Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-08-22 12:09:30 by Shabnam Khan

د تاریخ ننداره


د "تاریخ ننداره" د ډاکټر مبارک علي د مقالو ټولګه ده چې پښتو ژبې ته استاد اسدالله غضنفر را ژباړلې ده.

مبارک علي د هندوستان تر خپلواکۍ شپږ کاله پخوا د راجستان ایالت په ټونک کې زېږېدلی دی.

نهه کلن و چې کورنۍ یې پاکستان ته کډه شوه. نوموړي د تاریخ په برخه کې زده کړې کړې دي او په همدې علم کې یې په 1976 کال د جرمني په "Ruhr" پوهنتون کې دوکتورا واخېسته.

مبارک علي د هند براعظمګي په اوسنو مورخانو او مفکرانو کې د خورا لوی نوم څښتن دی....


په دې اثر کې د مبارک علي تقریباً څلور اویا مقالې راټولې شوي دي.

دا مقالي د موضوع وحدت نه لري.

استاد غضنفر د مبارک علي بېلابېلي او ګټورې مقالې په مختلفو وختونو کې را ژباړلې او په دې کتاب کې یې راټولې کړې دي.

د استاد غضنفر ژباړه، د نوموړي د لیکنو په څېر ساده، عام فهمه او خوږه ده. 

د کتاب له دلچسپو موضوعاتو او د استاد له خوږې او روانې ژباړې به هېڅ ستړیا احساس نه کړئ!


څرنګه چې د ډاکټر مبارک علي د دوکتورا د رسالې موضوع په هندوستان کې د مغولو مطالعه وه، نو نوموړي د مغولو په اړه ډېرې جالبي او نوي خبرې کړې دي...

همداسې په نورو تاریخي موضوعاتو ډېر ښه غږېدلی او ډېرې نوي او د کار خبرې له ځان سره لري، چې خوند او پند دواړه ترې اخېستل کېږي.

استاد اسدالله غضنفر د مبارک علي په اړه ليکي:

"زموږ په وطن او شاوخوا وطنونو کې له تاریخ معمولاً د قام د ماضي د شانداره کولو، د ځینو ستر ښودلو، یا د مخالفانو د ځپلو لپاره استفاده کېږي. زما په اند د مبارک علي په لیکنو کې دغسې تمایل نشته. دی د تاریخ د علم لویې موخې ته چې د نن د غوټو د پرانېستلو لپاره د پرون مطالعه ده، خورا وفاداره ښکاري..."


په دې کتاب کې راغلي مقالې ډېرې جالبي، نوي او خوندورې دي، حتمن یې ولولئ!


درنښت

#منصور_لېوال


Comments

Share with your friends:

reply