د عثماني امپراتورۍ تاریخ
لیکنه: Sayed Abdullah Nizami
جان پیټریک ډګلاس بالفور، یو سکاټلنډی تاریخ پوه او لیکوال و چې پر منځني ختیځ او ترکیه یې ګڼ کتابونه لیکلي. یو له مشهورو کتابونو یې همدا د عثماني امپراتورۍ تاریخ دی. د عثماني امپراتورۍ پر تاریخ عربو او ترک لیکوالانو او ایراني تاریخ لیکونکو هم پر همدا ورته نومونو کتابونه او لنډکۍ رسالې لیکلي.
دلته د لارډ کینروس چې بشپړ نوم یې جان پیټریک ډګلاس بالفور دی له کتابه یو لنډیز لولو:
عثماني امپراتوري د تاریخ یوه له ځواکمنو امپراتوریو وه چې د واک لمنه یې له بالکانه تر شمالي افریقا او له منځني ختیځه د ویانا تر دراوزو خپره وه. د دغه امپراتورۍ بنسټ لومړي عثمان/عثمان اول له لوري په ۱۲۹۹ کال کې ایښودل شوی و چې پیل یې د اناتولیا د ترک قومونو یو موټي کول وو.
په شپاړسمه پېړۍ کې د سلیمان علي په پاچاهۍ کې د عثماني امپراتورۍ دبدبه په اوج کې وه او د واک او ځواک لوړو پوړیو ته ورسېده. واکمني یې په سویل ختیځه اوروپا، د اسیا په لویدیځه برخه او شمالي افریقا چلیده خو د ځواک احساس یې له دغو پولو اوښتی و.
د پاچا سلیمان د واک خبره د هغه له دې وینا هم څرګندیږي:
"زه د څښتن بنده، د دې نړۍ پاچا یم. د خدای په ورکړه او عنایت د اسلامي امت مشري راترغاړې ده. زه سلیماني یم په مکه او مدینه کې زما په نوم خطبه اورول کېږي. زه په بغداد کې شاه یم، د بیزانس قیصر او د مصر سلطان یم.
هغه سلطان یم چې خپل سمندري ځواکونه مې مدیتراني سمندر، مراکش او تر هندوستانه لېږلي. زه هغه پاچا یم چې د هنګري تاج او تخت مې ترلاسه کړی."
سلیمان ۴۶ کاله پاچاهي کړې، د هغه معشوقه مېرمن حرم سلطان چې له اره اوکراینۍ وه د مېړه د واکمنۍ په چارو کې ډېره ښکېله وه.
د عثماني امپراتورۍ زوال په ۱۷ زېږدیزه پېړۍ کې پیل او د شلمې پېړۍ په پیل کې وپرځېده. اقتصادي کمزورۍ، سیاسي بې ثباتي او پوځي نیمګړتیاوې یې د پرځېدا دلایل یادیږی.
امپراتوري وپرځېده خو تر شا یې ډېر لوی میراثونه پرېښودل.
ګڼ فرهنګونه یې یوځای او وځلول، د اسلام دین په خپرولو کې یې په پراخه کچه ونډه درلوده او په معمارۍ او ودانیزو چارو هنر کې یې هم لوی لاس درلود.
دې کتاب کې د امپراتورۍ پر راپورته کېدو، پراخېدو، په نړۍ یې اغېز، کولتور او ټولنه یې، او پر پوځي او سیاسي تاریخ یې بحث شوی.
دلته ځينې مهم ټکي دي چې لیکوال لوستونکو ته پر عثماني امپراتورۍ د پوهېدا لپاره وړاندیزوي.
دغه امپراتوري اوږده موده واکمنه وه خو له ننګونو په څنډه نه وه.
د عثماني امپراتورۍ ړنګېدو لاملونه ډېر دي خو ملت پال او خپلواکۍ غوښتونکي غورځنګونه یې له مهمو هغو دي.
د اسلامي نړۍ لیکوالو په خپلو کتابونو کې د سقوط دلایل اداري فساد، په پوځي او دیني روزنو کې بې غوري، د هغه مهال له روسیې سره پرلپسې جګړې، عربو ملت پالو غورځنګونو سره تقابل، د دیني عالمانو افراط او تندلاري، اقتصادي ناورین، د اوروپایانو سخته کرکه او د لومړۍ نړیوالې جګړې د خپرېدو اړوند عوامل ښودل کېږي خو جان پیټریک ډګلاس بالفور تر ډېره پر دې نظر ساتلی چې عثماني امپراتورۍ د خیر ښېګڼې له تګلارو پرته په زور د حکومت کولو او پاېدو هڅه کوله او ډېر پام یې په لاس کې د شته سیمو د نظامونو د ساتنې پر ځای په نویو فتوحاتو و.
دلته د کتاب انلاین بڼه موندلی شئ.
https://amzn.to/3Ow3w4P
Comments
Share with your friends: