Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-05-24 04:57:24 by Shabnam Khan

مرکب اغېز 


دا کتاب د امريکايي ليکوال،مشاور او ويناوال ډارن هارډي آثر دی چې پښتو ژبې ته میراحمد یاد ترجمه او اکسوس خپرندويې ټولنې چاپ کړی دی. د کتاب ژبه روانه او موضوع يې ډېره ساده او د هر چا د پوهېدو وړ ده. دا کتاب زموږ په ورځني،کاروباري،کورني او ټولنيز ژوند کې د برياليتوب او د ښه شخصيت جوړولو يو ښه لارښود او ملګری دی. 


انسان په ژوند کې د انتخاب ټاکلو، د عادت جوړولو،د اړيکو ساتلو او ټینګولو،حرکت کولو او په ژوند کې د چټکتيا زياتولو... سره مخ کېږې. او همدا کارونه دي چې د يو چا د کاروباري،شخصي او ګډ ژوند برخليک ټاکي. مرکب اغېز لومړی لوستونکي ته د انتخاب پر اغېز،ارزښت او د ښه انتخاب په اړه لارښوونې او سپارښتنې کوي، او دا ورښايي؛چې ټاکنه او انتخاب په ژوند کې څومره مهم او ارزښتناک دي، او يو شمېر هغه انتخابونه چې موږ يې هېڅ او بې‌مانا شمېرو که مرکب يې کړو اغېز يې څومره زموږ پر ژوند فوق العاده کېږې. 


ډېری خلک له خپلو بدو عادتونو څخه رنځ وړي او د پرېښودو پر لارو چارو يې نشې برلاسي کيدلی. مرکب اغېز لوستونکي ته د خپلو بدو عادتونو چې د دوی د برياليتوب مخه يې نيولې د پرېښودو، او پرځای يې د ښو عادتونو د جذبولو چې خپلو هيلو او موخو ته پرې ځان ورسوي ډېر ښه تکتيکونه او لارښوونې ور زده کوي. 


مرکب اغېز د هغو کسانو لپاره چې له خپلو اړيکو او د ورځنيو کارونو ترسره کولو څخه ناخوښه او ناهيلی وي يو روحیه او ډاډ ورکوونکی لارښود او ملګری دی. مرکب اغېز لوستونکي ته د اړيکو ساتلو او ملګرتیا پاللو بنسټيز اصول ور زده کوي او ددې سره،سره د هغه کارونو د ترسره کولو چې دی پرې خپل شخصي او کاروباري ژوند کې د پرمختګ لوړو پوړيو ته ځان رسولی شي بنسټيز اصول او ژوند بدلونکي ستراتيژۍ ور زده کوي. دا کتاب ځينې نورې ښېګڼې هم لري. که لوستونکي په دې کتاب کې راغلي اصول په ژوند کې عملي کړي باوري يم چې د ځان لپاره به يو خوندور او ښايسته پای برابر کړي.

✍️ ارمان مهربان


Comments

Share with your friends:

reply