د ارواحو له ښاره
لیکوال: ښاغلی اکبر کرګر
په کتاب لاندي دری لیکنې د ښاغلي زمري، ښاغلي لاهو او همت صیب دي "
دا د هغه اثر نوم دی چې قدرمن استاد او فیلسوف اکبرکرګر لیکلی او په دې وروستیو کې چاپ شوی دی
دغه اثر خاص اومتفاوت دی .
متفاوت په دی دی چی د کیسې اتل چې ټولې پیښې پرې چورلیږی مړ دی ، فزیکی وجود نه لري ، یوه ارواح ده چې د کیسې په هره برخه کې راڅرګنديږی او خلکو ته تسلیت یا ډاډګیرنه ورکوي
دغه ارواح ټول خلک په حقیقت کې مړه بولي نوځکه یې هروخت د ډاګیرنې دپاره راځي
د کیسې اتل له دې امله چې په یوې ارواح بدل شوی دير خوشاله بریښي ځکه په ده کې هغه احساسات ټول وژل شوي چې یو وخت یی ډير ځوراوه او دده دعذاب سبب کیدل اوس یې د ماشومانو د لوږې او د ناروغی درد نه ژړوي
او دا سودا هم ورسره نه شته چې ولې داسې وشول اویا نور به څه پيښیږي ځکه هغه نور د هرڅه له درک اوپوهیدو څخه بې برخې شوی دی
دغه اثر چې په حقیقت کې کله کله د طنز په ژبه بیانیږي په یوې خندونکې تراژیدی باندې بدلیږي
ارواح دخلکو په بدمرغیو نه ژاړي
هغه وايی بدمرغي خپله دې خلکو په ځان راوستی ده
په حقیقت کی همدا ژوندي مړي ، ګناهکاران دي چې هرڅه په پټو سترګو مني او چوپه خوله ناست دی
دا اثر په ډير خواږه نثر لیکل شوی ته به وایې راوي مومخې ته ناست دې د ارواحو د ښار دهرې کوڅې تصویرونه یې په لاس کې دي او هریوې تاسو ته جلا جلا درښکاره کوي
په کیسه کې یې قراردادي دودونه مات کړي او پيښو ته یې له یوې بلې لارې باف او پیوند ورکړی .
ښاغلي اومشر لیکوال اسد زمري چې دغه ناول لوستی د خپلې لیکنې په یوې برخې کې یې داسې لیکلي :
(( ناول د افغانانو ټولې ناخوالې لکه فقر،بیکاري،خرافات، د ماشومانو ودونه ،اجتماعي او اخلاقی فساد،بی عدالتي،د قومونو دلالي،رشوت،سواستفادي،کډوالې،له شمیره وتلي قتلونه،د جهاديانوجنایتونه،د اشغالګرو یرغلونه او ظلمونه،دګاوندیو نادودې او داسی نور په ګوته کوی اوپیښي د اسطورو او تاریخ په استناد څیړي...
ترټولو مهمه داچې ناول د حوادثو یو مجرده او ساده بیان نه دی بلکی ډیر ګټور او دقیق معلومات پکې راوړل شوي دي ))
په پای کې درانه استاد ته له خدایه اوږد عمر او د پوره روغتیا او د قلم د لاچلولو دعا کوو
لیکنه: استاد Noormohamad Lahoo
کرګر او دارواحو ښار
د هیواد منلي او هڅاند څیړونکي او څو بعدي فرهنګي شخصیت او زما ګران ملګري ښاغلي اکبر کرګر پر ما ستره پیرزوینه کړې او خپل روستی ناول (دارواحو له ښاره) یې رااستولی چې ددې مهربانۍ نه یې دزړه له تله مننه کوم. ناول مې لکه دده نور اثاربې له دمې ولوست ، خوندمې ترې واخیست او خوښ شوم چې د هیواد دادبیاتو دبډایئ لپاره داسې یو ارزشتمن او له معلوماتو غني اثر ټولنې ته وړاندې کیږي.
په(د ارواحو له ښاره) څه لیکل غیر لازمي او غیر ضروري ځکه دي چې دناول اصلي کرکتر یو او دوه نه دي او یو یا دوه موضوع ګانې پکې نه دي رانغښتي اودیوې لنډې زمانی خبرې پکې نه دي ویل شوي: له ارواپوهنې تاریخ،سیاست ،تصوف ،عرفان،فلسفه،تیولوژي،ټولنپوهنې،ارواپوهنې نه نیولی تر مودرنو علومو پورې مسایل پکې راوړل شوي دي او د پنځه زرو کلونو خبرې راسپړي؛ نو څکه زه پرې د څه لیکلو په ځای دوستانو ته د خپله ناول د لوستلو مشوره اوبلنه ورکوم .
کرګر ژوند له کړاونو او دایمې عذابونو ډک او داور دسکروټو بار بولي ،نو څکه هغه له اوږو غورځوي او د ارواحو ښارته کډه کوي( چې زه يې عمر اوږد او عذابونه کم غواړم) او د ارواحو له خوا غږیږی ،هغه اروا چې د بچیانو دګیډی او ددنیا د ضروریاتو غم او د ناخوالو ویره ورسره نشته .
دارواحو ښار هغه ملک دی چې لارې او کوڅې يې شاړې دي نه پکې غږونه شته او نه ځوک پکې ښوږیږي ...
د تصور خلاف د اوراحو ژبه دلته ډیره سلیسه، روانه او کله هم ډیره شاعرانه ده
کرګر که شعر نه لیکي خو دا کمال لري چې د نثر په زړه د شعر سوز،رواني او ښکلا ورننباسي،
موضوع ګانې پکې کله د طنز په ژبه او کله هم دسمبولونو په استعمال او کله هم ډیره بربنډه او بې ویری او ترهې(په یوه ښکلي بغاوت) بیان شوي دي.
ناول په خپل نوع کې بیخي نوی دی ،څوایرانی لیکوالو په همدې سبک یو دوه کتابه لیکلي(خیام وآن دروغ دلاویز او صحرای محشر) خو د هغوۍ موضوع فانتیزي او خیالي وی په داسي حال کې چې د کرګر پيښې او شخصیتونه او موضوع ګانې ټولې ریالیستي او واقعې دي .
ناول د افغانانو ټولې ناخوالې لکه فقر،بیکاري،خرافات،دماشومانو ودونه ،اجتماعي او اخلاقی فساد،بی عدالتي،د قومونو دلالي،رشوت،سواستفادي،کډوالې،له شمیره وتلي قتلونه،د جهاديانوجنایتونه،د اشغالګرو یرغلونه او ظلمونه،دګاوندیو نادودې او داسی نور په ګوته کوی اوپیښي د اسطورو او تاریخ په استناد څیړي...
ترټولو مهمه داچې ناول د حوادثو یو مجرده او ساده بیان نه دی بلکی ډیر ګټور او دقیق معلومات پکې راوړل شوي دي د وضعی دبدلون لپاره (د څه کولو) پیام دناول روح تشکیلوي لیکوال دزړه له درده وایي:
«په داسې حال کې چې د ښاریانو د بچیانو،میندو،پلرونو ،قاتلان لکه د څنګل شرمښان دښار په ستوني پراته دي او دوۍ یې په واړندې هیخ نه کوي»
د کرګر صاحب قلم له رنګه ډک، طبعه روانه ،حوصله پراخه او تن روغ غواړم او نویو هستونو ته یې سترګې په لاره یم
لیکنه: اسد زمری
د ښو شيانو له ډلې مې PDF مطالعه نه خوښيږي، خو کله-کله له مجبورۍ ورته مخه کړم. دا څو ورځې له پرلهپسې رخصتيو نه په استفادې مې «د ارواحو له ښاره» ناول پيډياف ولوست. نوموړی ناول ښاغلي محمد اکبر کرګر ليکلی دی. موضوع يې داسې را پيل کړې چې يو مړی ژونديو ته ليکل کوي او د ژونديو مړيتوب ورته ښايي، چې تاسې هم هسې په نامه ژوندي يئ.
ډېری خلک له ناول لوستلو يوازې يو تصور او درک لري، دوی فکر کوي چې ناول يوازې د مينې کيسې او داستانونه دي؛ خو داسې هم نده زياتره تاريخي ناولونه او د ښاغلي کرګر ناول ډېر ښه موضوعات په خوږه، نرمه او روانه بڼه منعکس کوي. ښاغلي کرګر په دې ناول کې د افغانانو اوږده غميزه په ډېره ښکلي بڼه کښلې ده.
د اروپا په تاريخ د رنسانس دورې ته که ځېر شو، هلته هم پيل ناولونو او د عالمانو ليکنو کړی، ورو-ورو يې دينپلورنکي خلکو ته ورښودلي. دغه ناول زموږ د رنسانس لپاره ماته همداسې څه ښکاره شو.
په دغه کتاب د ښاغلي څېړنوال عبدالغفور لېوال ليکلې سريزه ډېره عالي ده او تاسې به وهڅوي چې کتاب په يوه ساه تر پايه ولولئ.
د کتاب دوه برخې به زه دلته درسره شریکې کړم.
".... ځان مې دوکاندار کړ، د اوښ څرمن مې يعنې خپله څرمن مې لېري کړه، اوږدې تسبيح مې پيدا کړې، د دوکان په دخل کښېناستم، اوږده اوراد مې پيل کړل. د اوښ څرمن مې په سپينو کاليو بدله کړې وه. اعلان مې وکړ او د دوکان په رس مې هم لوحه جوړه کړه چې «دجغرافيه او تاريخ د پلورلو هټۍ».
خلک او مشرتيان د لوحې په لوستلو راټول شول، ټولو لوحې ته پام کړ. د هر يوه شونډې رپېدلې. هېڅ چا زړه نه ښه کاوه، جغرافيه يې خوښېده خو چې کله به يې تاريخ ته پام کړ، نو وبه بونگېدل. لېرې به شول، اخير يو مشرتي پيدا شو، تور لينگي يې نيولي وو، خوله يې له پان نه ډکه وه. ځان ته يې څو نومونه ورکړي ول، خانداني دعوه يې کوله خو زه اړ وم چې ډياناې يې وگورم، په پايله کې مالومه شوه، چې مور يې د هندوستان يوه رنډۍ وه، يوه انگريز پرې د سهار له خوا ختلی وو او دی ترې پيدا شوی وو خو ده ځانته ډېر کلک بسوملان وایه، حال دا چې دی له ما هم ښه دوکاندار وو. دا ځکه چې حرامي و، حراميان په هر کار کې ډېر قابليت لري، ما ته نه گورې، يو مثال يې زه يم. د هغه ډېرې شش کليمې هم زده وې، د اوداسه لپاره يې لوټه هم گرځوله خو د سورين سور يې ښه زيات وو. هغه چمتو شو چې دا جغرافيه واخلی. د جغرافيې واکمنان مې ناخبره واچول، ځينې که پوهېدل هغه هم د دې رنډۍ له زوی سره د پان او کبابو په دوکان کې مزدوري کړې وه، لا پرې خوشاله ول. سودا مې پخه کړه چې «نن دی که سبا دی، دا مال د زرغون شاه دی.»"¹⁰⁷ (پاکستان ته اشاره).
"... د ښار حاکم چې مخ يې پټ دی، نه غواړي سترګې له خلکو سره مخامخ کړي. خلک دې معجزې ته حيران دي، پوښتنه کوي. « ايا حاکم شرمېږي؟ کوم د شرم کار يې کړی، چې له خلکو سره نه سترګه په سترګه کېږي؟ ايا کومه پېښه پرې شوې ده چې مخ نهښکاره کوي؟» همدا سبب دی چې يوه ورځ يې خبرې کولې خو مخ يې بلې خواته اړولی و او شاه يې مخاطبو ته اړولې وه.
ارواحګانې کيسه کوي، وايي: «هغه غواړي پخپله د حجاب بېلګه وي؛ نو امر کوي چې نور بايد د انسان نيمايي تن يعنې ښځينه انسان او وجود د کور له انګړه رابهر نه شي، نه يوازې نه ر ابهر کېدل؛ بلکې په لاس کې د کتاب نيول او د هغه لوستل خو بېخي د الحاد(!) او شرک(!) بېلګه ده.... "¹⁶¹
که چا د پيډياف مطالعې حوصله درلوده، زما وټساپ ته يو سلام راوليږئ؛ زه به کتاب درسره شريک کړم.
#دکتابلهپاڼو۱۸
Comments
Share with your friends: