د کتاب نوم:
دلیل ویونکی هندي
لیکوال: امریتا سین
د کتاب معرفي کوونکی:
احمدالله ارچیوال
بنګالی شاعر، رام موهن رايي وايي، فقط فکر وکړي چې ستا د مرګ ورځ به څومره خرابه وي، نور خلک به خبرې کوي او ته به د دې وړتېا نلري، چې لدوي سره استدلال وکړې. ډېر وختونه موږ ته استدلال، اختلاف نظر او بحث غیرې مطلوبې پدېدې ښکاري. خو حقیقت دا دي، چې دغه پدېدې د انساني ژوند ارزښتاکه سرمایه ده، چې د ټولنې د پرمختګ لپاره اړین او لازمي دي.
اګر چې د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه پکې بحث شوې، خو د امریتا سین کتاب د رام موهن رايي د خبرې مصداق دی. کتاب په ټوله کې د یوې تولنې د پرمختګ او د علومو د ودې لپاره د استدلال او بحث کولو په ارزښت خبرې کوي.
نه یواځې دا بلکې امریتا سین بحث او استدلال د مظلوم او مظلومانو طبعي ملګری ګڼي او وايي چې استدلال او بحث کول د ولسواکۍ د غوړېدا او د ټولنې د مرفه ژوند لپاره اړین دی.
دلیل ویونکی هندي، د نوبل د سولې د جاېزې ګټونکي ،امریتا سین، د شپاړسو بېلا بېلو مقالو، چې عنوانونه یې له یو بل څخه مختلف خو د محتوا له اړخه یو له بل سره تړاو لري، ټولګه ده.
پدې کتاب کې امریتا سین استدلال کوي، چې د معاصر هند ولسواکي، په اصل کې په هند کې د سلګونو کلونو څخه راپدېخوا پدغه هیواد کې د موجود پر منطق اواستدلال ولاړ تاریخي کلتور پایله ده. دی ټينګار کوي چې په هند کې د سکولاریزم او ولسواکي د دوام لپاره استدلال/بحث او منطق اړین توکي دي.
د کتاب لیکوال د هند پر علمي( فلسفي) او سیاسي میراث او د علم او فلسفې په پرمختګ کې په نړیواله کچه د هند د تاریخي علمي رول په اړه بحث کړی.امریتا سین که له یوې خوا د فلسفي او ساینسي علومو د پرمختګ په اړه هغه تیوري چې یواځې لویدیځ د ساینسي علومو، فلسفې او ولسواکه سیستمونو رامېنځته کېدلو او د هغو د پرمختګ زانګو ګني، ردوي، بلخوا په کور دننه په هند کې د یو شمېر خلکو هغه فکر چې هند یوه سوچه هندو ټولنه ګڼي، هم په کلکه ننګوي.
امریتا سین لیکي چې هند له سګونو کلونو راپدېخوا د داسې یوې غېرې متجانسې ټولنې، چې بېلا بېل مذاهب او عقاید لري، د خلکو کور دی. نوموړي ټينګار کوي چې د هند دغو ټولو خلکو د یادو علوموپه پرمختګ کې مهم رول درلود.
دلیل ویونکی هندي کتاب د اقتصاد، ټولنپوهنې،هویت، تاریخ ، ادبیاتو او نورو علومو په اړه د لیکوال د ژورې پوهې ښکارندويي کوي. د لیکوال یوه مهمه ځانګړنه په ډېرو محدودو کلیماتو کې د زیاتو معلوماتو ځای پر ځای کول دي.
د هویت په اړه لیکوال د هغه مکتب چې هویت داسې شی، چې د ځان لپاره غوره کېږي، او نه دا چې چا ته ورکول کېږي، ګڼي، ملاتړ کوي.
کتاب د هغو خلکو لپاره چې په ختیځ، په ځانګړې ډول په هند کې ، د علومو او فلسفې په رامېنځته کېدو او د دغو علومو د غوړېدو په اړه په څېړنه کې علاقه لري، یو په زړه پورې معلوماتي ریفرنس دی.
Comments
Share with your friends: