Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-09-10 08:14:40 by Shabnam Khan

د کتاب نوم:  چه ګوارا.

ژباړن او راټولونکی:  محمد الله همیم.

چاپ وار:  لومړۍ ١٣٩٩ هجري شمسي.


چه گوارا بشپړ نوم ( ارنستو رافايل گوارا دلاسرانا) او (چه) یې لقب و. د کیوبا چريکـي جـگـړو رهـبر په ۱۹۲۸م کال د ارجنټاین هیواد کې زیږیدلی دی.

نوموړي دوه وروڼه او دوې خويندې درلودي چې دی پکې تر ټولو مشر ؤ، د ده پلار (ارنیستو ګوارو لينچ) او مور يې (سيليا دلاسرانا) چې دواړو يې له سترو او شتمنو کورنيو څخه وو او همدا رنګه چه ګوارا دوه ودونه درلوده چې له دواړو يې پنځو اولاده پلار و. نوموړي له ماشومتوبه تنفسي ناروغي درلوده چې دا ناروغي د عمر تر پايه ورسره مل وه، نوموړی يې ډېر زیات وکړولو.


د مکتب په دور کې به تل د خپلو ټولگيوالو او همزولو په منځ کې د يوه مشر او رهبر رول لوباوه. مطالعې سره يې بې حده زیاته مينه لرل چې ډېر يې د نړۍ د بېلابېلو مشهورو او سياسي څېرو کتابونه لوستل چې مشور يې ( کارل مارکس، اندري گايد، والټ وايټ مېن، مينه او هیواد پالنه، دجگ لندن ټولنیز کتابونه، دنیچه د ژوند په اړه ) او داسې نور وه.

دی په اصل کې د ارجانټاین هیواد و خو  ده به ویل زما ځانگړی هیواد نشته زما وطن هغه دي چیرته چې انسان او انسانیت ته احترام کيږي، د وګړو ترمنځ مساوات حاکم وي، ګام په ګام مينه وي او د کرکې وړانگې نه وي خورې.  .


۱۹۴۸م کال کې يې د ارجنټاين (بوئنوس ایرس پوهنتون) د درمل پیژندنې او ډاکټرۍ برخې ته لاره وموندله او په همدې پوهنتون کې يې خپل تحصیلات پېل کړل. گوارا آزاد فکر درلود او خوښـول يـې چې چگر ووهي او د ملگرو سره تفـریح وکړي. د تحصیل په لړ کې یې یو کال رسمي رخصت واخيست او په ۱۹۵۳م کال کې نوموړي د خپل يو ملگري ( البرتو گراناډو ) سره چې ساینس پوه، ډاکټر او لیکوال و د لاتینی امریکا ځينو سيمو ته په یو موټر سایکل سفر پېل کړ، دوی ۸۰۰۰ کیلومتره مزل په نهه مياشتو کې وکړ چې ( ایکوادور، کولمبیا، وينزويلا، پاناما او ميامي ) ښارونو او هېوادونو څخه یې لیدنه وکړه. دغه سفر د ده لپاره ډېر گټور و ځکه ده د خپل هیواد او خلکو ستونزې او مشکلات لـه نـږدې وليدل چې خلک يې څومره ناچارۍ او بېوسۍ کې ژوند کوي او همدا رنګه د لاتيني امريکا خلک څومره بې سواده او ناچاره دي. همدا سفر و چې د چه گوارا برخليک يې وربـدل کړ او د نوموړي ژوند ته يې يو بل رنگ ورکړ.


نوموړي د ټولو بدمرغيو لامل د وخت موجوده ( دیکتاتور نظام ) باله، ده د مشهور فیلسوف، تاریخ پـوه، اقتصـاد پـوه او سوسياليست ( کارل مارکس ) کتابونه او تگلاره مطالعه کړې وه نو همدا مطالعه د دې لامل شوه چې چه گوارا دې ټولو بدبختيو ته دمارکس له زاويـې وګوري، نو دټولو ستونزو او بدمرغيو حل یې یوازې په وسلوال انقلاب کې لیدلو. خو لا يي وخـت نـه و، چه گوارا بیرته ارجنټاین ته راوگرځېد خپلې پاتې زده کړې يې د ارجنټاین ( بوئنس ایرس پوهنتون) کې بشپړې کړې. درمل پيژندنې په برخه کې یې ښې زده کړې کړې وې او يو شپږ میاشتې شاوخوا يې په یو روغتون کې د ډاکټر په صفت په ډېر کم معاش کار وکړ چې د بې وزلو ماشومانو درملنه یې وړيا کوله. دی د شپږو میاشتو لپاره ډاکټر پاتې شو خو نور يې په خپل مسلک کې کار ته زړه ونه لگید ځکه د چه گوارا شخصیت انقلابي و او دې فکر دی آرام نه پرېښوده همدا لامل وو چې د نړۍ د پيښو د پلټنو لپاره بیرته په سفر ووت ( پاناما ، بولیوا ، هندرس ، السوادور ) هيوادونو ته يې سفرونه وکړل او بلاخره په گواتمالا کې تم شو. ګواتمالا چې د امريکا تر تسلط لاندې وه چه ګوارا د ګواتمالا حکومت څخه وغوښتل چې د امريکا په وړاندې توند غبرګون وښایو خو نظر يې د شته حکومت له خوا رد شو. له هغې وروسته مکسیکو ته راغلو، په مکسیکو ښار کې يې ( فدرال کاسټرو ) ډله يې په داسې حال کې وليدل چې هغوی هم د ورته مبارزي او تفكـر لـه امـلـه لـه لـه کیوبا څخه تبعيـد شـوي وه له دوی سره یو ځای شو. د دوی ډله کیوبا ته په پټه لاړل او هلته د باتیستا نظام د رانسکورولو لپاره د انقلابیانو د راټولولو کار پیل کړ، دوی په دوولس سرتېرو انقلاب شروع کړ چې د ډېرې قوي او دوامداره مبارزې په ترڅ کې یې باتیستا نظام وپرځاوه  کاسټرو د کمونیست دولت یې رامنځته کړو.

په کیوبا کې د فدرال کاسترو په حکومت کې چه ګوارا دفوځي قومندان، د ملي بانک رییس او د صنايعو د وزیر په توگه سترې دندې ترسره کړې.


چه گوارا چې په کیوبا کې انقلاب د بشپړ بریالیتوب په حال کې ولید، نو ويې غوښتل چې دا مبارزه پراخـه کـړي 

له ملي کچي څخه نړيوالې کچي ته ورسوي، هغه دا هیله درلوده چې هر هیواد د ازادۍ غوښتوونکو لخوا اداره شي، نور هیڅ یو ماشوم له لوږې ونه مري، د انسانانو په ژوند کې مساوات عملي شي او هغه هیوادونه چې تر انحصار او ظلـم لانـدې دي آزادي ترلاسه کړي. يوځـل بيـا يـې د سـفـر تـكـل وکړ، فدرال کاسترو چې اوس د کیوبا مشر و  له چه گوارا يـې هـم وغوښتل ترڅو نور له انقلابه لاس واخلي او په کیوبا کې د خپلې خوښې ارام ژوند وکړي. خو چه گوارا په کیوبا کې له خپلو ټولو دندو څخه استغفاه وکړه او د انحصار لاندې هیوادونو ته په سفر ووت چې لومړی کانگو او بولیوا کې د ورته مبارزې او فکر خورولو په پـار سفر وکړ او په هغه ځای کې یې هم خلک را وپارول او د ازادۍ پر قيمت يې پوه کړه. بیا همدا رنګه ( ارجنټاين ، انگري ، پاراگي او برازيل ) هیوادونـو تـه يـې سفرونه وکړل او دوي يې هم وپوهول چې د امپیریالیزم څـخـه یـوازېنۍ د خلاصون لاره وسلوال انقلاب دی، د دې کال په اخر کې نوموړی بولیوا هیواد ته واوښت ترڅو ورته تفکر خپور کړي.


اوس چه ګوارا د ټولو لپاره په سرخوږۍ بدل شوی و، نو

همدا لامل و چې د چه گوارا دوښمنان چې په سر کې يې امریکا وه سره متحد شول ځواکونه یې د چه گوارا په لټون پسې واستول او د هغه سر په بدل یی پنځوس زره ډالر انعام وټاکه. چـه گـوارا چې بولیوا کې په خپلو فعالیتونو بوخت و او په یوه تنگه دره کې ایثار و غوښتل يې چې د شپې تر تیارې خپریدو پورې انتظار وکړي او بيا له دې تنگې درې ووځي خو د هغه او مبارزینو ملگرو پټنځای د یـوه شپون د جاسوسۍ په وجه بلاخره په ١٩٦٧م کال کې په ډاگه شو. د بوليوا هیواد یوې شبکې د امريکا په ملاتړ پرې ډېر زورور عملیات وکړل، چې نتیجه کې یې د چه ګوارا ټول نږدې کسان دده د سترگو په وړاندې ورته ووژل او دی يې زخمي حالت کې ګیر کړو چې نهه ساعته وروسته په ١٩٦٧م کال د اکټوبر په نهمه په بی رحمانه ډول په ډزو ووژلو او دې زوړ انقلابي خپلې سترگې دتل لپاره پټې کړې. د چه گوارا جسد کیوبا ته ولیږدول شو او په سانتا کلارا کـې خاورو وسپارل شو چې هر کال به لکونه خلک يې مقبرې ته راځي.


#د_چه_ګوارا_مشهورې_ویناوې:


☆ لیوه وژړل کله يې چې وليدل سپی د یو هډوکي لپاره د شپانه لغتې زغمي.


☆ که زه مخکې تلم؛ تعقیب می کړئ، که اودرېدم پرما فشار راوړئ چې وړاندې ولاړ شم خو که خیانت مې وکړ بيا مې ووژنئ!


☆ انقلاب مڼه نه ده، چې له پخېدلو وروسته غورځېږي، باید موږ یې غورځېدلو ته اړ کړو.


☆ دوي غوښتل چې مونږ خښ کړي، خو خبر نه وه چې مونږ تخم یو.


☆ دوي یو گل وژلای شي خو پسرلی نه.


☆ ولسونه په وژلو نه ختميږي خو که خلک او ځوانـان يـې خپـل تاریخ هېر کړي ولس يې په خپله ختميږي.


☆ یا نر دوست شه او یا هم نر دوښمن خو هیڅ کله چاپلوس کېږه مه! ځکه چاپلوسي کول د غلامۍ يوه بېلگه ده.


☆ هر انقلابي بايد د ډېر علم څښتن وي، هغه څوک چې انقلابي فکر او احساس لري باید د خپل چاپیریال او معاشرې ښه درک وکړي او خپل مقصد او هدف روښانه کړي.


☆ که څوک غواړي چې انقلابي شخصيت جـوړ شي اولین شرط یې دادی چې باید ډېره مطالعه ولري.


☆ د انسانانو له نظر سپیان ګټور او وفادار حیوانات دي، خو د لېوانو له نظره سپیان هغه لېوان دي، چې غلامۍ ته یې غاړه ایښې، ترڅو آرامه او هوسا ژوند وکړي.


☆ که چرته ته د ظلم او ناروا په لیدو سره له غوصې رېږدې نو پـوه شه چې زما ملگری یې.


☆خپل ژوند د بریا په لمانځلو کې نه بلکې د ماتې سره په مبارزه کې تیر کړه.


☆ څوک چې وسله لري او فکر نه لري يوه ورځ بـه  غـل ورځينې جوړيږي.


☆ سپی لومړی لېوه وو خو کله چې يې د تمې ځنځير په غاړه کړ نو سپی شو.


☆ يو انقلابي يا مړ کيږي او يا هم بریالی کیږي دریمه ( ناکامي ) نه لري څوک چې دریېمې لارې ته ووتل هغه مبارز نه دي.


 ☆ که چرته ته يو انقلابي وې نو تل ويښ ووسه ځکه هرځای کې دې د نيولو خطر شته.


☆ د مرگ وخت ټاکلی دی، مخکې لـه وخـتـه مـو هیڅوک نشي وژلای نو بې له وېرې مبارزه وکړئ! 


☆ د ازادۍ لمر د غرببانو له کوڅو راخيژي. 


☆ ژوند کوم حتی که ترټولو غوره څیزونه هم له لاسه ورکړم، زه هغه څه نـه غـواړم چې په زاريو لړلی وي حتی که ژوند هم وي.


☆ لاس مې د ګل بوی ورکاوه، زه یې د ګلانو د را شکولو په جرم محکوم کړم، خو هیچا فکر ونه کړ، چې ښایي ما د ګل کوم نیالګی کېنولی وي


☆ کوم هیواد کې، په کومه خاوره کې او په کوم قوم باندې چې ظلم کيږي هلته مزاحمت کول فرض دی. 


☆ که سیاستوال اتفاق وکړي سرمايـه مـو اخـلي او کـه اخـتلاف وکړي نو ژوند مو اخلي. 


☆ یو انقلابي له تېر نه ځان خبروي پـه حـال تمرکـز کـوي او د راتلونکي لپاره پلان لري، او دا ټول کارونه بغېر له مطالعې نه کيږي.


Comments

Share with your friends:

reply