Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-09-02 11:58:50 by Shabnam Khan

مرګونې غېږ( Deadly Embrace):

دا کتاب بروس ریډل لیکلی او پښتو ته حزب الله اتل ژباړلی دی. ریډل د امریکا پۀ څلورو حکومتونو کې پر مختلفو پوسټونو کار کړی. نوموړی پۀ ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر اباما لۀ لوري د ځانګړي سلاکار پۀ توګه وګمارل شو. د دې کتاب اصلي موضوع د پاکستان او امریکا پر اړیکو راڅرخي. د لیکوال پۀ باور د پاکستان حکومتونو امریکا تېرایستلې، د تر.هګ.رۍ سره د مبارزې پۀ نوم یې ترې میلیونونه ډالر اخیستي؛ خو نه یواځې دا چې مبارزه نده شوې، بلکې د تر.هګ.رو سره د دوی اړیکې لا پراخه شوې.   دا چې د پاکستان- امریکا اړیکې پر افغانستان هم مستقیم اغېز لري، د کتاب ځینې پاڼې د افغانستان پر حالاتو پر بیان تورې شوې دي. ا.سا.مه، القا.عده، هند، ISI،  د پاکستان پوځ، پر ملکي حکومت د پوځ اغېز او پاکستان او نړیوال جهاد راتلونکی د دې کتاب نور موضوعات دي.

زما لپاره تر ټولو جالبه برخه د کتاب شپږم څپرکی(لۀ تصوره پورته فکر) ؤ، دا څپرکی پۀ پاکستان کې د یو ج.هادي دولت رامنځته کول او پر پاکستان، ګاونډ، سیمه او نړۍ د دغه دولت د اغېزو پۀ هکله وړاندوینې لري؛ پدې هکله لیکوال ډېر جالب، خو ایډیال بحث کړی. د ریډل پۀ باور د وسلوالو ډلو سره د ISI او پوځ اړیکې د دې دولت د رامنځته کولو شونتیا زیاتوي.

بلاخره پۀ یوه وروستۍ نتیجه کې ریډل وایي چې "پۀ بشپړه لۀ وسلوالو د پاکستان پاکولو لپاره به پۀ یو لوی ماموریت کې پر دې هیواد برید ته اړتیا وي."


Comments

Share with your friends:

reply