Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-03-13 08:41:15 by Sikaraam Oraganization

د غڼي ځاله د مرحوم نصیر احمد "احمدی" وروستۍ معنوي ډالۍ. 

ناول د یوې څوارلس کلنۍ انجلۍ (طاهرې)، چې پلار د قمار په داو کې یو قمار باز شراب خور ته بایلودې، په ژوند را څرخي.

طاهره په جنسي فقر اخته انسانانو وو دومره دردولې، چې هر انسان ورته انسان نه، شهوت پرست حیوان ښکاریږي، خو تسلیمېږي نه دا د یو نارینه په څېر مبارزه  په ښځینه توب کوي!

طاهرې میړه برق نیسي، دا پرې خوشحاله وي،  په دوه اولادونو کونډېږي، لېور ورته غړمبېږي، خو ښځه د مړه له نامه بد وړي. په یوې لور او زوي سر سپنوي په ژوند کې هره سخته، چې ورسېږي له د خداى تعالى د اشرف الحلوقات ته ورسېږي!.

 کومې سیمې ته چې کوچېږي، سیمه وال یې، چې له کونډتوب،ښایسته توب او بې کسۍ خبرېږي، زړورېږي د خپل شهوت سړونکي تیاره شوې مړې یې ګڼي، خو طاهره د دوی له وږو شهوتي نظرونو ځان د حياء په څادر کې رانغاړي...

ښځه  بدې ورځې او د بچیو د ښې آیندې د لیدلو غمونو په مخه کړې وي او روښانه سباوون په پار مبارزه کوي. 

طاهرې ته د شراب خور میړه یوازینې یوه ښېګه په ميراث ور پاتې وي، چې هر وخت به یې ترې د بوټونو ښه رنګول غوښتل! 

د بوټونو له رنګولو چې يوازې یې همدا کمال زده و شروع کوي، د لاسي ګنډ په لویې تجارې بدلېږي. د نور ناچارو چار سازې شي، خو د مامور قدوس او نورو په څير نه....

طاهره  هڅه کوي،  زیار باسي د ښې  ورځې د راتلو خوبونه ویني چې اخر هم ورته رسېږي...

طاهره د خپل عزت ساتلو لپاره د مامور قدوس غوندې په جنسي فقر اخته ګډر ته ورټېل وهي، د څڼور موچي خوله او بد خویه غټ پوزي بوډا غټه پوزه په وینو ور رنګوي....

ځکه پوهیږي، یو شمېر کسان دې په ښو تر هغې نه پوهېږي چې ورته بد نه شې....

په ټوله کې ناول د طاهرې د کرغېړن ژوند نه په ګیلو مانو شروع، او په یو ښه او اسوده ژوند یې پای مومي...


Comments

Share with your friends:

reply