Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-09-03 17:25:33 by Shabnam Khan

ځینې ناولونه چې کله خلاص شي زړه دې غواړي اولې پاڼې یې بیا ولولې ؛حتا که کتاب دې په کمو ورځو کې لوستی وي نه در یادېږي چې څنګه او له کوم ځایه پیل شو.لکه میاشتې او کلونه یې چې له لوستلو تېر شوي وي.

په(The flea palace-Bit palas) یعنی د -سپږو ماڼۍ -ناول کې اتلان د «Bonbon palas » په نوم په یوه آپارتمان کې ژوند کوي.آرایشګر ،سرایدار،د لسم واحد مرموزه ښځه،مېرمن ماوي… د ښځینه سینګارتون ځانګړې او بېله نړۍ  چې وخت ډېر ورو پکې  تېرېږی.په یوه ودانۍ کې د هرې کړکۍ او بندې دروازې تر شا تکراري ژوند،د هر کس د شخصیت ضعف او د ټولو یو شریک دښمن-سپږې او حشرات.

 په ۱۳۱مه پاڼه کې د «زه» شخصیت سره آشنا کېږو،«زه»له هغه واقعیتونو ناخبره دی چې موږ د ناول په لومړیو پاڼو کې پرې خبر شوي یو.کله چې د آپارتمان په دیوال په تصادفي ډول لیکي:«دلته درویش خښ دی ، خځلې مه غورځوئ!» دی نه پوهېږي چې په رښتیا دلته  درویش (که څه هم قبر یې خالي و ) خښ دی.


د ایلیف په ناولونو کې تصویرونه،رنګونه،خوندونه،بویونه او غږونه دومره واضح وي چې زه د کتاب له کرکټرونو سره د هغوی حالتونه حسوم اضطراب ، د معدې درد بې خوبي...د هر کرکټر په ځای خاندم ،ګرځم،ستړې شم کله چې د کتاب وروستۍ پاڼه ولولم او کتاب وتړم د خلا احساس کوم لکه څوک چې کوم قیمتي څیز ورک کړي.

د کتاب یوه برخه:

بابا مې له ټولو خلکو سره توپیر درلود ویل یې:« که له مرګ مخکې مرګ درک نه کړې ژوند او مړینه به دې دواړه د مجبورۍ له مخې وي.»هغه نه جنتي حورې غوښتې نه د دوزخ د اور په کیسه کې و.که په لاره کې له کوم حیوان سره مخ کېدو سلام یې ورکاوه .ویل یې انسان چې کله مړ شي له منځه نه ځي بیا هم دې نړۍ ته راځي کله د انسان په شکل کله حیوان ،هر ځل یې په چانس پورې اړه لري چې شاپرک ترې جوړېږي که بل کوم بد شکله حیوان.باید خفه نشو ،خفګان نه دی لازم ځکه زموږ په ځای مو حافظه مري تر څو په یاد مو نه شي چې مخکې څه وو…


Comments

Share with your friends:

reply