Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-08-13 10:10:37 by Shabnam Khan

Surrounded by Idiots - د احمقانو په منځ کې


 دا یو ډېر جالبه کتاب دی، په دې کتاب کې لیکوال – توماس ایرکسن د انسانانو مختلف ډولونه په ډېر ښه شکل سره تشریح کړي دي.


ولې مو یو شخص نه خوښېږي؟ 

ولې د خپلو ملګرو او په ټولنه کې د خلکو څخه شکایتونه لرو؟ 

ولې مو یو انسان په لومړیو کې ښه او د وخت په تیریدو سره بدي راځي؟ 

ولې بعضې انسانان ډېر په قهر کېږي خو بعضې بیا بیخي غوسه نه کوي؟

 

که دا پوښتنې تاسې سره هم وي، نو دا کتاب باید مطالعه کړئ.

 

دا کتاب په انساني چلند او اړیکو باندې ډېر را څرخېږي مثلا: د انسانانو مختلف شخصیتونه، نظریې، د انسانانو سره اړیکې،  د یو کار د بشپړولو مختلف میتودونه او داسې نور. 

په دې کتاب کې لوستونکو ته ښایي چې ولې بعضې خلک ډېر حساس وي، بعضې ډېر جدي وي، بعضې هر شي ته متوجه کیږي، بعضې بیا د څه شي په کیسه کې نه وي، بعضې ډېر غوسه ناک وي، بعضې خوش طبعيته وي او داسې نور.

په دې کتاب کې دا هم ذکر شوي چې څنګه د خلکو سره اړیکه ولرو، او څنګه کولی شو چې د مختلفو خلکو د شخصیتونو سره ځان برابر کړو او له هغوي سره پرته له کومې ستونزې اړیکې ولرو او د ستونزو پر وخت ورته حل لارې پیدا کړو.

  

تر ټولو جالبه یې دا ده چې په نوموړي کتاب کې ذکر شوي: هېڅ شخص هم لوده نه دی ـ فقط د هغوي پیژندل مهم دي. کله مو چې یو انسان په پوره مانا وپيژانده او د هغوي په طبیعت پوه شوئ، نو درته به معلومه شي چې هغه یو غوره انسان دی نه یو لوده.


Comments

Share with your friends:

reply