د جګړې ناښځینه څېره!
سوېتلانا الیکسیویچ هغه لیکواله چې یو وخت یې پر جګړې د داسې یو کتاب لیکلو ارمان درلوده چې پر لوستو یې د عادي انسانانو نیولې د جګړې د جنرالانو او په ټوله کې د جګړې د رهبري کوونکو خوا ور توره کړي او اخیر کار یې د لسګونه او سلګونه ښځینه عسکرو سره د مرکو په نتیجه کې دغه ارمان پوره کیږي او داسې یو کتاب لیکي چې د حکومت او چارواکو د ممانعت سره سره په ۱۹۸۷ کال کې چاپ کیږي او د نوبل جاېزه ګټي.
د جګړې ناښځینه څېره هغه کتاب دی چې د جګړې نه، بلکې په جګړه کې د ښکیلو ښځینه انسانو په باب لیکل شوی. ځینې برخې یې ډیرې دردونکې دي، دومره دردونکې چې د جګړې نه کرکه لرونکي انسانان یې لیدل خو پریږده ان لوستل نشي زغملی. لیکواله چې د لومړنیو زده کړو پر مهال سیمه ایزه خبریاله وه د شوروي د یرغل په مهال افغانستان ته هم راغلې.
”د دې اثر تر لوستو وروسته به مو د جګړې په نامه پدیدې په باب سوچ هغسې نه وي لکه مخکې چې وو. جنګ هیچا ته ښه نه ایسي او د نامه له اخیستلو سره جوخت یې د سړي په ذهن کې یو منفي او وېروونکی تصور را پیدا کیږي“.
لیکواله د کتاب یوه برخه کې لیکي؛ جګړه یوه یومخ شخصي او فردي تجربه ده او کټمټ لکه انساني ژوند پاې نه لري. د دغو کیسو اتلان عادي انسانان ول چې په ناانسامي بڼه یې انساني کارونه کول او دلته نه یوازې دا چې خپله دوئ (انسان) ځوریدل، بلکې ځمکه، مرغان او ونې هم په عذاب ورسره اخته وې. دلته پر ځمکه زمونږ سره نور ټول اوسیدونکي شیان په پټه خوله او بیله څه ویلو ځوریږي. همدا خو تر ټولو ډېره وېروونکې ده.
د کتاب دغه پاسنۍ برخه ماته د خپل ماموریت هغه ورځ رایادوي چې د یوه ولایت د یوې لرې پرتې ولسوالۍ د محلي ځواک قومندانې راته د خبرو پر مهال ویل ”ماته په کور کې دیارلس کونډې ناستې دي“ قسم چې زه د دغې خبرې په اوریدو وریږدیدم.
”په انسان کې څومره انسانیت پاتې دی او د هغه د ژغورنې لپاره باید څه وشي؟“ بدي له شکه خلاصه پاروونکې او د ښیګڼې په پرتله زیاته بدلېدونکې او جذابه ده. د جګړې دنیا سخته غولوونکې او ځناورخویه ده.
خو زه حیران دې ته یم چې مونږ افغانان به کله دنیا ته په عادي او ناجنګي سترګو ګورو؟ همدا اوس د ښار دیوالونه د جنګي اعلاناتو او د فتحو له دروغجنو تورو ډک دی. د یو لوستي ځوان په توګه یې د لوستو پر وخت د شرم احساس کاوم. جګړه که هر څومره هم سپیڅلې شي بیا هم جګړه ده او د جګړې له نامې کرکه کول پکار دی.
د جګړې ناښځینه څېره د هغه کتابونو له کتاره یو دی چې زه یې ځانته ور غاړې ایستی یم. نو صیبه مهربانه خبره مې دا کوله چې هم یې خپله ولولئ او هم یې نورو ته د لوستو سپارښتنه وکړئ او اخیري خبره دا چې په دې اثر کې د جګړې څېره ډېره وېروونکې انځور شوې ده. هره پاڼه یې سړی ډاروي. نو ښه به نه وي چې لګ د جګړې له نامې او عمل څخه وډار شو ګوندې څو ورځې بې جنګه ژوند را وخاندي.
د کتاب نورې ټولې ځانګړنې پر خپل ځای خو ښاغلي جبار فراز د دغې ژباړې زیار د داسې چا په نومه ور ډالۍ کړی چې هم د کتاب او ډالۍ ارزښت لري او هم د کتاب پر ارزښت پوهیږي. مطلب په پښتانه قام کې به د جګړې غندونکي ډېر وي خو مشر لیکوال او شاعر ښاغلی درویش درانی د ټولو مخکښ ګڼل کیږي.
چې بیا نه توره پورته شي نه او نه سر په وینو رنګ شي.
باداره؛ دغه جنګ دې د وطن اخیري جنګ شي.
نور په بله تبصره کې
Jabar Faraz
لیکنه او تبصره: Fazalwali Wali
Comments
Share with your friends: