Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-05-07 04:24:48 by Sikaraam Oraganization

«ملاله» لومړۍ خو نسبتاً کامیابه هڅه

دا په ناول لیکلو کې د ښاغلي حنیف حیران لومړۍ خو نسبتاً کامیابه هڅه ده. د کامیابۍ تر ټولو جوت اړخ یې د پلاټ وحدت دی. د ناولګوټي پای ناڅاپي او د تمې خلاف پېښېږي او د راوي د مینې کیسه نیمګړې پاتې کېږي. په دې داستان کې هرڅه نیمګړي پاتې دي، ډېرې کیسې په کې پیل شوي دي خو سر ته نه دي رسېدلي. ملاله رواي ته د خپل ژوند کیسه کوي خو تر هغې پورې چې دا له ښوونځي فارغېږي. د پوهنتون د دورې کیسه بل وخت ته پرېږدي خو دا وخت نه راځي. ملاله چې د واده په شپه نشه شوې ناوې ویني چې په بد حالت کې کلینیک ته راوستل شوې ده، وايي چې د دې ژوند کټ مټ زما په څېر دی. راوي تلوسه لري چې په کیسې خبر شي خو دا راز همداسې پټ پاتې کېږي. بل ځل چې په روغتون کې یوه مېرمن د اولاد په ناروغۍ ورغلې او وینې ته اړتیا لري، ملاله ورته وینه ورکوي. دا مېرمن څو لوڼې لري او دا ځل هم لور زېږوي. ملاله بیا وايي چې دا هم زما غوندې بد قسمته ده. خو دا ځل هم دا خبره نه جوتېږي چې ملاله ولې ځان بد قسمته ګڼي. دا سمه ده چې په ژوند کې یې ترخې شپې ورځې تېرې کړې دي خو له دغو دوو ښځو سره هېڅ مشترکه وجه نه لري چې ځان د دوی په څیر وبولي. دا چې د دې د ژوند کیسه ولې نیمګړې پاتې ده، سړی په دې اړه قضاوت نه شي کولی.
د هغه ځوان مینه نیمګړې پاتې ده چې د واده په اوله شپه یې نشه کړې ده. د موسا کاکا د زوی د کار کیسه ناتمامه پاتې کېږي. د ډاکتر شهاب د مسیجونو خبره یادېږي خو دا چې وروسته بیا څه کېږي، چا ته نه معلومېږي. د ملالې د ورور صدیق الله د مرګ راز نه معلومېږي، مور یې پر لېوره باندې شک لري چې هغه به صدیق الله په اوبو کې ډوب کړی وي خو دا کیسه د شک او ګومان په حد کې پاتې کېږي. نو دغه نورې وړې کیسې چې د ناولګوټي په منځ کې ځای شوې دي، ټولې نیمګړې پاتې دي، هماغسې چې د راوي مینه نیمه خوا پاتې ده، هماغسې چې په ټوله کې ژوند نیمګړی دی او چا شل کړی نه دی.
دا اثر د لنډو روانو او ځای ځای تصویري جملو په خاطر هم نسبتاً کامیاب داستاني نثر بللی شو خو په ځینو ځایونو کې د لیکوال ژبه ښویېدلې او جملې یې رسمي او احیاناً ژورنالیستیکې شوې دي. لکه دا: «د ملالې او رشيد د رخصتيو په اړه يې اندېښنه وښوده.»، «زیاته یې کړه.»، «زما لپاره به دا يو ستره ننګونه وي.»
سره له دې چې د کرکټرونو خبرې او مکالمې طبیعي ښکاري خو یو نیم ځای کې د هغوی له خولو تر خپلې سویې اوچتې خبرې راغلې دي. مثلاً د ملالې مور بیسوداه کلیواله ښځه ده او یو ځای کې وايي: « بېرته لکه شله او وږې زمرۍ وښوييدم، پورته شوم او د ليوره او يور خوا ته ورغلم.» یا دغه شاعرانه جمله «نور نو سپېدې چاودلې وې او کرار کرار د رڼا وزرې پر کایناتو خپرېدې.» همدارنګه د ملالې د تره بیسواده ښځه به څنګه داسې خبرې کولای شي: «په لومړيو دريو ورځو کې ماشوم ته شيدې ورکول ښه نه وي، ځکه چې هغه شيدې نه؛ بلکې ورېګه (اورګه) وي چې ماشوم ته زيان رسوي.»
د ریالیزم د سبک داستانونو کې یو اصل رښتیاغوندېتوب دی. لیکوال باید داسې کرکټرونه او پېښې وپنځوي چې په واقعي نړۍ کې یې مثالونه ولرو او چا ته مبالغه ښکاره نه شي. ښاغلي حیران دې اصل ته وفادار پاتې شوی. همدارنګه ده په دې اثر کې خپل مسلک، افغان ادبي بهیر او د واقعي اشخاصو نومونه یاد کړي دي چې د کیسې له رښتیاغوندېتوب سره مرسته کوي.
ویل کېږي چې لیکوال باید په کیسه کې خبرې ونه کړي بلکې خبرې په عمل کې وښيي. د دې پر ځای چې یوه موضوع بیان کړي، باید په صحنو کې یې نندارې ته وړاندې کړي. حیران صاحب دا کار کړی دی خو ځای ځای د راوي اضافي تبصرو دې شي ته تاوان رسولی دی. مثلاً: «بدبخته نجلۍ به دلته د پښتون په کور کې پېدا کيږي چې نه يې زېری وي، نه يې دروند او خوږ غږ وي او نه هم پرې څوک اتڼونه او سندرې کوي.»؛ « د اولادونو د زېږون غم خوري؛ خو د پاللو او تربيه غم يې هيڅ نه کوي.»؛ «افغانستان کې تر اوسه پورې د درمل جوړولو يوه هم معياري فابريکه نه ده جوړه شوې. له خارج نه چې تجاران کوم درمل اخلي، د هغو کيفيت بيخي ټيټ وي؛ بلکې همدا تجاران په لوی لاس غواړي چې د ټيټ کيفيت درمل هيواد ته وارد کړي، ځکه چې د دوی ګټې پکې خوندي وي. له همدې امله په سلګونو ناروغان پاکستان، هند او ترکيه ته د درملنې لپاره ځي.»؛ «په شخصي روغتونونو کې يو بل جنجال هم وي چې هر څه يې پر تجارت راڅرخي. د لابراتوار چلوونکی بايد له ډاکټرانو سره ارو مرو يوه معامله وکړي. که يې فيصدي ورسره ونه منله؛ شايد ناروغان ور ونه ليږي. همداسې فارماسسټ پسې درواخله. ډاکټرانو ته بايد يو څه ومني، ګني د بېکاره کمپنيو درمل به ورسره انبار انبار پراته وي.»؛ «فارماسسټ بېچاره ملامته نه و. هره ورځ به داسې جنجالونه وو. د کليو او لرې پرتو سيمو خلک خو يوازې د ګوليو پاکټونه له رنګه پېژني. کوچني ماشوم ته پيسې ورکړي، درملتون ته يې وليږي ورته وايي: د شنه پاکټ د سر خوږو ګولۍ راکه، د زمري چاپ ګولۍ، چار خطه ګولۍ، پټې ګولۍ، کپسول، د ماشوم چاپ شربت، د ټال شربت، د سږو شربت او.......» دا ډول تبصرې چې د مقالو په دود لیکل شوې دي، په داستان کې عیب ګڼل کېږي.
لیکوال هڅه کړې ده چې پېښې منطق ته برابرې جوړې کړي. تر ډېره بریده په دې کار کې بریالی دی خو یو نیم ځای کې یې قلم ښویېدلی دی. مثلاً: د ملالې مور چې د شپې له خوا له خپل لېور او د لېوره ښځې سره لو ته ځي، ماشوم صدیق الله ورسره وړي او په پوله کې یې څملوي. بیا چې د ملالې د زېږېدو درد ورباندې راځي، دا د صدیق الله خوا ته ورځي او ملاله زېږوي. صدیق الله راويښېږي. هغه او نوزېږې نجلۍ دواړه ژاړي. خو د دوی ژړا د ښځې لېور او یور نه اوري. دا چې بېرته لو ته ورځي: «لېور مې غوسه شو: چېرې تللې وې؟ له مونږ ښه نه يې چې مونږ دې په دې شپه لګيا يو، لو دې کوو او ته دې خوبونه کوې. که بل څه دې په زړه کې وي هم راته ووايه چې زه دې غم وخورم.» د ملالې مور باید صدیق الله دومره لرې نه وای اچولی چې د هغه او د نوزېږې ژړا دې تر نورو ونه رسېږي په تېره بیا په شپه کې چې چوپه چوپتیا وي خو ان له لرې څخه هم غږونه اورېدل کېږي. له بلې خوا، ښځې معمولاً خپلې ستونزې له یوې بلې سره شریکوي. منطق خو وايي چې کله چې د ملالې مور د زېږون درد احساسوي، باید د لېوره ښځه خبره کړي خو دا هېڅ غږ نه کوي او په یوازې سر د پټیو بل سر ته ځي، ملاله زېږوي.
بله خبره چې چندانې منطقي نه برېښي، د صدیق الله په مرګ د ملالې له حده زیات ویر او ډار دی. ملالې د ورور د ډوبېدو پېښه په سترګو نه ده لیدلې او دا هاغه مهال دومره وړه وه چې دا پېښه یې نه وریادېده بلکې وروسته مور ورته کیسه کړې وه نو منطقي نه ده چې دومره ډېره دې ورته وځورېږي او ان په خوب کې یې وویني.
زه پر ادبي اثارو د سریزې له لیکلو سره جوړ نه یم. سریزې معمولاً د لیکوال او شاعر د خواخوږو له خوا لیکل کېږي او تر ډېره بریده د تقریظ بڼه لري چې د اثر خاوند باید په کې وستایل شي. له بلې خوا، سریزه د یوه کس نظر وي، د یوه شخص برداشت او قضاوت وي. کله چې لوستونکی سریزه لولي، خامخا د اثر په اړه وار له مخې قضاوت سره مخامخ کېږي او په ذهن کې یې د سریزې د لیکوونکي خبرې پاتې کېږي. یعنې لوستونکی اثر ته د بل په سترګو ګوري او پخپله د قضاوت او برداشت چانس ښايي له لاسه ورکړي.
په همدې دلیلونو ما له ښاغلي حیران څخه وغوښتل چې دغه تبصره دې د کتاب په پای کې چاپ کړي چې هر لوستونکی خپله ذهني ازادي ولري او له دې ناولګوټي پوره خوند واخلي.
د ښاغلي حیران د لا بریاوو په هیله
محب الله زغم
کابل 1394/6/8


Comments

Share with your friends:

reply