Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-05-07 03:45:39 by Sikaraam Oraganization

د وفا سمندر جنت، «د مینې کولو جنت»
ښاغلي محمد انور وفا سمندر لومړی «د بل بدلولو دوزخ» سره آشنا کړو، بیا یې «د ځان موندلو برزخ» کې تم کړو او اوس دا دی «د مینې کولو جنت» کې مو ګرځوي. دغه وروستی کتاب چې له نهمه تر دوولسم څرخه رانغاړي، هر څرخ یې دوولس ګامه لري چې هر ګام یې یا یوه خاطره ده، یا یو روایت، یا حکایت دی، او یا یوه پېښه ده چې د لیکوال په عرفاني فلسفي خبرو پسې راځي. د هرګام لیکنه یوه عاطفي او مینه ناکه موضوع بیانوي چې ځینې یې زموږ د ټولنې دي، ځینې یې د نورو ټولنو. ښايي لیکوال به په لوی لاس موضوعات له مختلفو ولسونو، قومونو، ژبو، مذهبونو او کلتورونو رااخیستي وي چې مینه لامحدوده ثابته کړي.
دا کتاب د کتابونو په معمولي قطع (A5) خو په پرته (landscape) بڼه چاپ شوی، د هرې لیکنې په سر کې یو رنګه عکس او یو پراګراف راغلي چې په اکثرو لیکنو کې له متن سره تړاو لري. نورې صفحې یې په دوو رنګونو له ښکلي ډیزاین سره چاپ شوې دي او کتاب ۱۸۷ مخونه لري.
د ټول کتاب اصلي خبره دا ده چې «مینه په ویلو نه کېږي، مینه په کولو کې شته». سمندر د مینې یو ډول انساني، عرفاني، تصوفي او لامحدوده بڼه یاودي چې جنس او جنسیت نه پېژني، په عمر نه ده تړلې، د رنګ پروا نه لري، قوم او توکم ورته بې مانا دي، انسانان په دین او مذهب سره نه بېلوي ... بلکې مینه «د هر انسان اول او اخر کار دی»، «د هر انسان هېر شوی کار دی»، «الهي غږ دی» ...
سمندر وايي «مینه هغه سپین اور دی چې سړی سوځي خو تور داغ نه پرېږدي.»، «مینه په کولو کې ژوندۍ ده، پرته له دې مینه نشته.»
د ده په باور مینه بې قیده و شرطه ورکړه ده: «خو لمر چې ګورو، شپه او ورځ لګیا دی او پر شاوخوا هستۍ ژوند اوروي. موږ هم ټوله ورځ د لمر د ژوند باران ځان ته جذبوو، غټېږو او ورځ تر بلې قد باسو خو لمر نه مالیه راپسې تړلې، نه دعا رانه غواړي، نه طواف او نه خپل سیند کې نوبت په نوبت د یوې پېغلې قربانول راته یو مذهب ګرځوي.» دی همداسې مینه غواړي او خپل مخاطبان همداسې مینې ته هڅوي.
فکر کوم سمندر غواړي یو ځل بیا د مولانا شپېلۍ (نای) راواخلي او کرکو کاڼه کړيو غوږونو کې د مینې هېره شوې نغمه وغږوي. دی دې نتیجې ته رسېدلی دی چې موږ ځکه د مرګ چوپړ وهو چې مینه مو هېره کړې ده، دلته ځکه سرونه پرې کېږي، سترګې ړندېږي، زړونه راایستل کېږي، جسدونه سوځول کېږي، پېغلې او ژڼي سنګسارېږي، د بمونو واسکټونه اغوستل کېږي ... چې مینه هېره شوې ده.
خو په عاجزۍ سره وايي: « که غواړئ دلته په یوه اکادمیک او تخصصي بحث واوړئ، نو ځان بېوزلی وینم. که غواړئ دلته د عشق تعریف پیدا او نورو ته نقل کړئ، یا د نقد ګټه ترې واخلئ، نو تش لاس به ستانه شئ.» دی غواړي خپل لوستونکی مینې کولو ته راوبولي، نه بحث، منطق او استدلال ته. په همدې خاطر یې لیکنې د انسان زړه ته خطاب کوي، نه د هغه عقل ته. سره له دې چې لیکوال د فلسفې، تصوف، عرفان او ارواپوهنې ځینو مفاهیمو ته اشاره کوي او د ځینو اسطوره یي یا نامتو وګړو نومونه یادوي خو ډېر یې نه راسپړي په همدې وجه که لوستونکی وار له مخې مطالعه او معلومات ونه لري، ممکن د لیکوال په هدف پوه نه شي.
د ګران وفا سمندر دغه کتاب سربېره پر دې چې د محتوا په لحاظ عالي دی او خورا انساني پيغامونه لري، په هنري لحاظ هم په زړه پورې اثر دی. سمندر د یوه نوښتګر او شاعر طبیعته لیکوال په توګه خپل نثر په ښکلو ترکیبونو، تشبیه ګانو، استعارو او سېمبولونو ښایسته کړی دی. یو څو نمونې یې دا دي: کنسرو شوي او پاستوریزه فکرونه، سپینه پوهه، تل ژوندی، د شرم زغره، د شرم سیاه چال، د ایډیالوجۍ مسافر، عاشقانه نبوغ، مینه ګر، نفرتګر، مونث نارینه ګان.
همدارنګه د فعلونو تنوع ته پام کوي او عین مفهوم د مختلفو فعلونو په وسیله بیانوي: «سپین ته تور ولاړ دی، رڼا ته تیاره پټه ده، غرونو ته درو خولې خلاصې کړې، ښه په بدو ککړ دي، مثبت ته منفي لاره نیولې، او مینه د کرکې په جېل کې خوب وړې.»
او دغه مرکبه جمله د جوړښت په لحاظ راته نوې ښکارې:
«ګلانو سرې شونډې غوړولې چې انساني ککړتیاوو خوسا کړې هوا، په خپل ګلابي تنفس سره پاکه او سوچه کړي.»
د دې جملې متعارفه بڼه ښايي داسې وي: ګلانو سرې شونډې غوړولې چې هغه هوا چې انساني ککړتیاوو خوسا کړې، په خپل ګلابي تنفس سره پاکه او سوچه کړي.
خو د ښاغلي سمندر جمله لنډه ده او د «چې» تکرار په کې نشته. دا ډول جملې په انګلیسي کې شته خو په پښتو کې مې تراوسه نه وې لیدلې.
بل کمال یې دا دی چې په ځینو ځایونو کې یې فعلونه نوي کړي دي. مثلاً: «دا مې هم پر فیسبوک وموندل او پښتو توري مې ورواغوستل.»
یا په دې جمله کې: «پر دې متن مې زړه بایله، ما هم راواخست او پښتو ته مې راکوز کړ.»
د دې کتاب ځینې جملې په دې ارزي چې د مقولو او متلونو په شان وکارول شي، لکه دا:
- شیطان ځینو انسانانو ته د خپلو تعریف شویو ګناهونو لاسپاک دی.
- ونه که ذهن او شعور – انساني ګټیالی عقل – پیدا کړي، بیا پر ځان دېوالونه او سیمان راتاووي، دوکان کېږي او تازه هوا په پاو او مثقال خرڅوي.
وفا سمندر د هر واقعي لیکوال په شان باغي دی او دا بغاوت یې هم په مفکورو او هم د بیان په بې باکه طرز کې ځان څرګندوي، یو ځای کې وايي: «... بیا نو اخلاق د خپلو مشرانو میتازې د نورو د چینو له تازه شرابو متبرکې ثابتول دي.»
د سمندر صاحب اثر د دې کمالونو ترڅنګ، ځینې خوګانې هم لري. ټایپي او املايي تېروتنې یې سره له دې چې د ډېرو پښتو کتابونو په پرتله کمې دي خو بیا هم شته. په ځینو برخو کې هغه جمله یا پراګراف چې د لیکنې په سر کې راغلی، له متن سره تړاو نه لري، مثلاً په دېرشم ګام کې عکس او ورسره لیکل شوی پراګراف د متن له هېڅ برخې سره اړخ نه لګوي. په ډېرو ځایونو کې جملې په لیندیو «» کې راغلې دي، مانا دا چې نقل شوې دي خو ویناوال یې نه دي یاد شوي او سړی نه پوهېږي چې وفا صاحب له کومې منبعې راخیستې دي. د کتاب پاڼې په اوږدو دي او په همدې خاطر زر شکېږي، څو پورې چې ما د کتاب لوستل خلاصول، پاڼې پاڼې شو. په ځینو ځایونو کې متن د عکس له پاسه راغلی خو د متن او عکس رنګ یو شان دی ځکه خو یې ځینې برخې نه لوستل کېږي.


Comments

Share with your friends:

reply