«انسان کېدل اسانه دي، بس! لږ پام او لږ زحمت غواړي».
دا د «پټان» ناول وروستۍ جمله ده!
«پټان» ناول ښاغلي نصير احمد احمدي په 156 مخونو کې راټول کړی دی.
دا ناول دې يوه پټان/ پښتون ژوند، کړه وړه، سختۍ، ښېګڼې او بد ګڼې بيان او انځوروي.
دې ناول مرکزي يا منځنی کرکټر لاجمير پټان نومېږي.
لاجمير په اصل کې يو پښتون دی چې هندوستانيان پښتنو ته د پټان کلمه کاروي.
د لاجمير پلار او ترونه په هندوستان کې د سود کار و بار کوي، د نوموړي پلار همالته په هند کې مري، د ده مور يوازې يو کال له خپل مېړه سره تېروي.
لاجمير پټان په 16 کلنۍ کې هندوستان ته ځي، هلته د خپل پلار پر ځای د هغه دې سود کار و بار پر مخ وړي.
په پټان ډېرې سختې او غمجنې ورځې هم راځي، دی د خپل پلار په کارونو خبرېږي او پوهېږي چې ترونه او پلار يې په بې کاره او غلطه لار روان دي.
دی د خپل پلار له نارواو او بې کاره چارو خبرېږي. بلآخره نوموړی پوهېږي چې يوازينی ښه کار د خلکو زړونو لاسته راوړل دي.
نوموړی له دې وروسته له غريبانو سره مرسته پيلوي، د خوارانو اوښکې وچوي، مجبورو ته لاس ورکوي، خلک د تعليم په قدر پوهوي، خلک په مينه او محبت پوهوي ....
په ټوله کې دا ناول د يوه پښتون/ پټان د ژوند مثبت اړخونه، د يوه پښتون ښېګڼې، د يوه پټان له نورو سره ښه سلوک، نورو ته مينه او محبت ورښودل ترسیموي.
دا ناول نړيوالو ته دا ښيي چې پټانان يا پښتانه څومره خواږه، مينه ناک او په ژوند او خلکو مين خلک دي.
د دې ناول انځور او کرکټر کښنه، منظر کشي او صحنه سازي، جمله بندي او د جملو پرلپسې والی، پلاټ او تلوسه، ډيالوګ او زمان و مکان او د پېښو او صحنو راوړل په خپل ځای ډېر عالي او منظم دي.
په ټوله کې که دې ناول ته د کرکټر يا کرکټر محوره ناول ووايو نو غلط به مو نه وي ويلي، ځکه چې په دې ناول کې ليکوال تر ډېره د کرکټر حالات او خصوصيات بيانوي.
کرکټر محوره ناول: هغه ناول ته وايي چې د داستان له پېښو څخه زيات د کرکټر حالت او خاصيت ته پکې پاملرنه کېږي.
دا ناول په کيسه کې کيسه لري او کيسه يې له نورو ناولونو څخه عالي او خوندوره ده.
د دې ناول کيسه ځکه خوندوره او عالي ده چې د يوه پټان/ پښتون په ښکلي ژوند او پېښو ولاړه ده.
په تلو تلو کې د ناول دا ورستی ډيالوګ او مکالمه هم ولولئ:
(- په اسام کې د څومره وخت تېر کړ؟
- په 1994 کې راغلی وم، اوس 2012 دی، اتلس کاله.
- يوه وروستۍ پوښتنه.
په دې دومره وخت کې بيا خپل وطن ته تللی يې؟
- يوازې يوځل. څلور کاله مخکې مې مشر تره مړ و. له مور سره لاړم. د غم ورځې تېرې شوې. له ځان سره مې وويل چې راځه، خپل وطن دې دی، دا خلک هم د بېګاه نه لري، د مرستې حق يې دی. اول مې د کلي لار جوړه کړه، بيا مې د مکتب نخشه واچوله. د غزني له ښاره مې پخې خښتې راوړې، خو تهداو لا نه و کيندل شوی چې له مور سره را وتښتېدم.
- ولې؟
- اوازې وې چې لاجمير د هندوانو دستوري سړی دی. له مؤسسې يې پيسې راوړې، يوه ملګري مې راته وويل چې تښته، وژني دې.
- وبښه! دا پوښتنه آخېري ده.
له خپل ژونده دې څه زده کړل؟
« انسان کېدل اسانه دي، بس! لږ پام او لږ زحمت غواړي».)
Comments
Share with your friends: