Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-12-28 20:41:23 by Shabnam Khan

«لوی درواغ» کتاب يؤ فرانسوي ژورنالېست و ليکؤال "تيري ميسان" دؤه لسيزې مخکې ليکلی، چې پښتو ژباړن يې محمد حامد حيدرزی دی.
ددې کتاب اصلي مؤضوع د سپټمبر د ۱۱مې د پېښو پۀاړه ده.

د سياست نړۍ ډېره پېچلې ده او دا پېچلتيا يې ؤرځ تر بلې ډېريږي. پۀيؤه سياسي پېښه مياشتې پۀ کال بدلې شي او کال پۀ څو-څو کلونو بدل شي خو عام ؤګړي يې پۀ څرنګوالي لا هم ناپوه پاتې شي او کۀڅوک يې پۀاړه څۀلري هم، بيا هم امکان لري چې معلومات يې غير-صحيح ؤي.

څۀباندې شل کاله مخکې، پۀامريکا کې څو پېښې رامنځته شؤې، هغه ؤخت او لۀهغې ؤروسته يې پۀاړه معلومات خپاره شؤل؛ خو دومره ګډؤډ معلومات خپاره شؤل چې تراوسه يې خلک پۀ تفکيک کؤلو کې کنفيوز دي.

هغه ؤخت فرانسوي ليکوال راپاڅيدو، تر خپلې ؤسې يې څېړنې ؤکړې، حالات يې ؤڅارل، د سياسيونو خبرې ېې تحليل کړې او بالاخره يې کتابي بڼه ؤرکړه او ؤيې ؤيل/ليکل «لوی درؤاغ!»

ددې پېښې پۀاړه يؤ څۀ لؤستل/ليکل زموږ افغانانو لپاره پۀ دې اساس مهم دي چې، دا پېښې او د هغې ؤخت پۀ افغانستان د امريکا ب-ريد ، سره مستقيمه رابطه لري.

ن: د سپټمبر د پېښې پۀاړه ډېر مالومات شته، مګر ضد و نقيض دي. پۀهمدې خاطر، زما پۀفکر بايد ددې پېښې پۀاړه پۀهمدې يؤ کتاب پرېکړه ونۀکړو، بايد ډېر نور څۀ هم پرې ؤلؤلو.

ن: سافټ ېې لۀ کتابتون څخه راښکته کؤلای شئ!


Comments

Share with your friends:

reply