انسان د طبيعت اولاد دی او څومره چې انسان له طبيعت لرې شوی په هماغه اندازه يې اروايي ستونزې ډیرې شوې دي او سکون يې له لاسه ورکړی. ښایې داسې وخت هم راشي چې انسان ساينس خپل تر ټولو لوی دښمن وګڼي البته همدا وخت راغلی او د ساينس په مرسته پنځېدلې وسلې دا ټوله نړۍ نابودولی شي.
دا خبرې مې د قرغیزي ليکوالو چنگېز ايتماتوف د (سپينه بېړۍ) تر ناول پورې چې دوکتور لطیف بهاند ژباړلی وکړې.
دا کتاب راته له څو اړخونو په زړه پورې و
يو: په دغه داستان کې انسان په دې پوهېږي چې د طبيعت خيال ساتل په کار دي، هر چا چې د خپل طبيعت درناوی نه دی کړی او له طبيعت سره يې دښمني کړې، ښه ورځ يې په نصیب شوې نه ده.
په تېرو څلورو لسيزو کې د افغانستان طبيعت او د دغه هېواد وحشي حيواناتو ته نه جبرانېدونکي زيانونه واوښتل، پخوا د افغانستان غرونه له مختلفو حيواناتو ډک ول خو اوس پکې شغال لا نه ليدل کېږي، دغه حيوانات د وخت د حکومتونو له بېغورۍ يا ووژل شول او يا د ژوندي پاتېدو لپار ګاونډيو هيوادونو ته مهاجر شول.
دوه : په کتاب کې د هغو ښځو ژوند ډېر ښه انځور شوی چې اولاد يې نه کېږي، باکۍ هغه مېرمن ده چې په همدې جرم ډېر بد ژوند لري.
درې : د کتاب بل پيغام دا دی چې انسان څومره په اسانۍ ځانته صلاحيت ورکوي چې تر ځان کمزوري او بېوسه خلک مجازات کړي او د هغوی له ځورولو خوند اخلي.
څلور : په دغه ناول کې يوه لنډه استوره چې د هوسيو په اهميت او ژوند راڅرخي هم راغلې، په استوره کې د قرغیزستان د خلکو ملي ارزښتونه او وياړونه یاد شوي او قرغېز ملت ته ډېر روښانه پيغامونه لري.
پنځه : دغه کتاب د يوه ماشوم احساسات هم په خورا ښه بڼه نندارې ته ږدي، يو ماشوم چې له ډبرو، سيند، طبيعت او آن خپل دوبين او د کتابونو له کڅوړې سره خبرې کوي، په داسې انداز ورسره لګيا وي چې ته وايي خپلو ټولګوالو ته غږيږي.
شپږ : ليکوال په کتاب داسې الفاظ سره پيلي چې هر لفظ ژوندی دی، دا کتاب د بې شمېره طبيعي صحنو يو البوم دی او منظرکښنه يې خورا عالي ده.
اووه : په کتاب کې ټول کرکټر په ډېر ښه او طبيعي ډول ځای پر ځای شوي، يانې د منطق او استدلال له اړخه هم ناول پوخ دی، هېڅ کرکټر داسې حرکت نه کوي چې تر سويه يې لوړ وي، يا يې له شان سره مناسب نه وي.
مقصد عالي کتاب دی خو يو ستونزه چې له بده مرغه د استاد بهاند کابو هره ژباړه يې لري، ټايپي غلطۍ، اضافي کلمې، يا ارتباطي عاداتو (تړويکي)... بې ځايه کارېدنه او ځينې ځايونو کې ګونګې جملې دي چې باید داسې نه وای، که څه هم استاد بهاند خپل کار ډېر عالي سر ته رسولی خو هغوی چې دا کتاب يې اېډېټ کړی سړی ويلی شي چې يا يې تر ځان تېر کړی يا همداسې ورته سم ښکاره شوی.
Comments
Share with your friends: