د ارنېسټ همینګوې زوړ سړی او سیند:
ارنېسټ همینګوې ستر امریڪایي لیڪوال او په غالب ګومان د شلمې پېړۍ د ګوته په شمار وتلیو او منلیو لیڪوالانو په ډله ڪې شمېرل ڪېږي.
همینګوې په (١٨٩٨م) ڪال ڪې د امریڪا متحده ایالاتو په اونای ایالت ڪې زېږېدلی دی، د ځوانۍ ڪلونه یې له پلار سره په ښڪار، بوڪسینګ او فوټبال ڪې تېر ڪړي دي، وروسته یې په ژورنالېزم او ورځپاڼه لیڪنه باندې پیل وڪړ.
همینګوې د خپلو ناولونو په لیڪلو کې له ځانګړي سبڬ او دقت څخه ڪار اخیستی دی. د نوموړي دغه دقت او زیار د ده له هغې وینا څخه په ښه توګه څرګندېږي، چې خپلو ڪیسو ته یې یوازې د یوه نوم او سرلیڬ د ټاڪلو په اړه ویلي دي:
(زه د هرې ڪیسې له لیڪلو وروسته د سرلیڪونو یو فهرست تیاروم، ڪله نا ڪله دغه سرلیڪونه تر سلو اوړي، بیا نو یو یو سرلیڬ ګورم او ڪوم یو چې راته سم ښڪاره شي، هغه ټاڪم.)
همینګوې پخپله ویلي، چې د (زوړ سړي او سیند) اثر یې تر خپرېدو دمخه دوه سوه ځله لوستی دی او د خپل بل اثر (له وسلې سره مخه ښه) وروستۍ پاڼه یې نهه دېرش ځله پاڪنویس ڪړې ده.
همینګوې د داستاني ادبیاتو په برخه ڪې د نړۍ پر ادبیاتو ډېر اغېز لري، د ده اثارو په ځلونو ځلونو مهمې نړیوالې جایزې ګټلې دي، چې (زوړ سړی او سیند) ناول هم د همدغو په ډله ڪې یو شامل اثر دی، چې دغه ناول په (١٩٥٤ م) ڪال ڪې د نوبل نړیواله جایزه ګټلې او د نړۍ په ډېرو ژبو کې ژباړل شوی اثر دی.
د همینګوې اثار د پېړۍ د تر ټولو ښو داستاني اثارو او هغو ڪتابونو په فهرست ڪې شامل دي، چې باید تر مړینې مڪې ولوستل شي.
همینګوې ته له دې ڪبله چې د خپلو ڪیسو او ناولونو د څېرو په بیانولو ڪې یې زیات مهارت درلود د اوسنیو یا مدرنو ادبیاتو پلار هم ورته وایي.
پر معاصرو ادبیاتو د همینګوې اغېز له دې خبرې اټڪلولی شو، چې وایي: (د امریِڪا او اروپا د ادب تاریخ په دوو دورو ویشل ڪېدای شي؛ یو تر همینګوې مخڪې او بله تر همینګوې وروسته.)
د نړۍ اڪثره لیڪوالان له مړینې وروسته شهرت ته رسېدلي، خو همینګوې له څو ګوته په شمېرو لیڪوالانو څخه دی، چې په خپل ژوند ڪې یې نړیوال شهرت موندلی دی.
د هېڅ لیڪوال عڪسونه او لیڪنې د همینګوې په شان په خپل ژوند ڪې د نړۍ د ورځپاڼو او مجلو پر لومړي مخ نه دي خپرې شوې.
د همینګوې نوم او اثارو څو لسیزې د لویدیځ پر مدرنو ادبیاتو بشپړ تسلط درلود او د ده د لیڪوالۍ سبڬ د لویدیځ د ادبیاتو د ګڼو وتلیو لیڪوالانو لپاره یو بېلګه سبڬ و.
د همینګوې د لیڪوالۍ په باب دا نظر مشهور دی، چې ویلي یې دي: (د لیڪوال په ایجادي پروسه ڪې د ڪلمو ڪارول باید په لویو سیندونو ڪې د یخ د سترو ټوټو په شان وي. په سترو سیندونو ڪې د یخ لویې ټوټې جوړېږي. تل د دې ټوټو درېیمه برخه د اوبو پر سر او دوې نورې برخې یې لاندې وي. لیڪوال هم باید دا ډول لیڪنې وڪړي، چې د پېښو یوه برخه لوستونڪی ولولي او دوې نورې برخې یې د فڪر او سوچ په قوت سره پیدا ڪړي.)
همینګوې د یوې پېښې په ترسیم او په تېره بیا د خبرو او ډیالوګونو په واسطه د ترسیم په چارو ڪې بې ساری لیڪوال دی، د ده د پېښو او ڪیسو قهرمانان ټول ځمڪني او واقعي دي او هېڅڪله دې په خیالي وزرو نه سپروي.
ارنېسټ همینګوې په (١٩٦١ م) ڪال ڪې د جولای په درېیمه نېټه د (٦٢) ڪلنو په عمر د ټوپڬ د پاڪولو په وخت ڪې سهواً ځان وویشت او مړ شو، نوموړی د امریڪا په فلوریډا ایالت ڪې ښخ دی.
د همینګوې نثر او د لیڪوالۍ سبڬ:
خور ا ښه نثر، لنډې جملې او مناسبې ڪلمې د همینګوې له اثارو سره مرسته ڪړې، چې د هر سویې لوستونڪي یې ولولي.
د نوبل او پولیټزر د جایزو دغه ګټوونڪي لیڪوال دومره ساده ژبه ڪارولې، چې حتی د لسو ڪلونو ماشومان هم ورڅخه خوند اخیستلی شي.
ده په شعوري ډول هڅه ڪړې، چې ژبه یې ساده او روانه وي او دا یو حیرانوونڪی سبڬ دی، ځڪه چې له دې ډول نثره هم د لوړې سویې لوستونڪي او هم هغوی چې تعلیمي سویه یې ټیټه وي خوند اخلي.
ویلیم فاڪنر ویلي:
(همینګوې هېڅڪله داسې ڪلمه په خپلو لیڪنو ڪې نه ڪاروله، چې د معنا لپاره یې څوڬ ډیڪشنرۍ ته اړتیا ولري، له دې نظره نوموړی بې سویې او ابندایي ښڪارېده.)
همینګوې په خپله لیڪلي:
(زه تل هڅه ڪوم، چې د ایسبرګ د اصولو پر اساس لیڪنه وڪړم، چې د هرې ښڪارېدونڪې برخې په اتو برخو ڪې ٧ برخې یې تر اوبو لاندې وي.)
ایسبرګ (د یخي ټوټه) تیوري:
په دې سبڬ ڪې په سمندر ڪې د یخي ټوټې په شان چې په ٨ برخو ڪې یې یوازې یوه برخه لیدل ڪېږي، لیڪوال یوازې هغه معلومات په ڪیسه ڪې راوړي، چې په هغې ڪې ځاېږي او ضروري دي او په دې توګه ڪیسه له حاشیوي او اضافي شیانو ژغوري.
د همینګوې بیوګرافي لیڪوونڪی ڪارلوس بېڪر وایي:
(همینګوې باور درلود، چې لیڪوال باید حقیقي معنا په برسېرن ډول بیان نه ڪړي، بلڪې لوستونڪی د ڪیسې ژورو ته ننوځي او په خپله معنا ومومي.)
بېڪر د همینګوې د دې استعارې په توضیح ڪې، چې د ده ڪیسې دوه پوښه لري، وایي:
( پر اوبو د پاسه لامبوزنه برخه یې سخت حقیقتونه دي؛ تر اوبو لاندې یا هغه څه چې په سترګو نه وینو ڪومڪي جوړښت دی، چې په سمبولېزم بشپړېږي.)
د بېڪر په نظر همینګوې د حذف له تڪنیڪه ڪار اخلي، یعنې هر هغه څه چې په ڪیسه ڪې یې یادول ضروري نه وي، حذف ڪوي.
همینګوې د ډرامه لیڪوال په شان خپله ڪیسه نه ډراماټایز ڪوي او غیر ضروري تفصیل نه ورڪوي. دی تر وسه وسه هڅه ڪوي، چې د خپل ڪرڪټر او د هغه د عمل په اړه معلومات حداقل ڪم ڪړي. ده دا تڪنیڬ هغه مهال زده ڪړ، چې له امریڪا د باندې یې په ورځپاڼه ڪې ڪار ڪاوه. همالته یې زده ڪړل، چې په لنډو ټڪو ڪې لوی مطلب یا مفهوم څنگه افاده ڪړي؟
همینګوې نورو ته سپارښتنه ڪوي، چې په لیڪنه ڪې لنډ پاراګرافونه وڪاروي. ده دا خبره هغه مهال ڪوله، چې په نولسمه پېړۍ ڪې د لیڪوالانو جملې ډېرې اوږدې وي، خو همینګوې دا دود بدل ڪړ.
دا چې ډېرو ته د همینګوې ژبه ساده ښڪاري او جملې یې لنډې دي یو دلیل یې ښایي دا وي، چې همینګوې ڪار له ژورنالیزمه پیل ڪړی او د ژورنالیزم تقاضا دا ده، چې ژبه یې باید اسانه وي. ژورنالیست ډېر وارې د نثر او ڪلمو ښڪلا د عام فهمۍ قرباني ڪوي، خو همینګوې هغه لیڪوال و، چې ژورنالیزم یې له ادب سره واخښه.
د خبر یا ژورنالیزم په ژبه ڪې په ځانګړي ډول مهمه دا ده، چې لومړی پاراګراف دې لنډ او واضح وي. د همینګوې په ڪیسو ڪې هم د لومړي پارګراف د لنډوالي او ساده توب سپارښتنه ڪوي.
دی وایي: (ښه لیڪنه دا ده، چې لیڪوونڪی تل مثبت وي. مثلاً ڪه د بیې په اړه څه لیڪي؛ نو د دې پر ځای چې ولیڪي قیمته ده، ودې لیڪي چې اقتصادي نه دی.
همینګوې ستاینې، زارۍ او فغانونه چې نورو لیڪوالانو او شاعرانو ډېرې ڪولې، څنګ ته ڪړې. په حقیقت ڪې د دغو لیڪوالانو په اثارو ڪې نوره سوچه تجربه، چې د هر هنري ڪار اصلي تومنه ده، نه و پاتې او ڪه و هم په داسې الفاظو یې بیانول، چې پر زړونو یې اغېز نه ڪاوه. همینګوې په دې برخه ڪې لوی بدلون راوست.
همینګوې بېروونڪې منظرې په څو لنډو جملو بیانوي او بیا ترې لیرې ڪېږي. منظره د لوستونڪي لپاره دومره ویړه او پراخه ڪوي، چې څو یې سترګې ڪار ڪوي او د خیال وزرې یې بیولی شي، دوام لري.
همینګوې اثر په جملو ڪې نه، بلڪې په چوپتیا ڪې پنځوي.
د همینګوې لوستونڪي ولاړ او منفعل نه دي، بلڪې په خپله د هغه شي یا منظرې، چې لیڪوال یې په پام ڪې لري، په پنځولو ڪې فعاله ونډه لري او د لیڪوال په شان په هنري تحربه ڪې شریڬ دي.
همینګوې نه یوازې د نثر لیڪلو شېوه بدله ڪړه، بلڪې د خپل وخت د انسانانو د ژوند پر طریقې یې هم اغېز وڪړ.
زوړ سړی او سیند:
دغه ناول په (١٩٥٤ م) ڪال ڪې د نوبل جایزه وګټله او د نړۍ په ډېرو ژبو ڪې ژباړل شوی اثر دی.
زوړ سړی او سیند د یوه بدمرغه، خو تجربه ڪاره ڪب نیوونڪې د ژوند د یوې سترې پېښې ڪیسه ڪوي.
دا زوړ سړي، چې نور ڪب نیوونڪي یې بدمرغه بولي او مسخرې ورباندې ڪوي، د ژوند په یو وخت ڪې یې له دوی څخه ډېر ڪبان نیولي وو، خو اوس ورته بدمرغۍ مخه ڪړې وه.
زوړ سړی یو شاګرد لري، چې د نورو خلڪو برعڪس د ده د ڪب نیوونې استعداد ته په شڪمنه سترګه نه ګوري.
زوړ سړی څلور اتیا ورځ سر په سر یو ڪب هم نه نیسي دا نو هغه نورو ڪب نیوونڪو ته د مسخرو او پسخند لپاره ښه موقع په لاس ورڪوي. زوړ سړی چې په خپل ځان او د ڪب نیوونې په هغه استعداد چې د هغه په فطرت ڪې شته باور لري ولې په تش باور او خبرو هېڅ نه ڪېږي.
په پنځه اتیایمه ورځ غواړي د ڪبانو د نیولو لپاره د سیند له غاړي لږ مخڪې ولاړ شي، څو ډېر ڪبان ونیسي.
زوړ سړی ښه مخڪې ځي، چنګڪونه سیند ته اچوي څو ڪبان هغه وخوري او دی هغه ڪبان ښڪاري ڪړي، چې په دغه لومه ڪې ښکېل شوي دي.
د زاړه سړي په دغه لومه ڪې یو غټ ڪب بندېږي. دا ڪب دومره لوی وي، چې زاړه سړي په خپل ژوند ڪې دومره لوی ڪب نه وي لیدلی.
دا چې ستر دی او بل غواړﻱ د ښڪاري له لومې څخه ځان خلاص ڪړﻱ؛ نو پرته له دې چې زورونه ووهي او په سیند ڪې بې موخې منډې ووهي بله لار یې ذهن ته نه ورځي.
ڪه ټوله ڪیسه زه درته وڪړم، تاسو بیا دا اثر نه لولئ؛ نو ښه خبره به دا وي، چې تاسو (زوړ سړی او سیند) ناول را واخلئ او خپله د لوستلو تنده پې خړوبه ڪړئ.
او پورته مې چې څومره د همینګوې د نثر او لیڪوالۍ د سبک په اړه لیڪلي تاسو د ناول تر لوستو وروسته پرېڪړه وڪړئ، چې پورتنۍ ڪرښې سمې وې ڪه ناسمې.
پای
Comments
Share with your friends: