Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-01-22 21:06:37 by Shabnam Khan

که مو راز ولوست ژؤند به مو بدل شي.

دغه کتاب اسټرلیاوۍ لېکوالې اغلې رانډا بېرن لېکلی او میر احمد یاد په ساده ژبه پښتو ته ژباړلی دی.

کتاب موږ ته د ښه ژؤند کولو راز راښایي او د زیاتو خلکو ژؤند ورسره بدلون کړی دی.

راز په خپله غېږ کې د راز کشف, د شتنمۍ راز, د اړیکو راز, د روغتیا راز, د نړۍ راز او د ژؤند راز رانغاړي.

یعنې دا پرېکړه وکړی چې څه غواړی. باور وکړی چې موندلی یې شی. باور وکړی چې تاسې یې وړتیا لری او باور وکړی چې تاسې ته ممکنه ده. بیا هره ورځ خپلې سترګې د یو څو شېبو لپاره پټې کړی.

د هغه څه لرل تصور کړی چې تاسې یې لری, د لرلو احساس یې وکړی. بیا له هغې راووځی او په هغه څه شکر وباسی چې تاسې یې لری او خوند ترې واخلی. سترګې پرانېزئ او خپل احساسات کایناتو ته خارج کړی. باور ولری چې کاینات به یې په یو ډول درته ممکن کړي.

د راز کارولو لپاره په کتاب کې د الادین ډېر ښه مثال راغلی دی وایي چې:

که تاسې د الادین او د هغه د څراغ په اړه فکر وکړی, نو الادین څراغ را اخلي, موښي یې او پېری (جیني) ترې را وځي. دا جیني تل یوه خبره کوي:

امر کوئ باداره!

بیا کیسه مخکې ځي او دا معلومات کېږي چې الادین یوازې درې غوښتنې کولای شي, خو تاسې بېرته د کیسې اصلیت ته ور وګرځی, نو پوه به شی چې د دې غوښتنې هېڅ ټاکلی حد او شمېر نشته.

په دې اړه فکر وکړی.

اوس دا مثال په خپل ژؤند تطبیق کړی. رایاد کړی, الادین یوازې د هغه څه غوښتنه کوله چې په خپله یې غوښتل او تاسې ته پراخه کاینات موجود دي چې ستاسې هماغه پېری (جیني) دی. کیسو کې دا په بېلا بېلو نومونو یاد شوی, خو ستاسې خپله خوښه ده چې هر نوم پرې ږدی. هر یو چې تاسې ته مناسب ښکارېږي, خو هره کیسه دا وایي چې تر موږ لوی څیز هم شته او جیني تل یوه خبره کوي:

امر کوئ باداره!

دا کیسه دا وایي چې ستاسې ژؤند او په دې ژؤند کې شته ټول څیزونه تاسې پخپله سازوی. جیني یوازې ستاسې د حکم تعمیل کوي. د جذب قانون هماغه پېری یا جیني دی. دا تل وي او هر هغه څه اوري چې تاسې یې په اړه فکر کوی, تاسې یې وایی او عمل پرې کوی. دا پېری په دې باور دی چې تاسې څه فکر کوی, هماغه غواړی! او څه چې تاسې په خوله وایی, هماغه په زړه کې هم غواړی. تاسې د خپلې دنیا مالک یی او جیني تل ستاسې په خدمت کې دی. دا پېری حالاتو او پېښو ته په کتو کاینات ستاسې له غوښتنې سره سم ترتیبوي.


Comments

Share with your friends:

reply