
Description:
زین العابدین عبدالکالم په ۱۹۳۱م کي د هندوستان په جنوب ایاالت تامیل نادو د رامیشوارام په جزیره کي زیږدلی دی. په اته کلني کي یې د خپل ابتدایه زده کړو ترڅنګ د خپلي کورنۍ د ضعیف اقتصاد له وجهي ورځپاڼي هم پلورلي دي،وروسته یې په پوهنتون کي د فزیک په څانکه کي خپل لیسانس ترالسه کړ چي همدې مسلک ته یې د پوهنتون د استادۍ تر کچي ادامه ورکړه او بال خیره د هند د فاع وزارت د نظامي تحقیقاتو په بخش کي د هلي کوپټر الوتکو د جوړولو کار شروع کړ، تر دې وروسته یې دهندوستان په دفاع وزارت کي د بالیستیک مزایلو رهبري په غاړه در لوده چي تر غوره کامیابیو وروسته یې د هندوستانو د راکیټ د پالر لقب خپل کړ. ښاغلی عبدالکالم یو میانه رو مسلمان وو خپل دوطن سره یې نایابه عشق درلود دده محبوبیت نه یوازي د هند تر مسلمانانو پوري محدود وو بلکه دهند په ټولو اقشارو پوري یې تړاو درلود ښه بیلګه یې په ۲۰۰۲م کال د بي جي پي حاکم ګوند دی دجمهوری ریاست لپاره یي دی پیشنهاد کړ چي مخالف ګوند هم دده څخه خپل مالتړ وکړاو په قاطیعت یې په غیري مستقیم شکل د راشتراپاتي باوان قصر ته الره پیدا کړه . د جمهوري ریاست مسولیتونه هیڅکله ددې باعث نه سوه چي د عبدالکالم پر علمي هڅو دي غالب سي په ټولو حاالتو کي دی د یو نابغه په څېر د بالیستکي مزایلو او نورو فضایي ازمایښتنو تر څنګ د هند پنځه هسته ای ازمایښتونه چي ده محوري رول پکښي درلود لکه د قدرت عملیات په ۱۹۹۸م کامیاب سول چي ددي څخه وروسته د وخت لومړي وزیر اتل بیهاري واجپای رسمآ د اسیایي هسته اې هیوادونو کي د هند عضویت اعالن کړ. ښاغلي کالم د هند د یوولسو جمهور ریسانو څخه وو چي د هند دولتي عالي مډال ؛باهارات ناترا؛یا دهندوستان جوهر ؛؛ خپل پر سینه نصب کړی دی. ویل کیږي چي دا مډال د هند دولت تر ټولو لوړ ترین مډال دی چي دده په شمول دوو نورو ترالسه کړی دی. ښاغلی عبدالکالم د خپل جمهوري ریاست پر مهال د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي او د نورو پرتو موانعو څخه پرده پورته کړه او تاکید یې کاوه چي د لیري پرتو سیمو ته زمینه مساعده سي تر څو ټولي ښځي د نسبي تعلیم څخه برخمني سي. په ۲۰۰۷ م کال کي د کالم څخه دوه مخکښو ګوندونو غوښتنه وکړه چي د راتلونکو ټاکنو لپاره ځان نوماند کړي ولي ده ورسره ونه منله او په څو پوهنتونو کي یې د تدریس دنده په غاړه واخیسته چي د ژوند ترپایه یې د هند دځوان کهول لپاره د رهبرۍ نوی سبک نوي درسونه وړاندي کړه او په ۸۳ کلنۍ کي یې ددې فاني دنیا سره مخه ښه وکړه . د عبدالکالم څخه څو عنوانه کتابونه پاته دي چي مشهور یي دده خپل اټوبیوګرافي ده ؛؛اور وزري؛؛ او هند په ۲۰۲۰ کي او بل همدا اثرچي محترم استاد محراب الدین واکمن صاحب ژباړلي دي ؛؛زما د ژوند سفر؛؛ دی .