Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2024-01-04 21:40:46 by Shabnam Khan

د استاد غضنفر "کلتور او ټولنه" کتاب لولم، هغه ویلي: واقعي هنر د ځان د زغملو، د نورو د زغملو، له ژوند او طبیعت سره د ګوزارې کولو چل راښيي. واقعي هنر غم شریک راپیدا کوي او د خوشحال خټک غوندې ډاډ راکوي، چې فرمایي: "خوشحال یوازې نه دی څو په ملک کې عاشقان شته". بیا یې ویلي: غم د زغملو شی ندی خو بې غمه ژوند نشته. دغه تناقض به څنګه حل کېږي؟ رحمان بابا وایي: ښادي هر چېرته د غم په اندازه وي د هغو به څه ښادي وي، چې بې غم وي


Comments

Share with your friends:

reply