Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-08-10 09:34:01 by Shabnam Khan

#د_سوفي_نړۍ


که غواړئ له فلسفې سره يو عمر ژوند وکړٸ د سوفي نړۍ کتاب حتمن ولولٸ.


سوفي نړۍ يو له هغو کتابونو څخه دى چې لوستونکي يې ځان ته د مقناطیس په شان را کشوي. 

دا کتاب د هغو کسانو لپاره چې د فلسفې په اړه ډیر پوهیږي او همدارنګه د هغو لپاره چې له فلسفې سره کمه اشنايي لري ډېر په زړه پورې دی.


#د_کتاب_په_اړه

د سوفي نړۍ يو فلسفي رمان دى چې د فلسفې تاريخ يې په ساده ژبه بيان کړى. دا کتاب د «یوستین گارډر» اثر دى چې په لومړي ځل په ١٩٩١ ميلادي کې په ناروې هېواد کې خپور شو. 


دا کتاب د نړۍ په ٦٠ ژبو ژباړل شوى چې تر اوسه یې له ٤٠ ميليونه څخه زياتې نسخې پلورل شوې دي. چې د هرې طبقې په ځانګړې توګه ځوانان یې ډیر ځان ته را جذب کړي دي. 


له نېکه مرغه دا کتاب پښتو ته د «رحیم الله دقیق» لخوا په روانه ژبه ژباړل شوى او لوستنکو ته يې په اختيار کې ورکړى. البته د یادونې وړ ده چې دا کتاب «وږمه وردګ» او یو بل کس هم ژباړلی دی. 


#د_ليکونکي_پېژندنه

یوسټین ګارډر، د فلسفې، الهياتو او ادبياتو په برخه کې له «اسلو» پوهنتون څخه فارغ شوى. او لس کاله یې فلسفه او د عقايدو تاريخ په ښوونځیو کې تدريس کړى دی. 

دۀ ډېر کلونه د يوه اسانه کتاب په لټه کې تېر کړل چې د خپلو زدكوونكو د درد دوا يې شي. 


که څه هم فلسفي کتابونه ډېر زيات وو خو داسې کتاب چې د ځوانو لپاره په زړه پورې او ساده وي پيدا نشوى کړى.

او همدې ستونزې يوسټين ګارډر و هڅاوه چې په ١٩٩١ م کې فلسفه د په زړه پورې کېسو په بڼه چې د ځوانانو لپاره جذابې وي و ليکي. 

لېکونکی د فلسفې دری زره کلن تاریخ او مهمي پیښې په ډیر کمال او هنر سره په همدې کتاب (سوفي نړۍ) کې بیان کړي دي. 


#د_سوفي_نړۍ_د_کتاب_له_متن_څخه


عجيبه نده چې نه پوهېږې څوک يې؟

او آیا ستا په نظر دا بې انصافي نده چې انسان د خپلې څیرې په انتخاب کې هېڅ واک نلري.

بني آدم کولاى شي چې خپل ملګري خپله وټاکي، مګر خپل ځان خپله نشي ټاکلى. حتى داچې انسان و اوسي هم دهغه په لاس کې ندی. 

(د سوفي نړۍ-١٤ پاڼه)


هراکليتوس ټينګار کوي چې تضاد د نړۍ ځانګړنه ده. که هېڅ ناروغ نشو، نه پوهيږو چې صحت څه شى دی.

که هېڅ وږي نه شو، له مړښت څخه خوند نشو اخيستلى. 

که هېڅکله جنګ نه واي شوى، د سولې په ارزښت به نه پوهېدو.

(د سوفي نړۍ-٤٨ پاڼه)


ارسطو پوښتنه کوي: څنګه بايد ژوند وکړو؟ ښه اوسېدل څه ته اړتيا لري؟ او ځواب ورکوي: انسان هله کولى شي چې نېکمرغه و اوسي چې د خپل ټول ځواک او ظرفيت څخه ګټه واخلي.

(د سوفي نړۍ-١٣٨ پاڼه)


هرڅه چې وينٸ ستاسو د شاوخوا يوه برخه ده، اما ستاسو د ليدلو بڼه په هغو عینکو پوري اړه لري چې تاسو ېي په سترګو کوئ.

(د سوفي نړۍ-٣٧٧ پاڼه)


د سارتر په فلسفه کې بنسټیز ټکى هستي «شتون» دى. 

نباتات او حیوانات هم ژوندي دي، او شتون لري، مګر مجبوره ندي چې فکر يا اندېښنه وکړي. انسان يوازنى ژوندى موجود دى چې له خپل شتون څخه خبر دى.


سارتر به ويل مادي شيان يوازې په «خپل نفس» - في نفسه - کې شتون لري. حال داچې انسان د «خپل نفس» - لنفسه - لپاره شتون لري.

په همدې خاطر د انسان شتون د شيانو د شتون سره يو شان نه دى. 

(د سوفي نړۍ-٥٣٤ پاڼه)


#دکتاب_اصلي_کرکټر


د صوفي نړۍ د رمان اصلي کرکټره يوه خلاقه او له انرژي ډکه پنځه لس کلنه نجلۍ ده چې سوفي نوميږي، د سوفي ذهن له داسې فلسفي پوښتنو ډک ده چې ورته هېڅ ځواب نلري. سوفي د نړۍ ده ډېرو هغو ځوانانو په څیر ده چې د «څوک يې، څه يې او ولې يې» پوښتنو ته ځوابونه نلري.


#د_کتاب_لنډيز

کيسه له داسې ځايه شروع کېږي چې، سوفي ته عجيبه او په زړه پورې ليکونه راځي. يو ليک چې مانا لرونکى او له محتوا ډک وو «ته څوک يې» باندې خلاصه کيږي!


هو دا ټول ليک يواځې دا دوې کلېمي وو او همدا د سوفي د ذهن د هغه پوښتنو لپاره چې لرلې يې د څو برابره مشغولتيا لپاره بس وو.

د دې ليکونو کيسه دومره ژر نه خلاصيږي ځکه چې څه موده وروسته سوفي تر دې اوږده ليکونه د متفاوتو موضوعاتو سره لاس ته راوړل چې: نړۍ څنګه رامنځته ته شوه؟ د دې ليکونو پېچلتيا هلته حل شوه چې کله د ليک ليکونکي نوم ښکاره شو. آلبرټو کناکس هغه کس دى چې دا ليکونه به يې سوفي ته لېږل. او د دې ليکونو د لېږلو څخه يې هدف داوو چې ١٥ کلنې سوفي ته فلسفه ور زدکړي! د کېسې په ادامه کې، سوالونه د دوو کليمو د حالت څخه کرار کرار را و وتل او د سوفي سره يې د هغو دوو سوالونو چې د دې څخه پوښتل شوي وو د مناسبو ځوابونه په پيداکولو کې مرسته وکړه. 

په دې منځ کې سوفي لږ لږ د نړۍ د مختلفوفلسفيانو د نظريو سره بلده شوه. ځکه چې ليکونکى غواړي د کېسې په چوکاټ کې فلسفه اسانه بيان کړي ترڅو د مخاطب لپاره د فهم وړ شي. 


#د_يوسټين_ګارډر_څو_نورې_جملې 

١:  په ژوند کې تر ټولو اړين شى څه دي؟

که داسوال د داسې کس نه و پوښتو چې سخت وږى وي.

و به وايي ډوډى.

که يې د داسې کس نه و پښتو چې ډېر ساړه يې کېږي. 

و به وايي تودوخه. 

او کې يې له يو منزوي کس څخه وپوښتو.

و به وايي د خلکو سره اوسېدل.

خو که چېرې دا ټولې لمړنۍ اړتياوې پوره شي، آيا داسې نور څه هم شته چې انسان ورته اړتیا لري.


فیلسوفان وايې: هو.

او هغه دا چې موږ څوک يو؟ او دلته څه کوو؟ 


٢: اووه ميليارده انسانان په دې خاورينه ځمکه باندې ژوند کوي. خو سړى فقط په يوه باندې مينېږي.

په يو خاص انسان. 

هېڅ کله هم نه غواړي چې د چا سره يې بدل کړي. 


٣: پلار و پوښتل: په ښونځي کې څه درزده کوي؟

ځواب مې ورکړ: چپ کښېناستل. 

او دا کار دومره ګران دى چې د زدکولو لپاره يې کلونه تېروم. 


٤:  بار لرونکې ونې خمېږي او لوى سړي متواضع کيږي. مګر وچ شاخونه او ناپوه خلک ماتيږي، خميږي نه. 


٥:  بشر د يو لړ ستونزمنو سوالونو سره لاس او ګرېوان دى چې ورته قانع کونکي ځوابونه نلري. 

ښه، نو دوه کاره کولى شو. 

يا خو ځان او نور عالم ته دوکه ورکوو او داسې ښيو چې په څه چې بايد پوى شو پوهيږو.

او يا کولى شو تر ابده په اړينو مسايلو سترګې پټې کړو. 


بشريت له دې اړخه په دوو برخو وېشل شوى. 

په کلي توګه خلک يا سل سلنه مطمٸن دي يا سل سلنه بې تفاوته. 


لکه هغه کاغذ چې نيم تور خالونه لري او نيم سره او ناڅاپه په دې مينځ کې يو خال چې نه تور دى او نه سور ليدل کېږي. سقراط په آتن ښار کې لکه همدا خال داسې وو. نه مطمٸن و نه بې تفاوته. يوازې په دې پوهېده چې په هېڅ نه پو هيږي. او دې ډېر ازار ورکاوه.

نو ځکه فليسوف شو.


Comments

Share with your friends:

reply