Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-09-26 10:23:36 by Shabnam Khan

د وحشت بلنه؛ د جک لندن شهکار ناول!

دغه ناول چې پښتو ژبې ته ښاغلي جبار فراز راژباړلی؛ د بک په نوم د يوه سپي په ژوند راڅرخي.

په دغه ناول کې بک هغه سپی دی چې په لومړيو کې يې ژوند هوسا، خوشاله او په بې غمۍ سره تېرېږي، په لومړيو کې د پاچاهانو غوندې ژوند لري، خو په همدغه لومړني ژوند کې په هر چا په پټو سترګو باوري هم وي...

همدغه باور يې په همداسې يو شخص هم راځي چې هغه بالکل منافق طبيعته وي او هغه يې داسې بې رحمه انسانانو ته په لاس ورکړي چې هره ورځ وهل خوري، هره ورځ پرې د سوټيانو او لښتو بارانونه جوړ وي، هره ورځ پرې سخت او ناشولته کارونه کوي او بلآخره د يو پاچا زوی يا يو پاچا په يو ناشولته، ککړ او غريب غلام بدل شي.

نور يې نو د ژوند تکيه پر همدغه بادارانو وي، هغه که ظالم وي؛ يانه...

همداسې پرې وخت تېرېږي، خو لومړۍ بادار يې مړ شي، بل ته په لاس ور شي، هغه هم مړ شي، همداسې يې باداران يو په بل پسې مري...

په داسې يو بادار هم واوړي چې هغه تر ټولو سخت کار چې تر اوسه يې په کولو هېڅوک نه وي توانېدلي، غواړي دی ور مخته کړي، خو دی نه غواړي هغه تر ټولو سخت کار وکړي، تر دې چې بادار يې په وژلو مجبورېږي، خو په دې وخت کې پرې يو مينه ناک، مهربان او زړه سواند بادار پېښېږي!

دغه بادار بېرته مينه ورښيي، مهرباني ورښيي، ژوند ورښيي، د ترحم او مينې هر ډول آداب ورښيي.‌‌..

د همدغه بادار سره په ژوند کولو کې د مقابل جنس سره هم په مينه کولو پوهېږي...

په دې پوهېږي چې مينه څه ته وايي؟ ترحم څه ته وايي؟...

خو په وجود کې يې بيا هم کله ناکله هماغه وحشیانه څپې زور نيسي او هر لور ته پکې منډې وهي.

بلآخره يې دا مهربانه بادار هم مري او دی په هغه لور ځي چې هلته يې هر وخت څوک ور بولي، په هغه لور چې هر وخت ورته څوک چغې راوهي، په هغه لور چې زړه يې هر وخت هماغه لور ته څوک ورکشوي...


Comments

Share with your friends:

reply