Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-11-06 06:15:06 by Shabnam Khan

تخیلي ناولونه 

لیکنه: Anwar Mazal 


درۍ څلور کاله مخکي چي به کله کوم نړیوال اثر په لاس راغی له یو څه لوستلو وروسته به مي دستي پریښود. دا ځکه چي کرکټرونو به یي زما په رقم فکر نه کاوه، او نه به مي هغه څه پکي موندل چي مابه غوښتل. په نړیوالو ادبیاتو مي هغه باور لا ختم شو چي دکافکا مسخ ناول مي ولوست. ددغه اثر تر لوستلو وروسته نو باوري شوم چي دنوري نړۍ لیکوالان هسي چټیات لیکي، دا خبره مي ذهن نه منله چي یو انسان دي په ګنګوت بدل شي او بیا دي غږیږي هم. زه ملامت نه وم  ځکه چي کوم ناولونه مي په پښتو کي لوستي ول، ټول له یوي پیښي جوړ ول بس اصلي کرکټر به وه یو څو ستونزي به وي هغه به حل شوي نوره به کیسه خلاصه وه. ددغسي نالونو په منځ کي به راته په زړه پوري کتاب هغه وه، چي کرکتر به م.ړ شو، همدا زما لپاره تر ټولو غټه خبره وه.


مګر کله چي مي دنړۍ دادبیاتو مطالعه شروع کړه او لږ ډیر مي په اثارو سر خلاص شو نو په خپلي غلطۍ پوهه شوم، دا ځکه کوم ناولونه چي ما تر ټولو اعلي او ښه ګڼل هغوی یوازي څو عادي او په کلي کي پیښیدونکي پیښي وي چي لیکوال به لږ مرچ او مساله له ځانه ورګډ کړي ول او بس خو دنړۍ دلیکوالو اثار ټول یا بیخي زیات دهغوی دخپل ذهن تولید ول، دنوري نړۍ لیکوالان دومره ځیرک ول چي ان دکیسي چاپیریال به یي هم په خپل ذهن کي تولید کاوه، دا ځکه خو به دنړۍ دلیکوالو هر یو سبک مالوم وه، لاره به یي مالومه وه، دناول لیکني ډول به یي مالوم وه. مګر زموږ دلیکوالو په ناولونو کي به یوازي دکرکټرونو نومونه بدل ول نور به همغه یو ډول کیسه لیکنه وه او بس .


تر دغه هرڅه وروسته به مي تل ارمان کاوه، چي کااش زموږ لیکوالان هم تخیل ته مخه کړي. په ناول لیکنه کي نوي پیښي راوړي، نوي تګلاره غوره کړي .دهمدغه ارمان په داخل کي مي شپي تیرولي چي  داصیف عمر دمیني جادو ناول لاس ته راغی په دغه ناول کي یو ډم په شهزادګۍ مین وي ددغه ناول دلوستلو په مهال مي داسي احساس وکړ چي نور مي ارمان پوره کیږي او زموږ لیکوالانو هم تخیل ته مخه کړي په همدغو شپو او ورځو کی مي دخوښۍ ګراف هغه وخت لوړ شو چي په فیسبوک به به دحیات لاروي میږی څنګه فیلسوف شو ناول لیږ لیږ خپریده، دغه ناول هم دتخیلي ناولونو ښه بیلګه وه او په پښتو ژبه کي ریښتیا هم یوه نوي اضافه وه.


خیر له اصیف عمر سره مي دمیني جادو باندي هر وخت بحث کاوه مابه ورته ویل چي که هر څنګه ناول دی خو زه یي بیا هم ښه ګڼم ځکه تخیل او فکر نه پکي کار اخستل شوی ددغه پرله پسي بحث په منځ کي اصیف عمر راته یوه ورځ دیو بل ناول دلیکلو هم راته وویل دموضوع په اړه مي وپوښت راته ویي ویل چي کیسه دیوي پریښتي ده، له اسمانه راځي او یو افغان سره کومک کوي تر دي خبري وروسته نو بیخي زیات خوښ شوم ځکه دا بیخي متفاوته موضوع او خبره وه، زه باوري وم چي اوس به ځینو لوستونکو ته ددغي کیسي تصور سخت وي مګر اصیف عمر دغه کتاب دومره عجیب لیکلی چي سړی ریښتیا هم دیوي پریښتي راتللو ته هیله من کوي، دداسي یوي پریښتي راتللو ته چي نه یوازي یو افغان وژغوري بلکي ټول خلګ وژغوري.


ددغه ناول تر ټولو ښه ځانګړنه داده چي ددغه تخیلي ناول او دپریښتي راتګ ته دکابل چاپیریال غوره شوی دی ، بله ښه ځانګړنه یي داده چي دناول دلوستلو په مهال ریښتیا هم احساس کیږي، چی دا زموږ دسیمي کیسه ده دا ځکه په کومه ورځ چي پریښته راشي، په هغه ورځ چاودنه کیږي، دپریښتي ناول کیسه پخپله د "پریښتې "له خولي لیکل شوی لیکوال په ډیر هنر سره  زموږ دټولني ستونزي دپریښتي له خولي لیکلي دي، په لومړي سرکي یو څو معمولي پیښی وړاندي کیږي مګر ناول هغه وخت خوندور ځای ته رسیږي چي پریښته په افغان هارون مینیږي.

 دهمدغي میني په برکت یوه ورځ داسي راځی چي پریښته هارون دمرګ په ورځ ژغوري نور نو پریښته ځي او افغان ته دښه ژوند دوعا کوي.

په هر حال که غواړۍ په ناول کي یوي بلي دنیا ته سفر وکړئ، او پریښتي سره څو ورځی خواله وکړۍ دغه کتاب ولولۍ باوري سات به مو در تیر کړي. 

#پریښته


Comments

Share with your friends:

reply