Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-02-14 22:58:45 by Sikaraam Oraganization

د مینانو د ورځې په مناسبت، زما پخوانۍ کیسه نوم او مينه          سپوږمۍ د کابل پوهنتون له دروازې تېره شوې او د ادبياتو پوهنځي خوا ته روانه وه. پوره درې کاله کېده چې پوهنتون ته نه وه تللې. د ١٣٧١ کال د وري  د مياشتې ٢٥ مه پوهنتون ته د هغې د ورتگ وروستۍ ورځ وه. په دې دريو کلونو کې پوهنتون ډېر بدل شوى و. د ونو څانگې غوڅې شوې وې. هرې خوا ته د هيندارو ټوټې پرتې وې دېوالونه سوري سوري وو. پر سړکونو باندې د رژېدليو پاڼو  دوړو او گرځونو بړستن خوره وه. اکثره ودانۍ په کنډوالو بدلې شوې وې خو د سړک دواړو خواوو ته د روسي بېد بوټي لا هماغسې ولاړ وو. يوازې پوهنتون نه و  بدل بلکې د ټول کابل او کابليانوهمدا حال و. د سپوږمۍ پر هغه صفا مخ چې پخوا به لکه هيندارې ځلېده اوس يو څه گونځې پيدا شوې وې. غټې تورې سترگې يې په  خپلو کاسو کې ژورې ننوتلې او چارچاپيره يې تورې کړۍ تاوې شوې وې. د اننگو او د شونډو پخواني سره يې نه وو پاتې.  هغه غوښنې اوږې او د زرکې په شان په هسکه غاړه تگ هم ورپاتې نه وو. خو اوږده باڼه او توندې وروځې يې لا هماغسې ښکلې وې. هغه چې کتابتون خوا ته ورسېده ځاى په ځاى ودرېده او د تېرو وختونو په ياد ډوبه شوه. دا هغه ځاى و چې له کنشکا سره يې په وروستي ځل ليدلي و؛ خو د زړه خبره يې ورته نه وه کړې. څلور کاله مخکې منى چې د دويم سمستر ازموينې نژدې وې دا له وږمې سره په کتابتون کې مطالعه کوله. يو کوچنى هلک چې په يوه وړوکي ټيمگي کې يې سکاره اچولي وو د دوې مېز ته ورغى بلا ډېر سپېلني يې په ټيمگي کې واچول او د دې شاوخوا ته يې وڅرخاوه ټول سالون له دوړو ډک شو، هلک له جيبه يو پاکټ راوايست د سپوږمۍ مخې ته يې پر مېز باندې کېښود او په منډه له دروازې ووت. سپوږمۍ په هلک پسې وکتل که گوري چې د ښيښې له شا يو دنگ ښايستوکى ځوان ورته گوري همدا چې سره سترگې په سترگو شول هغه هم وتښتېد. کاغذ يې پرانيست په کې ليکل شوي وو:      ((گرانې سپوږمۍ جانې!          اته مياشتې لس ورځې دوه ساعته او شل دقيقې کيږي چې زړه مې غواړي يو څه درته ووايم؛ خو جرات يې نشم کولاى. زه دې هره ورځ څارمه خو ته راته هډو گورې نه. درته ځولۍ غوړوم فقط يو ځل راته موقع راکړه چې د زړه خبره درته وکړم. په بې سارې مينه ستا مين ))          وږمې چې شا يې کړکۍ خوا ته وه او هغه ځوان يې نه و ليدلى وپوښتل: دا کاغذ د څه شي دى؟          سپوږمۍ ژر ژر کاغذ قات کړ او ځواب يې ورکړ : هېڅ ... ام .. هغه          وږمې لاس ورواچاوه، د سترگو په رپ کې يې کاغذ ولوټ او په منډه له کتابتونه ووته. خط يې ولوست او په بېړه بېرته راغله. وروځې يې پورته وغورځولې او ويې ويل: ښه نو سترگې مو روښانه اوس نو خطونه هم درته راځي، هه.          سپوږمۍ وويل: توره بلا مې ورپسې، دى ورک شه خط يې ورک شه.          له هغې ورځې وروسته به د وږمې له لاسه ډېره په عذابه وه هغې به هره ورځ ځوروله. سپېلني والا به هره ورځ يو خط او يو سور مرسل گل ورته راوړه. سپوږمۍ تر څو ورځو پورې ځان بې پروا ښودله کله يې د سپېلني والا له لاسه خط نه اخيست اوکله يې خط څيراوه او ايسته يې غورځاوه؛ خو د خطونو او گلونو کاروان هماغسې ور روان و. هغه ځوان به هم تل په دوې پسې و.          وږمې ورته ويل چې دومره کبر ښه نه وي. وگوره خوارکى څنگه په سوالگرو سترگو درته گوري. کاشکې ستا بخت زما واى. وگوره څومره ښکلې قواره لري. شنې سترگې يې  لکه شنه اسمان دي. لوړه پزه يې له غټو سترگو سره څومره خوند کوي. پلنې اوږې او غټ غټ مټونه يې بيخې د  رامبو په شان دي.          سپوږمۍ به هم يو يو وار چې د وږمې پام به نه و د سترگو لاندې هغه ځوان ته کتل. د شپې به يې د خوب په بستر کې ځان سره ويل چې وږمه ريښتيا وايي هغه څومره ښکلى دى. بيا داسې وخت هم راغى چې هره ورځ به تر هغې ناکراره وه چې يا يې د هغه خط تر لاسه کاوه او يا  ېي هغه ليده. اخر کې يې دا خبره له وږمې سره شريکه کړه. هغې ورته مشوره ورکړه چې ته هم ورته خط وليکه.همداسې يې وکړه په خط کې يې همدومره ليکلي وو: ((ستا نوم څه دى؟))          هغه يې ځواب کې ليکلي وو : ما خو ستا نوم پخپله پيدا کړ اوس نو ته هم زما نوم پخپله پيدا کړه.          وږمې بيا مشوره ورکړه چې اول به پسې ورشو او وبه گورو چې په کوم پوهنځي کې دى. دا ورته معلومه شوه چې هغه د انجنيري د پوهنځي د دويم ټولگي محصل دى. د هغوې د ازموينې د نمرو ليستونه د دهليز په ښيښو پورې سرېښ وو. دوې يې په لوستلو پيل وکړ په ليست کې د کنشکا نوم د دواړو خوښ شو د هغه نمرې تر گردو ټولگيوالو لوړې وې. وږمې وويل: ((څومره ښه د اول نمره گانو جوړه))          دا د ازموينو وروستۍ ورځې وې. ژمنۍ رخصتۍ راغلې.کال ته چې بيا درسونه پيل شول بيا هم د سپوږمۍ او د هغې خيالي کنشکا تر منځ د خطونو راکړه ورکړه شروع شوه. کنشکا هېڅ کله خپل نوم په خط کې نه ليکل او سپوږمۍ هم له قصده د هغه نوم نه اخيسته او يوازې يې ليکل (( بې نومه اشنا!))          د وري په ٢٥ مه هلک په همدغه ځاى کې چې اوس سپوږمۍ ولاړه وه له شا ورباندې غږ وکړ: سپوږمۍ جانې! سلام          سپوږمۍ مخ ورواړاوه په رېږدېدلي غږ يې وويل: سلام          وږمې د سپوږمۍ له څنگه همداسې غلې لرې شوه تر څو هغوې په بې غمه زړه خبرې وکړي. خو هغوې د بوتانو په شان ولاړ وو کله يو بل ته او کله يې ځمکې ته کتل. هغوې به په همدې حال يو بل ته ډېر څه ويلي وي خو دغې چوپتيا د وږمې زړه تنگ کړ، سپوږمۍ يې تر لاسه ونيوه او له ځانه سره يې روانه کړه.          سپوږمۍ ته د شپې تر ډېره ناوخته پورې خوب نه ورته. په زړه کې يې ويل چې خداى دې دا شپه ژر تېره کړي او سهار راولي چې بيا د هغه ديدن وکړم. ځان يې گرماوه چې ولې يې داسې ښه موقع له لاسه ورکړې. له ځان  سره يې ژمنه کوله چې پروا نه لري سبا چې هر رنگه وي هرو مرو به ورسره خبرې کوم.          سبا هغې تر نورو ورځو وختي ځان چمتو کړى و چې پوهنتون ته لاړه شي؛ خو پلار يې ورته وويل چې حکومت کې د ننه گډوډۍ روانه ده څو چې د حالاتو پته لگيږي دا بايد له کوره ونه ووځي. د سپوږمۍ داسې حال و لکه چې پر سرو سکروټو دې يخې اوبه شيندلې وي.          څو ورځې وروسته جهاديان کابل ته ننوتل. دوې په خپلو کې سره ونښتل. پوهنتون هم د جنگ پر ډگر واوښت او بند شو.          سپوږمۍ لا په دې چورتونو کې ډوبه وه چې يوغږ يې تر غوږو شو: سپوږمۍ!          شا ته يې وکتل وږمه ورروانه وه.خوله  يې له موسکا ډکه وه، په منډه يې درې څلور گامه واخيستل او سپوږمۍ ته يې ځان ورساوه. هغه يې په غېږ کې ونيوله، څو وارې يې پر مخ ښکل کړه بيا يې هغه تر مټو ونيوه په ځير يې ورته وکتل او بيا يې په غېږ کې ټينگه کړه. دواړه لاسونه يې پخپلو لاسو کې ونيول او پوښتنه يې وکړه: څنگه ډنگره شوې يې دا مخ دې  وگوره داگونځې  دا پر تا څه شوي دي؟ په کور کې خو به؟          _ نه گرانې، په کور کې مو خير خيريت دى. ستاسو څنگه؟ دا جنگونه درباندې په خير تېر شول؟          _ څه به درته ووايم زموږ کور يې لوټ کړ خو پخپله شکر جوړ يو، مزار ته تللي وو.          _ ځه پروا نه لري د سر تاوان چې مو نه وي مال به خداى پيدا کړي.          _ ښه نو ته ولې داسې خرابه شوې يې؟ رښتيا دلته دې څه کول؟          _ هېڅ همداسې پوهنځي خواته تلمه . هغه اخره ورځ دې په ياد ده همدلته سره ولاړې وو که نه؟          _ ښه نو داسې! رښتيا هغه څنگه دى؟ خط مط  يې در رسيږي که نه ؟          _ نه بابا، دا درې کاله د هغه په ياد کړېدلې يمه. له هماغې ورځې مې بيا نه دى ليدلى.          _ راځه چې پسې ورشو. وگوره د پوهنځي مخې ته يې محصلان ولاړ دي. دى به هم وي.          دواړه ورغلې. څو ځله دې خوا ها خوا وگرځېدې او د سترگو له کونجونه يې ټول هلکان وڅارل خو کنشکا يې ترسترگو نه شو. وږمه پوهه شوه چې سپوږمۍ د هلک ليدو ته ډېره ناکراره ده نو هغه يې د يوې ونې لاندې ودروله او پخپله د انجنيري محصلانو خوا ته رهي شوه. له يوه هلک يې وپوښتل: وبخښئ کنشکا پېژنئ؟          _  اول نمره کنشکا؟          _ هو، هماغه دلته د يو چا په کار دى.          _ زه به يې پيدا کړم دا څو شېبې مخکې همدلته و.          _ مننه، موږ به د هغه ونې لاندې ودرېږو.          وږمه په خوشالۍ ونې خوا ته لاړه او په سپوږمۍ باندې يې زيرى وکړ چې اوس به خپل رامبو وويني.          هغوې په خپلو کې د تېرو وختونو خوږې کيسې کولې چې يو ډنگر جينگ داړى عينکې والا يې مخې ته ودرېد او ويې ويل : له ما سره مو کار و.          _ وږمې او سپوږمۍ يو بل ته سره وکتل، دواړو په يوه غږ وويل: نه.          _ هغه زما ټولگيوال راته وويل چې د دوى په کار يې.          وږمې وويل:  نه ورورکه زموږ خو له کنشکا سره کار دى.          _ نوکنشکا خو زه يم کنه.          دواړو له هغه بخښنه وغوښته او رخصت يې کړ. هغوې په نهيلۍ سره کتابتون خوا ته وخوځېدې. وږمې سپوږمۍ ملامته کړه: په هغه ورځ د مجسمې غوندې ولاړه وې ژبه خو به دې گونگۍ نه وه. ولې دې د نوم پوښتنه ترې و نه کړه؟          سپوږمۍ چوپه خوله روانه وه هماغه ځاى سره چې هلک د ښيښې له شا دوې ته په کتابتون کې کتل ودرېده له ماتې کړکۍ يې وږمې ته هغه ځاى وروښود چې دوې ناستې وې او سپېلني والا خط ورکړى و. بيا يې د هلک د تېښتې لاره وروښودله چې هغه داسې د ونو منځ ته وتښتېد. نا څاپه يې سترگې د ياداښت پر يوې کتابچې ولگېدې چې د هيندارو د ټوټو او د ونو د رژېدليو پاڼو پر سر خلاصه پرته وه.ورنژدې شوه راپورته يې کړه په لوستلو يې پيل وکړ که گوري چې هغه پاڼه د دې په نوم شروع شوې ده:          ((گرانې سپوږمۍ جان!     نه پوهېږم چې دا مينه ده که لېونتوب. لا مې د هغې ورځې وهل نه دي هېر خو بيا هم ستا په ياد  پوهنتون ته راغلم. اوس کتابتون سره ولاړ يم هماغه ځاى چې تا په لومړي ځل راوکتل او ما دې سترگو ته تاب رانه وړ. خو زه اوس هغه ډارن نه يم که مې مخې ته راشې ترهغې به درته وگورم چې))          دې نه وروسته کتابچه سپينه وه. مخکينۍ پاڼه يې راواړوله دغه کيسه په کې وه:          ((نن مې ډېر وهل وخوړل. د سپوږمۍ په ياد پوهنتون ته تللى وم. وسله والو ونېولم. ويل يې چې ته زموږ دښمنانو ته جاسوسي کوې. دومره يې ووهلم چې په ټول بدن کې مې روغ ځاى پاتې نه و خو خداى راباندې رحم وکړ يو ټولگيوال مې راپيدا شو هغه هم وسله وال و. هغه ته مې وويل چې پوهنتون کې  تېر يادونو تازه کوم. هغه ډېر راپورې وخندل او ويې ويل چې ته خو ريښتيا چې عجب، عجب سړى يې. اوس چې دغه کرښې ليکم ټول بدن مې خوږيږي خو د سپوږمۍ په خاطر به دا هر څه وزغمم.                              ١٨ _ ٩ _ ١٣٧٣ ))          د کتابچې هره پاڼه د سپوږمۍ په ياد ډکه شوې وه. هغه يې هره ورقه په ډېر شوق ولوستله. په يوه ځاى کى داسې ليکل شوي وو: ((نن مې په ژوند کې تر ټولو ښکلې ورځ وه. سپوږمۍ خداى مهربانه کړه يوه پرزه يې راولېږله زما د نوم پوښتنه يې کړې وه. خوما ورته خپل نوم ونه ښود. څنگه وکړم بابا راباندې داسې نوم ايښى چې سړى ورباندې شرميږي.))     سپوږمۍ د کتابچې اول مخ راواړاوه هلته په ښکلي مشقي خط ليکل شوي وو: د عجب گل حيران د خاطراتو دفتر          وږمې چې تر دې دمه د سپوږمۍ په څنگ کې غلې ولاړه وه او له هغې سره يې يوځاى يادښتونه لوستل له خندا شنه شوه. په ملنډو يې وويل: دا يې بله خوشالۍ! تا ورباندې د کنشکا گومان کاوه خو هغه د شاد گل ورور وخوت.          دواړو وخندل خو اندېښنې د سپوږمۍ خندا ولوټله، ويې ويل: وگوره په اخره پاڼه كې نېټه نشته دا به يې کله ليکلي وي؟          _ پر کتابچې خو يې لا گرد نه دى لويدلى زه خو وايم همدا اوس به يې ليکلي وي راځه چې وگوره همدلته به چېرې پټ وي.          چارچاپېره يې وکتل څو گامه هاخوا يو محصل ونې ته ډډه لگولې وه. وږمې ورنه پوښتنه وکړه: وروره دغه کتابچه، د دې کتابچې څښتن خو به دې نه وي ليدلى؟          هغه ځواب ورکړ: نه بي بي جانه نه مې دى ليدلى.          څو شېبې وروسته يې غږ وکړ : هو رښتيا _ دا  به _  د هغه سړي له جېبه به لويدلې وي _ هغه چې عسکرو په موټر کې يووړ.          سپوږمۍ پوښتنه وکړه: ولې؟ څه يې کړي وو؟ جنگ خو به يې نه وي کړى؟          _ نه بابا هغه بېچاره د څه کولو نه و. زړه مې ډېر ورباندې بد شو ظالمانو بد رقم وژلى و _ د خوارکي پر سر باندې يې ميخونه ټک وهلي وو. هغه کراچۍ وينې لاندې په صندوق کې يې د هغه مړى پټ کړى و.          د هغه خبره لا نه وه خلاصه شوې چې سپوږمۍ پر ځمکه وغورځېده او بې سده شوه.


Comments

Share with your friends:

reply