Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-09-08 11:45:54 by Shabnam Khan

جوجو


جوجو ناول د اروښاد نصیر احمد احمدي لخوا لیکل شوی.

د افغانانو، په ځانګړي ډول د پښتنو د ژوند او د پښتنو غیر عادلانه رواجونه يې پکې په ډېر ښه شکل سره روښانه کړي.


لاندې څو کرښې مې د ناول څخه د بیلګې په ډول راخیستي.

 

” تواب نوې جوړېدونکې کلا ته روان و چې خپل نیکه او کارکونکو ته چای ور وړي. جوجو هم له تواب سره یو ځای شو. دوي په کلا کې و چې پدې وخت کې یو د پاخه عمر ډنګر سړی هم راغی. “

” جوجو تواب ته وویل چې دا سړی مې د ښوونځي په اداره کې ولیده. مالیمانوته یې خوشکې کولې چې تاسې د زړه له اخلاصه صنفونو ته نه ورځئ. خو مالمانو ویل چې په پنځه زره افغانۍ باندې خپل ستوني نه شي خرابولی... “


تواب وویل: ”هو دا زموږ د ښوونځي سر معلم دی! “


ملک او سرمعلم په کلا کې ګرځيدل او خبرې یې سره کولې. په دې وخت کې ملک په خندا شو او ویې ویلې: ”یاره سر مالمه! شپاړس کاله درس دې چټي راته ښکاره شو.

ملک په خندا نورو کار کوونکو ته وویل: سر مالم نوې وکړه! “

په کاریګرو کې یو وپوښتل چې څه یې وویل؟ د تواب نیکه وویل: ”چې سر مالم وایي نقشه مې خوښه شوه، خو په یوه کوټه کې د کتابونو ايښودلو لپاره المارۍ ته هم ځای پریږده.


پسخه تراش له پاسه ورغږ کړل: ”کتابونه خو ده ویلي، څه خیر یې پکې وکه، زوړ شو خو نوې خولۍ یې ونه مونده. “

ټولو وخندل...


جوجو وویل: ”دا خبره په لیکلو ارزي، په دې وطن کې پوه سړی ناپوه دی او ناپوه هم.“


#تعلیم

#پوهه

 

د جوجو ناول او نورو کتابونو د غږیزې بڼې د اوریدو لپاره په لومړي کمینټ کې لینک باندې کلیک کړئ.


Comments

Share with your friends:

reply