Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-10-27 10:41:21 by Shabnam Khan

د کوچني شهزاده داستان


"کوچنی شهزاده" کتاب چې په اصل کې د يوه کوچني فضايي موجود کيسه کوي، "آنتون دوسېنت اکزوپرې" ليکلی او پښتو ژبې ته "هوسۍ طارق" راژباړلی دی.

د دې ناول کيسه زما په اند تر ډېره ريښتينې جنبه او اړخ لري، ځکه دا ناول په غالب ګومان يوه پيلوټ ليکلی او هغه څه چې پرې تېر شوي، کټ مټ يې همدلته را اخيستي او ليکلي دي.


 د ناول کيسه په لنډو کې را اخلو:


کوچنی شهزاده چې له يوې کوچنۍ سيارې څخه ځمکې ته راغلی، له يوه پيلوټ سره چې له کليو او ښارونو ليرې يې طياره لوېدلې مخ کېږي. دا کوچنی موجود پيلوټ ته د خپل سفر په اړه او چې څنګه تر ده پورې رارسېدلی، کيسه کوي.

کوچنی شهزاده په داسې کوچنۍ سياره کې اوسېږي چې له ده، يو ګل او دوو داسې اور غورځوونکو غرونو چې د نوموړي د قد‌ په اندازه وي پرته، پکې نور څه نشته. 

دا کوچنی موجود لومړی داسې يوې سيارې ته ځي چې هلته يو مغرور پاچا اوسېږي، خو دغه پاچا له همدومره غرور سره سره يو عجيب ښه خاصيت لري او هغه دا چې حکمونه يې ډېر منطقي وي، يعنې داسې حکمونه کوي چې د هغې کول شوني وي، نه ناشوني.

په دوهمه سياره کې له ځان خوښوونکو کسانو سره مخ کېږي. 

په درېيمه سياره کې له يو نشه يي سړي سره چې تل د نشې په حال کې وي مخ کېږي.

څلورمه سياره کې بيا يوازې يو سوداګر ويني، چې ټول وخت په شمېر بوخت وي او بل هېڅ شي ته وخت نه لري.

پنځمه سياره بيا دومره کوچنۍ ده چې يوازې له يو څراغ او د څراغ له څښتن سره پکې مخ کېږي، چې په شپه پخير سره څراغ روښانه کوي او په سهار پخير سره يې مړ کوي.

په شپږمه سياره کې بيا له يو بوډا چې د جغرافيې کتابونه ليکي، مخ کېږي او بلاخره په اوومه سياره کې د ځمکې په کرې چکر راوهي.

په‌ ځمکه کې لومړی له يو کپچه مار سره ويني، دوهم ليده يې له ګلانو سره وي او درېيم ليده کاته يې له يو ګيدړ سره چې د ده ملګری کېږي وي او همداسې تر پيلوټ پورې رارسېږي................


د کتاب ځينې غوره جملې دا دي:

*«لويان تل په هرڅه نه پوهېږي او دا بيا ماشومانو ته ستړې کوونکې وي چې هر څه مشرانو ته څرګند کړي او وضاحت ورکړي».

*«که مهمو موضوعاتو ته پس له ډېر ځنډ پاملرنه وشي؛ نو هېڅکله نه شئ کولای چې له زيانونو يې ځان خلاص کړئ».

*«له هر چا د هغې د وس په اندازه د کار تمه بايد ولرو، واک او قدرت بايد د منطق پر بنسټ ولاړ وي؛ که پاچا خپل ولس ته حکم وکړي چې ځان په اوبو کې ډوب کړي، نو په دې حکم سره پاچا په خپله د نافرمانۍ زمينه برابروي».

*«د ځان قضاوت د نورو د قضاوت په پرتله تر ټولو سخت کار وي، که دې وکړای شو، د ځان په اړه د سم قضاوت وکړې نو هله به غوره قاضي او قضاوت کوونکی يې».

*«پاچاهان د هېڅ شي څښتنان نه دي، هغوی يوازې حکومت کوي».

*«کله چې يو انسان پرته له ځنډ پرلپسې وغږېږي نو له حقيقت لرې کېږي».

*«انسان يوازې کولای شي چې د زړه د سترګو په واسطه هر څه وويني، مهم څيزونه د سترګو په واسطه نه ليدل کېږي».

*«هېڅوک، هېڅکله له هغه ځايه چې پکې اوسېږي، ترې راضي نه دي».

*«ستاسو خلک په يوه باغ کې پنځه زره ګلان کري، خو هغه څه چې دوی يې غواړي، نه يې پیدا کوي، حال دا چې که د دوی غوښتنه اصلي پلټنه وي نو يو ګل ته د اوبو په ورکولو يې هم پيدا کولای شي».

*«ډېړی کسان ړانده نه دي، خو هېڅ شی هم ورته نه ښکاري، يعنې سترګې لرونکي ړانده دي».

*«هر هغه څه چې په سترګو نه ليدل کېږي او موږ يې حس کوو، هماغه مهم دي او بس».


Comments

Share with your friends:

reply