نن مې د ارواښاد نصير احمد احمدي له جادوګرو ګوتو او قلم وتلی «ټال» ناول ولوست!
دا ناول د کيفيت په لحاظ د احمدي له نورو ناولونو سره په پرتلنه کې يو شان دی.
دا ناول هم د نورو په شان له هره اړخه ښکلی او جذاب دی. دا ناول ټول په 140 مخونو کې راټول شوی دی.
د ناول په منځپانګه ډېرې خبرې نه کوم، ځکه بيا يې تلوسه له منځه ځي، خو ځينې خوندورې او قوي جملې يې دلته راوړم:
*«سکون د پوست باد غوندې دی، په سترګو نه ښکاري، خو پر مخ خوږ لګېږي. سکون آرامۍ ته وايي، د روح آرامي، د ځان آرامي، د مغز آرامي».
*«په ژوند کې په دې پوه شوم چې څنګه په غمجنو سترګو کې په آسانه ځلا پيدا کړو».
*«نن په دې وپوهېدم چې يوازې د يو څه ليدل او لمس کول ښکلی احساس نه درکوي، ښکلی احساس مو زړه حس کوي. موندل يې دومره سخت کار نه دی، کله کله وړې خبرې خوشالي راولي. بس، زموږ ځينو کوچنیو ټکو ته پام نه وي».
*«خوشالي ډېره ساده ده، خو موږ يې په لويو شیانو کې لټوو».
*«خوشالي تل په لوکسو او قېمتي وسايلو کې نه ده، خوشالي د زړه خبره ده، کله کله واړه شيان هم ومنه».
*«ځينې خبرې بايد د نورو له پاره ومنو».
*«ځينې خلک د ښو ارزښت نه لري. کار مه پرې لره».
*«ځينې خلک تر خدايه هم لويه درجه غواړي».
*«ټول خلک زړونه لري، خو ښکلی زړه کم پيدا کېږي».
*«کله کله ورک شه/ ورکه شه دا مانا چې تر هر وخت زيات ضرورت درته لرم».
*«ځينې خبرې نه ويل کېږي، له ويلو پرته بايد ورباندې پوه شو».
*«کله کله له يو چا خفه کېدل، د ګرانښت وروستۍ حد وي».
*«د ژوند خوند همدا دی چې په نورو ګران واوسه او نور درباندې ګران که».
*«د ګرانښت وروستۍ حد همدا دی چې ته نه يې، يو څوک درپسې وژاړي».
Comments
Share with your friends: