زما د استاد غضنفر دغه خبره ډېره خوښه ده چې وايي: «بعضې کسان د شهرت وږي وي او په شهرت پسې منډې وهي چې داسې کسان سم علمي او پوه کسان نه وي، د داسې کسانو پنځونې هم واقعي نه وي، خو په بعضې کسانو پسې بيا شهرت منډې راوهي چې دا کسان پوره علمي، پوه او د کار کسان وي، د دوی کار او پنځونې هم واقعي او له چټياتو لرې وي»
زما په اند: هغه کسان چې واقعي کار کوي، په مينه او د زړه له کومې غواړي يو څه غني کړي او واقعي خدمت کوي، داسې کسان په شهرت پسې نه، بلکې شهرت په دوی پسې منډې وهي؛ خو هغه کسان چې غواړي ځان د څو ورځني او پای ته رسېدونکي شهرت خاوند کړي، دا کسان په مينه نه، بلکې په چل، فرېب او غلطو لارو غواړي کار وکړي، د دوی کار واقعي نه، بلکې له واقعيت سره په ټکر کې وي.
يوه بله ډله کسان هم شته، دا هغه کسان دي چې غواړي واقعي کار او خدمت وکړي، دا کسان نه په شهرت پسې منډې وهي او نه د شهرت وږي وي، دا کسان د خپل واقعي کار او پنځونو له امله يو وخت د شهرت لوړو پوړيو ته حتماً رسېږي، دې کسانو ته ګمنام کسان ويل کېږي چې په راتلونکي تاريخ کې به د داسې کسانو نوم ځل او بل کېږي، خو د شهرت وږي به هېڅکله هم د تاريخ برخه نه شي.
په دغه درې واړه ډلو کې زما په اند، ښه، کاميابه، د مينې او درنښت وړ او تر ډېره واقعي ډله، همدا درېيمه ډله يا ګمنام کسان دي.
نن درته د همداسې يو ګمنام او واقعي شخص د کتاب په اړه يو څو کرښې ليکم....
«مکمل ځناور» هغه ناول چې ليکوال يې زما په اند يو ګمنام او علمي شخص دی، دا ناول د اوچت قلم خاوند «محمد آصف عمر» ليکلی دی.
«محمد آصف عمر» چې له نامه او ليکنو سره يې زه هم تازه آشنا شوم، ما ځکه د ګمنامو کسانو په ډله کې راوست چې له نوم او پنځونو سره يې شايد ډېری کسان نه وي مخ شوي؛ خو که څوک د نوموړي همدا يو ناول چې اوس زما په لاس کې دی، ولولي نو د ده له واقعي او علمي کار سره به يې مينه پيدا شي او دا به ومني چې رښتيا هم بعضې کسان د زړه له کومې او په مينه کار کوي.
له بده بخته بايد دا هم ووايم: موږ هغه ليکوالان ډېر مطالعه کوو چې مشهور وي، د هغه لیکوالانو ليکنې زياتې لولو چې د شهرت خاوندان وي؛ خو هغه ليکوال موږ نه لولو چې ګمنام وي يا يې شهرت کم وي او د خپل واقعي کار له امله يې په ټولنه کې کم کسان پېژني.
د «محمد آصف عمر» چې زما له انده يو ګمنام شخصيت لري او يو ښه ليکوال دی، د نوموړي د «مکمل ځناور» ناول چې يو بې جوړې او جذاب ناول دی، ځينې ځانګړنې دا دي:
اول، د دې ناول کيسه تر ډېره د واقعيت په پوله ولاړه ده.
دوه، دا ناول زموږ د ټولنې هغه ناخوالې او بد رواجونه بيانوي چې مخکې هم وو او اوس هم شته.
درې، دغه ناول له هغه واقعي پېښو پرده پورته کړې چې تنها ما نه، بلکې ډېری نورو کسانو هم داسې پېښې په خپلو سترګو ليدلې او کتلې دي.
څلور، د دغه ناول يوه بله خاصه ځانګړنه دا ده چې: ليکوال د ناول هر کرکټر په خپله سيمييزه لهجه غږولی دی، که څه هم د دې ناول ژبه د هر کرکټر له سيمييزې لهجې سره تړاو لري، خو لوستونکی د دې ناول په لوستلو هېڅکله هم بندښت نه احساسوي.
پنځه، دا ناول که له يوې خوا د زمریالي د ژوند ناخوالې، تکليفونه، له هغه سره د جهانګير ظلمونه، له هغه سره د خپل کاکا زوی جفا او له هغه سره د خپلو وروڼو بې وفايي او جفا بيانوي؛ له بلې خوا د زرلښتې د ژوند کړاوونه، له هغه سره د لېورونو ظلم، د هغه تنګلاسي او بې وسي او له هغه سره د شاوخوا ګاونډيانو نه همکاري انځور او ترسیموي.
Comments
Share with your friends: