د «جوجو» ناول دويمه برخه «رنګه غوږونه» مې هم ولوست!
دا برخه يې نسبتاً لومړۍ برخې ته يو څه له مبالغې هم ډکه وه.
په ټوله کې دا ناول له هر اړخه عالي او د ناول ليکنې په اصولو برابر او پوښلی دی.
په دې ناول کې زموږ د ټولنې له شته واقيعتونو، بد بختيو، کرغېړنو او نه اصلاح کېدونکو رواجونو، له ناوړه فکرونو، بې کاره فرهنګ او ......... پرده پورته شوې ده.
په ټوله کې «نصير احمد احمدي» په خپل هر ناول کې زموږ د ټولنې نيمګړتياوې ښې انځور کړې دي او په هر ناول کې يې د شته نيمګړتياو او بد بختيو د سمون او اصلاح لپاره د قلم څوکه په هره خوا او هر اړخ، هرې خواته را څرخولې ده.
د «جوجو» دې ناول دويمه برخه نه تنها په فانتزي ډوله ناول ور ګډېږي، بلکې سياسي، اجتماعي او ساينسي پېښو او اټکلونو ته هم پکې استعارن اشاره شوې ده.
په «رنګه غوږونه» ناول کې «جوجو» تواب له ځان سره بيايې، بلې سيارې ته، په بله سياره کې تواب داسې کسان ويني چې په ظاهره انسانان، خو کړنې يې د وحشيانو وي.
تواب له داسې ټولنې او خلکو سره مخ کېږي چې وحشت او حيواني کړنې پکې اوج ته رسېدلې وي.
تواب او جوجو په ګډه د دې خلکو او ټولنې د اصلاح او سمون لپاره لاس په کار کېږي.
په لومړیو کې که څه هم د دې کار کول ناممکن ښکاري، خو تواب د جوجو په ملتيا او لارښوونه داسې کارونه کوي چې د دې ټولنې او خلکو هر وګړی او هره قبيله د تواب د امرونو تابع کېږي، ټول له وحشت نه لاس اخلي، ورورګلوي، مينه، له يو بل سره خواخوږي، نرمښت، آزادي او بلآخره په انساني حقونو، د خپلواکۍ په مفهوم او ګټو پوه او مينېږي او د خپلې سيارې په رغولو او جوړولو کې له يو بل سره مل او د يو بل په مرسته يو ځای کار کوي.
اصلن «جوجو» ځکه تواب له ځان سره بلې سيارې ته بيايي، تر څو نوموړي ته وښيي چې څنګه د نورې دنيا خلک له وحشت نه اوړي، څنګه د نورې نړۍ خلک د پرمختګ په ګټو زر پوهېږي، څنګه نورې ټولنې د سمون لارې ته راځي، څنګه د بلې سيارې خلک له جنګ او جدال نه زر لاس اخلي او ............ په دې ناول کې جوجو تواب ته ښيي چې هر رنګه وحشي او له لارې اوښتي انسانان او ټولنې سمېږي، خو فقط يو ښه رهبر او ښه مشر ته ضرورت لري.
داسې مشر او رهبر چې هغه د آزادۍ په معنا او مفهوم پوه وي، داسې مشر چې هغه عدالت پېژني او په پلي کولو کې يې هر رنګه قربانۍ ته تيار وي، داسې مشر چې تور او سپين ورته يو شان وي، داسې رهبر چې په وطن، خلکو او دين مين وي، داسې مشر چې له وطنۍ مينې سره سره يوه علمي او ملي ژبه او رحيه ولري.
په ټوله کې دا ناول موږ ته ښيي چې د نړۍ هر رنګه ټولنه او وګړي اصلاح او سمېږي، خو د افغانستان د وګړو سمون او اصلاح ډېر سخت، حتی ناشونی کار دی.
د دې ناول يو مکالمه او څو غوره جملې د مثال په ډول راوړم:
(تواب ژړل.....
جوجو وويل:
تا بايد له خپلو رهبرانو هم زده کړه کړې وای. پوهېږې چې دوی ولې ناکامه دي؟ ولې په خلکو کې محبوبیت نه لري؟ ولې د خلکو کرکه ترې کېږي؟
ځکه د دوی خبرې او عمل فرق سره لري. خپله خپل جوړ کړي اصول او قوانین نه مني، خو له نورو د اصولو او قوانينو عملي کول غواړي. ځکه يې خبرې بې تاثيره دي. دوی قتل کوي، زنا کوي، غلا کوي، قوانين ماتوي ..... خو عدالت نورو ته غواړي).
*(مشري آسانه نه ده، اول به په خپله، خپل جوړ کړي اصول منې، بيا به د خلکو مشري کوې).
*(کله کله بايد د نورو احمقانه کارونه وزغمو).
*(بايد په سخته کې خپل احساسات کنټرول کړو، آساني خو بې حوصله توب نه غواړي).
*(د مننې ځای وپېژنه، په غم کې مننه ښه نه ښکاري).
*(ژوند په بې زړه توب نه کېږي، ژوند زړورتيا غواړي).
*(د ظلم په مقابل کې را پورته کیدل، آزاد او لا غلامي لرې ذهنونه غواړي).
*(نرمښت هر وخت ښه نتيجه نه ورکوي).
*(کله کله له پلانه پرته ګام هم ډېر بريالی وي).
*(د برياليتوب لومړی راز دا دی چې همفکره او موافق ملګري پيدا که، که موافق نه وي، موافق يې که).
Comments
Share with your friends: