Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-09-21 15:04:46 by Shabnam Khan

د تقدیر لوبه(ناول) 

څومره یو ښایسته، پُرمفهومه او خوندور کتاب چې ستاینه یي په لوستلو معلوميږي، خو نه ختمیږي.

لیکوال په تقدیر لوبه کې ټولنې ته لاره کړې، د شتمنو او بې وزلو خلکو ژوند یي انځور کړی. 

سر بېره پر دې ددغه داستان پیښې له واقعیته ډکې او ټولو ته د عبرت درس ورکوي.

د تقدیر لوبه در زده کوي ...

–دا چې که هرڅومره په سختۍ کې را ګير، یوازي او بې کوره شې خو بیا به هم نهیلی کېږې نه او د الله له مهرباني او عدالت څخه به سترګې نه پټوې. 

–ځوانه! تاته دا در زده کوي چې هر ځای وې په هرحالت کې وې تنګسۍ که اسانۍ کې خدای حاضر او ناظر وګڼه او خپله ایمان داري او صداقت لکه ”د تقدیر لوبه“ د اتل داسي همېش وساته.

–او که یو پلار یې، نو ستا خوش باوري او ناخبري دې نه باید پر اولاد سترګې پټې کړي هروخت دې باید پرې څار او پام وي ترڅو ته هم ښاغلی او اولاد دې هم ویاړلی وي.

ددې ترڅنګ یي د ژوند ګڼ نور مهم اړخونه را سپړلي او را ښوولي چې څنګه او څه وکړو.

 ”د تقدیر لوبه“ ناول د ارواښاد نصیراحمد احمدي صاحب له ناولونو وروسته لومړنی ناول دی چې زه ترې متأثره او خوښ مې سو په بار بار لوستلو ارزي او لولم به یي ان شاءالله بیا.

یادونه: یاد کتاب چې فارسي لیکل شوی او لیکوال یي افغان دی، خو پښتو ته په دومره خوږه روانه ژبه ژباړل شوی چې دا ګمان نه کېږي چې ګوندې ژباړه دې وي.


Comments

Share with your friends:

reply