Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-04-05 11:20:33 by Shabnam Khan

په دې اثر کې د پاچا امان الله خان څه کم لس کلنې (۱۹۱۹-۱۹۲۹م) سلطنتي دورې ته لنډه کتنه شوې ده. دا چې تاریخي پېښې یوه له بلې سره تړلي دي نو پوهاند کاکړ د امان الله خان په پاچاهۍ باندې له کیناستو نه مخکې پېښو ته هم د کتاب په لومړيو کې ځغلنده نظر کړی دی. په دې اثر کې به ولولی چې د امان الله خان پلار حبیب الله خان چا وواژه او تر شا یې د چا لاس و؟ په هېواد کې د خپلواکۍ اعلان او دا چې ولې شاه امان الله خان په لومړیو کې جګړې ته په سولې لومړیتوب ورکړ، علت یې څه و؟ ددې اثر نور مهم موضوعات له انګریزانو سره په جګړه کې د ډیورنډ د پورې غاړو د پښتو رول، پر هندوستان د افغانستان د ازادۍ پر اغېزو او د برتانیې د حاکمیت پر وړاندې د هندوانو پارېدنه او جذبه، له خپلواکۍ وروسته له نورې نړۍ سره د افغانستان اړیکې او نور مهم او اړوند موضوعات دي. 


Comments

Share with your friends:

reply