Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-08-16 10:45:01 by Shabnam Khan

”ولې خوب کوو “ “Why we Sleep” دا کتاب د خوب نامتو ساینس پوه ـ میتیو واکر- لخوا لیکل شوی دی.


دا یو جامع کتاب دی چې د خوب اړوند په هره برخه کې - د خوب ګټې، تاوانونه، د کم خوبۍ علتونه، او له هغوي څځه ځان ساتل، او د خوب اغیز په ژوند او ټولنه کې او داسې نورو ډېرو برخو باندې يې بحث کړی. په ټوله کې، دا زموږ په روغتیا کې د خوب په مهم رول ټینګار کوي او له ټولنې څخه غواړي چې د هغې ارزښت ته لومړیتوب ورکړي.


ددې کتاب لیکوال په لومړیو څپرکو کې د خوب په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي چې خوب څه شی دی، څنګه رامنځته کېږي او موږ ورته ولې اړتیا لرو. په دویمه برخه کې د خوب د ګټو په اړه معلومات وړاندې کوي چې، خوب څنګه او ولې د انسان د بدن لپاره اړین دی. په دریمه برخه کې د کم خوبۍ د تاوانونو په اړه معلومات ورکوي. او دا لوستونکو ته ښايي چې کم خوبي کومې ستونزې انسانانو ته پيښوي. په څلورمه برخه کې د ښه خوب کولو لپاره لارې چارې ښايي چې څنګه منظم خوب وکړو او په یوه شپه او ورځ کې یو انسان خوب ته څومره اړتیا لري. 


که مو دا کتاب ولوسته نو ډېر څه به ترې زده کړئ. تر ټولو اړینه یې دا ده چې کافي خوب موږ سره په زده کړه او روغتیا کې هم مرسته کوي، که چیرې ناروغ واوسو نو خوب موږ سره په رغېدو کې هم مرسته کولی شي. 


لنډه یې دا چې خوب په ژوند او ټولنه کې یو د مهمو اړتیاوو څخه دی.


Comments

Share with your friends:

reply