تکه توره تیاره وه، په کلي خاموشي خوره وه، د سپو غپ غپ اورېدل کېدۀ لوڅې پښې انجلۍ د کلا په کونج کې غرېو نیولې ناسته ده د بنګړیو په ماتو ټوټو ځمکه ګروي چې یؤ دم یؤ ډډ غږ را وخوت. ـ دغه مرداره ما له وخته پېژندله چې یؤ وخت به دا کور پرېږدي او تښتي به. ـ اجي ګله بدګماني د خدای نافرماني ده ګوره چېري به بې هوشه شوې وي، ګنې د هغې څه مجبوریت وۀ چې له کوره وتښتي؟ ـ زړې! ستا په خوله کې هم ژبه ډېره اوږده شوې که دې د سر خیر غواړې د هغې په ملاتړ چې نور سپوڼ ونه باسې. د انجلۍ سلګۍ زیاتي شوې له وارخطایي نه د دوی په طرف ورتلای شي او نه هم لاره شته چې وتښتي. ژور سوچ یوړه د خوب غلبه ورباندې ورغله شپه د هغې په ورکه کې سبا شوه. سپېدې چاودلې وې د انجلۍ د مورکۍ تر سترګو د کلا کونج ته سور ټیکری ښکاري غږ یې کړ ـ اجي! وه اجي! ـ څه دې، زړې! د پلانکۍ د مرګ اعلان یې نه وکړو؟ ـ اجي! د کلا په کونج کې لکه زما د لورکۍ ټیکری داسې سور شی ښکاري، زه ډارېږم راځې ورشو. اجي نږدې په تاخچه کې ایښې ترښځ ته لاس کړ، درځه د دې بوټ غ... خدای دې وکړي چې دا وي بیا به یې زه خوښ شم. مورکۍ د لور په ټیکري ور منډه کړه، په منډه کې یې ورته وویل څه وراره یې چې دلته پرته یې؟ له هغې خوا هیڅ غږ ورته رانغی. اجي: مه کوه د دې په کار دا ترښځ ښه پوهېږي. مورکۍ: اجې ګله کوران مې پې ایښی، مورکۍ په لور پرېوته، تر څو اجي وار ورباندې ونکړي اجي: زړې لیرې کېږې که ستا ماغرۀ هم دلته له دې سره باد باد کړم؟ مورکۍ چې نازولې لور تر کوڅر ونیوله د لور په کشوله ونه توانېده، ناهیلې سترګې یې ورته راوړولې لور یې د مرګ په خوب ویده شوې وه... عقله! ته به سيال د محبت نه شې دنګه مناره څه وي؟ په غرۀ پورې لیک: رحیم پښتونیار کال ـ ۱۳۹۸ کابل ـ افغانستان
Comments
Share with your friends: