Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-08-30 17:47:31 by Shabnam Khan

کتاب : انسان او خدای

لیکوال : دوکتور مصطفی "چمران"

ژباړه : نقیب احمد "عزیزي" 

ځینې کتابونه له نوم جذاب او ښکلي وي لکه "انسان او خدای"

د کتاب جذابیت او جالب والی بیا په دې کې دی، چې زمونږ په نننۍ دیني حوزه کې معمولاً د دیني کتابونو په باره کې عام تصور دا وي چې یوازې وچ امرونه دې راته وکړي او په کامل باور ډیری یې تش د امر و نهي په میتود لیکل شوي وي، خو دا کتاب وچ امرونه ـ نه بلکې دا کتاب په یوه وخت هم فلسفیانه ماهیت لري او هم په منطقي استدلال لیکل شوی دی

فلسفیانه ماهیت ځکه لري چې لوستونکي سره پوښتنې پیدا کوي. منطقي اړخ پکې دادی چې کله په یوه مسأله کې تناقض کشف کړي، حل لاره هم وړاندي کوي او دلایل هم وایي.

همدارنګه د نوموړي کتاب بله ښه ځانګړنه داده چې مخکې له دې چې د خدای پیژندنې موضوع پکې بحث شې، لومړی یې انسان پیژندنه بحث کړې، د انسان د ښې پيژندنې په برخه کې یې د هغه وجود په درې برخو ویشلی. (جسم، نفس او روح). او بیا یې هر یو په واضح او روښانه ډول شنلی دی.

د دې تر څنګ یې د نړۍ موجود نظامونه (اسلام، کمونیزم او کپیيټلیزم) هم په تحلیلي ډول شنلي دي. د کتاب په څلورم یا وروستي فصل کې د اقتصادي بنسټونو ( پانګوالي نظام یا سرمایداري نظام، کمونیزم او د واسطي یا منځ لاری نظام یا اسلامي بنسټ) توپیري بحث مطرح شوی چې تر ټولو جالبه او منطقي شننه پکې شوې. د کتاب په بیخې وروستۍ برخه کې د حکومت په درې ګونو اصولو (د انسان آزادي، قران او سنت او شورا) باندې معلومات وړاندي شوي دي .


Comments

Share with your friends:

reply