Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-09-06 06:21:41 by Shabnam Khan

د  د کتاب نوم The Psychology of Laziness

لیکوال:  شکیل احمد 

لنډیز:  صدیق احمد  


په دې لنډه لیکنه کې ښاغلي صدیق احمد دا کتاب په لسو ټکو کې را خلاصه کړی دی. 


۱. کهاله انسانان ډېر تخليقي ذهنونه لري، ځکه چي دوی همېشه د کار کولو لپاره اسانه لاري لټوي.


۲. کهالي (سستي) يواځي د تشویق یا هڅوني په نشتون کي نه رامنځته کيږي، بلکي کهالي هغه وخت رامنځته کیږي کله چي تاسو د هغه کارونو د کولو څخه ډډه وکړئ چي ډېر کار کولو ته اړتیاوي ولري. 


۳. د کارونو ځنډول عموما د کهالۍ يوه علامه ده. تاسو اکثره وخت د کار څخه د ځان ساتلو له امله خپل کارونه ځنډوئ.


۴. د ناکامي څخه وېرېدل هم د کهالۍ لامل دی، ځکه زیاتره وخت خلګ په دې خاطر د کار کولو هڅه او کوښښ نه کوي چي دوی د ناکامۍ څخه وېره لري.


۵. کهالي په اصل کي ستاسو د کمزوری نقطه نه ده، بلکي کهالي ستاسو يوه ځانګړتیا ده چي تاسو يې کولای سئ په اغیزمنه توګه اداره کړئ.


۶. د کهالۍ د له منځه وړلو لپاره بايد تاسو د کهالۍ د رواني لاملونو په اړه پوهه ترلاسه کړئ، تر څو تاسو وکولای سئ چي د کهالۍ د لامل په معلومولو سره هغه له منځه يوسئ.


۷. د کهالۍ د ارواپوهني له نظره، کهالي ستاسو د ذهنیت، تشویق، نظم او ډسپلین سره اړیکه لري.


۸. هر څومره چي تاسو لږ کار تره سره کوئ او ځان له زیات کار کولو څخه ساتئ په هم هغه اندازه تاسو نور هم کهاله کېږئ. 


۹. د کهالۍ د له منځه وړلو لپاره بايد تاسو د يو خاص هدف لپاره کار وکړئ او د ودي او پرمختګ ذهنيت ته مو وده ورکړئ.


۱۰. لومړی کوښښ وکړئ چي کوچنۍ لاسته راوړني ولرئ او ورسته ځان دې ته اماده کړئ چي غټ اهداف تر لاسته کړئ او د خپلي کهالۍ په مقابل کي مقاومت وکړئ.


ستاسو د لوستلو څخه زیاته مننه!


Comments

Share with your friends:

reply