
Description:
عرض مثلث د حالاتو څرګنده نامردي را په ګوته کول غواړي، تر څو پوه شم چې دا هرڅه زما د خپلې بې غوري پایله ده. د نن او پرون په کش او ګیر کې راګیر ستړي ځان مې د مرګي په کوڅو قدم وهل پیل کړي او اوس تر لمرختو ، لمر پرېوتو ته ډېر خوشبینه وي، زهٔ نه پوهېږم د تقدیر فیصلې به دا وي او که ما خپل تقدیر د بې غوره تدبیر په لاسونو کې اچولی دی. په یوه درنه او وحشتناکه شپه کې ساه اخلم، دا یو ډېر عجیب حالت دی، زهٔ مې دخپل قبر نندارې ته ولاړ یم، یو څو نامعلوم افراد زما په اندامونو خاوري اړوي او په همدې توګه غواړي زما له ژوند څخه خپل غچ واخلي. مقتصد ستړی د کابل باغروره ښار ۱۳۹۹ کال نامعلومه نېټه
Comments:
Related Books