Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-08-14 11:23:56 by Shabnam Khan

باطني ارامتیا:


دا د امریکایي ویناوال، لیکوال او ارواپوه ډاکټر وین ډایر د څو کتابونو لکه (ستاسو مقدسه ځانوالي، ستاسو د تېروتنو قلمرو، د هر مشکل لپاره یوه معنوي حل لاره شته، د بریا لس رازونه او باطني ارامتیا، په مسیر کې پاتې کېدل، مراقبه)

د لنډو او غوره جملو غورچاڼ دی.

دا کتاب د وین ډایر د لنډو اراوا درمانو جملو ټولګه ده چې استاد مصطفی صفا د وین ډایر له پورتنیو کتابونو را چاڼ کړی او ژباړلی دي.

د ډاکټر وین ډایر نور کتابونه هم نړیوال شهرت لري او د نړۍ ګڼو ژبو ته ژباړل شوي دي.

نوموړی په خپلو لیکنو او ویناوو کې د انسان له باطني نړۍ او معنوي ارزښتونو څخه زیات غږېدلی دی.

له همدې امله نوموړي ته د باطن د کاشف او د معنویاتو د رهبر لقبونه ورکړل شوي دي.

د دې کتاب ښېګڼه داده چې د ګڼو کتابونو چاڼ دی او د هغوی غوره او لنډې جملې پکې راغلې دي...

غوره ویناوې ځکه ارزښتمنې دي چې که لږ مبالغه وکړم، نو په هره وینا کې یو کتاب خبرې راغلې وي. لکه زموږ د فولکلور په برخه کې لنډۍ! چې د شکل له مخې ډېره کوچنۍ، خو په محتوا کې د یوه کتاب په اندازه خبرې لري.

دویم دا چې غوره ویناوي لنډې وي، نو په لوستونکو هم نه بوج کېږي او له لوستلو یې خوند اخلي.


د هر لیکوال په اثارو کې ښېګڼې او بدګڼې شته. د بهرنیو لیکوالانو په اثارو کې خو ګڼ شمېر داسې څېزونه شته چې زموږ له فرهنګ او کلتور سره سمون نه خوري او زموږ د وګړو هېڅ درد نه شي دوا کولای.

د استاد مصطفی صفا یوه ښه ځانګړنه داده، چې اکثره وخت د بهرني لیکوالو په یو یا دوو کتابونو بسنه نه کوي، د هغوی تقریباً ټول اثار لولي، له هغوی څخه چاڼ کوي او هغه څه چې غوره او لوستونکیو ته ګټور تمامېږي را ژباړي.


د وین ډایر دا کتاب چې ولولې، نو داسې وګڼه چې د وین ډایر ټول اثار دې لوستي دي، ځکه چې دا یې د اثارو د غوره جملو غورچاڼ دی.


استاد صفا له نړیوالو ادبیاتو سره بلد کس دی، او نوموړی تر بل هر چا ښه پوهېږي چې کوم اثار زموږ د لوستونکیو په درد لګېږي او یو څه ترې اخذ کولای شي.

استاد ته دې رب اوږد عمر ورکړي، چې دا ژبه او ولس په نورو داسې ارزښتمنو ډالیو ونازوي!!


باطني ارامتیا د وین ډایر له نویو، جالبو او عالي ویناوو مالامال اثر دی، ویې لولئ ډېرې نوې خبرې درته لري!


د کتاب څو غوره ویناوي:

ــ د ژوند په اوږدو کې دوه احساسه، تر ټولو احساساتو بې ثمره دي. یو د هغه څه په اړه اندېښنه چې پېښ شوي او تېر شوي دي او بل د هغه څه په اړه اندېښنه کول چې په راتلونکې کې یې د پېښېدو ویره کوئ!


ـــ غم، غوسه او خفګان په نړۍ کې نشته؛ څه چې شته هغه اندېښناک او غوسه ناک فکرونه دي.


ـــ په دې زمانه کې د موفقیت بام ته د ختلو لیفټ له کاره لوېدلی دی. باید زینه په زینه پورته ولاړ شې.


ـــ له هر څه سره چې علاقه لرې، تر سره یې کړه او څه چې تر سره کوي علاقه ورسره ولره، همدا د ژوند اسانه لاره ده!


ــــ په یوه عبادتځای لیکلي وو( له لانجه مارو او غالمغالي خلکو څخه لرې اوسئ! هغوی روحونه ځوروي)

زه پر دغه وینا دا خبره ور زیاتوم: چې دغه ډول خلک له تاسې څخه ارامتیا اخلي.


ـــ د راتلونکې په اړه ستاسې هر څومره لوی تشویش او اندېښنه په هغه کې کوچنی بدلون هم نه شي راوستلای...


درنښت

#منصور_لېوال


Comments

Share with your friends:

reply