه آیډ چې یواځې ړنده غوښتنه ده، خو سینوهه ورسره د ایگو یا عقل غوندې ملگری کېږي او بالاخره هم د کاپتا د مرگ مخه نېسي او هم د هغو ورانیو چې له کاپتا څخه یې توقع کېدای شوای.
له بابله د کاپتا د ایستلو په سهار سینوهه له ځان سره یوه بله پېغله هم د بابل د پاچا له درباره وباسي. دا پېغله مېنا نومېږي چې د سېنوهه دوهمه مینه ده. د هغه لومړی مینه نفرنفر وه چې سینوهه پرې خپل ټول هست و بود او آن د مور و پلار لپاره اخیستل شوي قبرونه هم بایلي. د داستان دا برخه راته د هغه وخت د جمالیاتي ذوق او معاشقو په اړه جالب معلومات را کوي. نفرنفر چې د سرو او سپینو لېونۍ ده، سینوهه یې د ناز او کرشمو په داسې لومه کې نېولی چې د مور و پلار له وینې سره یې مکمل و زبېښي او په مصر کې د پښې اېښودو ځای ور پرېنږدي. سینوهه راته وایي چې له حریصو او هرځایي ښکلیو سره ړنده مینه څنگه یو متخصص او آن عاقل و بالغ کس د نابودۍ کندې ته ټېل وهلای شي. تر نفرنفر وروسته سینوهه له ښځو کرکه کوي، خو وروسته پوهېږي، چې د ده دا تعمیم سم نه دی. په ښځو کې ممکن نفرنفر هم وي او مېنا هم. مېنا چې د کاپتا د خلاصون په سهار د سینوهه او کاپتا د بېړۍ ملگرې ده، کرت ته ځي او چې د سینوهه خبرې ورسره خوږېږي، نو دوی هم د مېنا د وطن په لوري د سفر نیت تړي. سینوهه مېنا ته زړه ورکوي او له هغې د واده هیله کوي، خو هغې ځان د کرت خدای ته سپارلی او باید قرباني شي. د کرت خلک هم د مومن خان د نکل غوندې باید وخت ناوخت یوه ښکلې د خدای لپاره قرباني کړي. مېنا وایي چې که د چا قرباني قبوله شي، بیا نه راستنېږي خو تر اوسه ناقبوله قرباني نه ده لېدل شوې. سینوهه چې مېنا ته هر څومره زارۍ کوي، چې خدایانو ته د قربانیو دا کیسې دروغ دي، خو مېنا خپلې ړندې عقېدې او والهانه عشق داسې ړنده کړې، چې د ښامار خولې ته په نڅا روانه ده. بالاخره هغه شپه هم را رسېږي چې مېنا د قربانۍ له دروازې تېرېږي او وروسته له یوې بلې دروازې د کرت پاچا او واکمنان را وځي. سینوهه له کاپتا سره هغې سمڅې ته ورځي چې مېنا ورغلې، خو چې وړاندې ځي، د مېنا په وینو سور بدن پیدا کوي او د سمندر په غاړه مړ ښامار ویني چې مېنا او د هغې غوندې سلگونه ښاپېرۍ ورته قرباني شوې دي. سینوهه راته په دې ځای کې د دینکارانو له مخه پرده اړوي او وایي چې د دین په نامه واکمن شوي حاکمان څنگه د خلکو له سپېڅلو احساساتو د خپلو هوسونو او غرایزو په خړوبېدو کې گټنه کوي. واکمنانو خلکو ته ویلي چې خدای قرباني غواړي، خلک پوښتنه نه کوي، خو خپلې پېغلې خویندې لوڼې د هغوی دربار ته وړیا سپاري چې هېواد د خدای له قهره وساتل شي. خو خلک نه دي خبر چې هغه اژدها یا د دوی خدای ډېر وختي هډ هډ پروت دی، چې دوی ورته د مېنا په څېر ښاپېرۍ قرباني کوي. دغه ښاپېرۍ په سمڅه کې د خپل بدن په اوبو د واکمنانو د هوس لمبه سړوي او بیا یې هماغلته د ژوند څراغ ته هم پو ورکول کېږي. موږ په یوېشتمه پېړۍ کې د مړو ښامارانو لپاره د خپلو پېغلو او زلمیو له سرونو سره لوبې و نه کړې؟ که څوک د سینوهه د دې برخې په لوستو هم د سیاست په اوسنیو لوبو او له مقدساتو څخه د سیاسي گټنې په رموزو و نه پوهېږي، دغسې کتاب د هغوی لپاره نه دی.
د سینوهه لوی پیام دا دی چې سیاستوال د کومو میکانیزمونو، چلونو او نیرنگونو په زور ځانونه د خلکو په اوږو سپروي او آن ځانونه د مقدساتو او خدایگوټو مقام ته رسولای شي. راهب او واکمن څنگه د سیاست په شطرنج کې له عوامو څخه د اسونو، فیلانو او پیاده گانو استفاده کوي او هغوی د یو بل په وړاندې جنگوي. ملتونه باید د کومو شعارونو په زور د نورو ملتونو په وړاندې حساس او سنگر ته وخېژول شي. بالاخره که کوم د عقل او منطق خاوند پیدا کېږي، چې اصلاحات غواړي او ولسونه د ډبرزړو حاکمانو له جغه خلاصوي، څنگه باید تکفیر، تصغیر او له صحنې وایستل شي.
موږ چې په یوېشتمه پېړۍ کې پوښتنه نه شو کولای، چې شک او تردید د کفر معادل دي، چې ښځې ته د انسان په سترگه نه گورو، چې هر شیطان د خدای او پیغمبر مقام ته رسوو، چې د مړو ښامارانو لپاره یو بل سره وژنو، چې د خپل واک لپاره د خلکو له استحماره هم لاس نه اخلو، چې یوه شپه قدرت مو له چتې باسي، چې هر څوک خپل دښمن گڼو، چې هره ښځه نفرنفر گڼو او هره مېنا مو اژدها ته روانه ده او بالاخره چې لا هم د سینوهه په زمانه کې اوسو، ډېره اړتیا ده، چې سینوهه ولولو، د هغه په پیام فکر وکړو او په یوېشتمه پېړۍ کې له هغو جنجالونو خپل گریوانونه خلاص کړو، چې د سینوهه ولس ورسره تر مېلاد وړاندې مخامخ و. سینوهه به ولې دروغ وي؟ که په یوېشتمه پېړۍ کې دغسې یو ملت شته، چې په سینوهه کې راغلي جنجالونه ټول په هډ و پوست تجربه کوي، تر مېلاد وړاندې به ولې نه و؟
سینوهه ما یو ځل په فارسي کې لوستی، بیا مې د پښتو ژباړې په مهال ټکي په ټکي لوستی او د هغه په تصحیح کې مې برخه اخیستې، بیا مې تر چاپ وروسته لوستی، یو ځل مې اورېدلی، خو که بیا په گوتو راشي، ممکن بیا یې هم ولولم.
د فارسي د لوستلو خاطره یې جالبه ده. په پوهنتون کې وم، چې په ایران کې د کتابونو د یوه نندارتون راپور مې ولوست. دې نندارتون ته ډاکټر شفیعی کدکنی او یو بل لوی کس هم ورغلي ول، چې اوس رانه هېر دی. په دې دوو کې یوه کس سینوهه را پورته کړی او یو ځوان ته یې ویلي ول چې که دغه کتاب چا نه وي لوستی، نو د مطالعې دعوه یې باطله ده. ماته چې ځان صاحب مطالعه ښکارېده، ناڅاپه راته خپله ادعا د اوبو په سر کرښه ښکاره شوه. دا څنگه کتاب دی، چې لوستونکي ته د صاحب مطالعه سند ورکولای شي او موږ یې لا نوم هم نه دی اورېدلی؟ کتاب مې په لټون، لټون وموند او چې و مې لوست واقعاً مې حس کړه، چې موږ ته څومره ډېر شهکارونه د لوستلو لپاره انتظار کوي. زه اوس هم وایم چې د سینوهه له لوستلو پرته د بنده په مطالعه شک پکار دی او که چا تر لوستو وروسته هم د دې کتاب عظمت نه دی درک کړی، نو سمندر یې په غلبېل کې څښلی دی.
Comments
Share with your friends: