Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-08-17 11:19:44 by Shabnam Khan

د تجارت پیلولو،د مالي تنګلاسیو د له منځه وړلو،تجارت پراختیا،شتمنۍ ساتنې،سپما... لپاره غوره کتاب(د بابل خان) دی. ما يو څو ورځي مخکې ټول مطالعه کړ،نو تاسو ته یې هم د مطالعه کولو سپارښتنه کوم. لیکوال یې جورج کلاسن دی،چې پښتو ژبې ته ښاغلي"جبار فراز" ژباړلی دی او تر دوو میلیونو زیات پلورل شوی دی. د کتاب د سرلیک هدف تر یوه ځایه آرکاد(د بابل ښار ترټولو شتمن سړی)دی.او یوه ښه ځانګړنه یې دا ده چې کتاب د یو کیسې یا د ناول په ډول لیکل شوي دی،چې لا یې خوند په دې سره زیات شوی دی. ځینې شاید بابل ونه پیژنې،نو بابل یو پخوانۍ ښار دی چې د دغه ښار لرغونتوب ۴۰۰۰ کاله ښودل شوي دی،چې د کتاب په اخر کې یې تاریخچه هم شته. د کتاب په اړه ځینو مشهورو پوهانو او لیکوالانو خبري کړې دي: _ دا کتاب به مو د داسې یوې موخې پر ترلاسه کولو وتوانوې چې تردې مخکې به مو ښایې ناممکنه بلله. نامتو لیکوال او ویناوال"اوګ مانډینو". _ دا کتاب د اقتصادي بریالیتوب لومړۍ خښته ده،ځکه چې بیان شوې تګلارې یې ساده،سیده او اغېزناکې دي. د شخصیت روزنې ماهر او لیکوال"براین ټرېسي". _ دا کتاب مې د خپل څلویښت کلن مسلکي ژوند په اوږدو کې نږدې څلورو میلیونو انسانانو ته سپارښت کړی دی او ورته ویلي مې دی چې جورج کلاسن مو له اقتصادي اړخه په خپلو پښو درولای شي.


Comments

Share with your friends:

reply