Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-07-27 14:58:20 by Shabnam Khan

زما شعور زما په ننگ ودرېده


لیکوال: احسان الله درمل 


په طبابت کې د شعور کچه يا conscious level د ځينو ځانگړو شاخصونو او فزيکي معايناتو په مرسته معلومېږي. د شعور کچه چې معلوموي د ډاکټر مطلب دا وي چې ناروغ په هوښ کې دی که په کوما کې او که فرضاً په کوما کې دی نو کوما يې شديده يا ژوره ده او که سطحي. د شعور کچه او د کوما شدت د ناروغ د سترگو د خلاصوالي، د خبرو او حرکاتو پواسطه د مشخصو غبرگونونو د ارزيابۍ په مرسته ټاکل کېږي. د روغ او په هوښ کې بنيادم د شعور کچه 15/15 گڼل شوې او څومره چې د دې کسر صورت کمېږي، په هماغه اندازه د ناروغ شعور خرابېږي او کوما يې ژورېږي. دا ارزيابي چې GCS يې بولي، دا معلوموي چې ناروغ د سترگو، خبرو او حرکاتو په مرسته بهرنيو تنبهاتو ته ځواب ويلای شي او که نه. هر څومره چې د ناروغ د سترگو، ژبني او حرکي غبرگونونه پڅېږي، په هماغه کچه له شعوره لرې او د کوما په نامه مرگوني حالت ته ور نږدې دی. د دې ارزيابۍ په مهال له ناروغه دا پوښتنه هم کوو چې اوس څه وخت دی؟ چېرې يې؟ او شاوخوا دې څوک دي؟ د دې سوالونو په مرسته معلومېږي چې ناروغ د زمان، مکان او اشخاصو د پېژندلو شعور لري او که نه؟ که ناروغ سهار ته شپه، روغتون ته بازار او ډاکټر/ې ته ورور/خور ووايي نو شعور يې ټکنی دی.


دغه شعور چې ډاکټران يې د ارزيابۍ په مرسته معلوموي صرف د انسان د هغه شعور ارزيابي ده چې د ورځنيو چارو لپاره پکارېږي او که کوم بيدار توتي هم خبرې وکړای شي، 15/15 نومرې اخیستلای شي. نوموړی شعور يواځې له چاپېريال او ورځنيو حوادثو سره زموږ د جسم او ذهن اړيکي تعريفوي. چېرته يم؟ د خوب وخت دی که د کار؟ لاس وغځوم که راټول يې کړم؟ ....ډاکټران چې په عاجله خونه کې شعور، شعور یادوي، دغه ډول شعور یې مطلب وي. 


البته يو بل شعور هم شته چې په ادبياتو او نورو ټولنيزو علومو کې استعمالېږي. دغه دوهم شعور د انسان معنا او شخصیت تعريفوي؛ انسان ته د ځان، ټولنې او بشريت د خير او گټې لارې چارې ورښيي او بالاخره انسان ته د ځمکنيو واقعیتونو د پېژندلو او د هغوی په وړاندې د وړ غبرگون ظرفيت ور کوي. که د اسانۍ لپاره يې معنوي شعور و بولو کيسه به لږه اسانه شوې وي.


لکه څنگه چې يو شخص د بېلابېلو ناروغيو او ټروماوو له لاسه ورځنی شعور بایلي او کوما ته ځي، همدا ډول کېدلای شي چې يو کس يا آن يو ملت او قوم په جمعي ډول معنوي شعور وبايلي؛ معنوي کوما ته لاړ شي او د خپلې گټې او تاوان معادله ترې غلطه شي. مخکې مو وويل چې د ورځني شعور د ارزيابۍ لپاره له ناروغه د زمان، مکان او اشخاصو پوښتنه کوو. د دې درې شاخصونو پېژندنه د معمول یا ورځني شعور لوړه کچه ښيي. دليل دا دی چې معمول شعور په دې حالت کې زما د فزيکي جسم په اړه پوهېږي چې چېرته دی؟ د ورځې او شپې په کوم پړاو کې دی او له چا سره په اړيکي کې دی؟ 


د معنوي شعور لوړه کچه دا ده چې زه مثلاً په معنوي لحاظ د اوسني بشري تمدن يا زموږ د چاپېريال او نړيوالو معنوي ارزښتونو په زينه کې په کومه پوړۍ ولاړ يم. که زه د ځمکې په کومه سمڅه کې ناست يم او فکر کوم چې په سپوږمۍ کې مې خيمه وهلې ده، معنوي شعور مې پڅ دی. انسان د دې شعور په مرسته خپل معنوي مقام ټاکلای شي او خپله پوړۍ بدلولای شي. ورځنی شعور د بېلابېلو عواملو له امله ښکته راتلای شي خو په طبابت کې يې داسې بېلگه نه لرو چې تر 15/15 لوړ شي. مثلاً داسې نه شو ويلای چې پلانی تر هغه بل ډېر ويښ دی. خو معنوي شعور درجې لري او پورته هم تللای شي. موږ وايو چې پلانی تر هغه بل د لوړ شعور خاوند دی او پلانی ملت باشعوره ملت دی. په فرد او ملت کې چې هر څومره د معنوي شعور کچه لوړېږي، په هماغه اندازه يې د معنويت او شخصیت پوړ بدلېږي او برعکس. مطالعه، مشاهده، اکاډميک مرکزونه، ساينس او حکمت د فرد او ټولنو د معنوي شعور د لوړاوي وسایل دي. ځناور چې د معنوي شعور د لوړولو په چل نه پوهېږي، ميليونونه کاله کېږي چې ځناور دي او ټولنيزه مرتبه يې نه بدلېږي. 


که د ورځني شعور د کچې کموالی انسان کوما ته بيايي، د معنوي شعور کموالی هم فرد او آن ملت په معنوي کوما اخته کولای شي. ډېر کسان به مو لیدلي وي چې د څو تورو په لوستو ورته ځان فيلسوف ښکاري؛ د څو پيسو په لرلو ځان ورته هوښيار برېښي؛ څو مسرې چې وتړي او څو جملې چې وليکي ځان شاعر/ليکوال بولي او آن ملتونه هم شته چې ځان ورته د نړۍ تر ټولو نجيب، لرغونی، په حقه، مقدس او باشعوره ښکاري. دا داسې ده لکه د کوما ناروغ چې د زمان او مکان شعور له لاسه ور کړی وي او نه پوهېږي چې چېرته دی او څه وخت دی. د خپل فزيکي جسم تر څنگ د خپل معنوي وجود د دقیق موقعيت او وخت پېژندل انسان هڅوي چې د معنا سفر پيل کړي او ځان ته نوي منزلونه وټاکي. په سمڅه کې ناست کس که ځان د سپوږمۍ حاکم بولي، و دې شي چې د غار د يارانو غوندې څو پېړۍ وروسته بازار ته را ووځي خو سکې به یې نه چلېږي.


د کوما ناروغان چې رابیدار شي، زياتره يې پوښتنه کوي چې دا کوم ځای دی؟ چېرته يم؟ څو بجې دي؟ پلانی څه شو؟ او ....


فرد او ملت چې د ژوند او تاريخ په هر پړاو کې له ځانه پورتنۍ پوښتنې وکړي، له معنوي کوما څخه د را وتو علايم يې وبولئ.


د خدای بخښلي گران شعر دی چې:


وايه نور څوک زما تر څنگ ودرېده؟

زما شعور زما په ننگ ودرېده


دا شعر چې هر وخت اورم داسې احساسوم چې:


«سلگونه کاله وروسته انسان له سپوږمۍ څخه ځمکې ته په چکر راغلی. په کوم ځنگل کې يې هوايي بېړۍ درولې او ځناور پرې را ټول دي. انسان ورته د خپل اوږده او ستړي سفر کيسه کوي او د سپوږمۍ د ښایست سندرې وايي. يوه زړه بېزو د خبرو نوبت اخلي او وايي:


د ځنگل او سمڅو وختونه مه هېروئ. يادېږي به دې چې موږ مو يو په بل پسې رام کړو؛ ستاسو خدمت مو وکړ؛ ستاسو بارونه مو يووړل خو چې هوايي موټرې مو واخيستې نو موږ مو د ځمکې بارانونو، زلزلو او توپانونو ته يواځې پرېښودو او خپله مو په سپوږمۍ او مريخ کې ښارونه آباد کړل. اوس سنت سلام هم نه را اچوئ، هغه د چا مسره ده چې:


چاته سترگې واړوو تا هم سترگې بدلې کړې؟


خو انسان يې خبره پرې کوي او وايي:


ياره سيي ده چې پخواني ياران يو، گيله دې سر په سترگو خو که ياد دې وي دا باد، باران، زلزله او سيلاو زموږ هم والله که وروڼه، پلرونه ول. تاسې خو لا ښه واست، وار له مخې به خبرېدئ موږ به یې ويده را لاندې کړو او ميليونونه به يې ووژلو. تاسې لږ له دې ځنگله ووځئ، زموږ د پلرونو او نيکونو په هډوکو او کوپړيو به مو پښې ولگېږي. تر تاسو زموږ دښمنان زيات ول. ناروغۍ، وباوې او ويروسونه يې لا نورې بلاوې. چې دا يو به هم نه و، خپلو کې به سره ښکر په ښکر شوو. له يوې دښتې به چنگېز او تيمور را پاڅېدل، له بلې به بابر يا کوم بل ببر او ببو او د ځمکې نيمايي نفوس به يې له تیغه تېره کړ. ډېر وخت موږ فکر کاوه چې دښمن مو طبيعت دی؛ دښمن مو اسمان دی؛ دښمن مو شرق او غرب، وبا، بکټريا او ويروس دي، ځکه خو به له يوه جنگه خلاصېدو، بل ته به مو ملاوې ټينگولې. پېړۍ پېړۍ مو د جنگ په ډگرونو کې تېرې کړې او د يو بل د وينو په سيندونو کې مو کبان ونيول. تاسې به په ونو کې ناست واست، کيلې به مو خوړې او زموږ په حماقت به مو ټوکې کولې. يوه ورځ سره را ټول شوو، پوښتنه مو وکړه چې دا وژل به تر څو وي؟ زموږ دښمن څوک دی؟ دا څنگه دښمن دی چې وژنو يې او د مرخېړيو غوندې نور پسې را ټوکېږي؟ د دې پوښتنو غږ دومره لوړ و چې زموږ په درون کې يې د «شعور» په نامه زموږ يو ويده ملگری را ويښ کړ. ده پوښتنه وکړه چې:


له خوبه مو را ويښ کړم، دا څۀ شور مو جوړ کړی؟


موږ وويل: په دښمن پسې گرځو خو نه يې شو موندلای.


هغه له خپلو سترگو څراغونه بل کړل او د خضر غوندې رانه مخکې شو. وې يې راځئ چې در و يې ښيم. په يوه تياره سمڅه کې روان وو. تلو، تلو، تلو، تلو بېخي ډېر لاړو. کلونه وروسته د ژورې سمڅې هغه بل سر ته ورسېدو. خضر يوې لويې تورې خو ويدې اژدها ته گوته ونېوه. و يې ويل:


ستاسو تر ټولو ستر دښمن دغه ويده بلا ده چې تاسې يې نه پېژنئ. دا جهل نومېږي او ستاسو د ذات د تيارې سمڅې په اخري سر کې ويده ده. تاسو چې د خپل ذات سمڅې ته د تگ حوصله نه لرئ او خپل دښمن په بېرون کې لټوئ، ځکه خو مو سنگرونه سړېږي نه او نغري مو تودېږي نه. تر ټولو وړاندې دغه دښمن مړ کړئ، چې د ابد لپاره له دښمنه خلاص شئ. موږ تورو او نیزو ته لاس کړ او پر اژدها مو ور غر وهل. حضر وويل:


نه، نه، نه صبر وکړئ! دا اژدها بل ډول هډ و پوست لري. په توره او نيزه نه مري. لاړ شئ هغه د ښوونځي او پوهنتون کولپونه مات کړئ؛ د کتابونو له هندارو غبار پاک کړئ او د يو بل د ماتولو په ځای تورې او نېزې ماتې کړئ. په دې کارونو سره ستاسو د ذات تورو سمڅو ته د رڼا دريڅې را خلاصېږي او رڼا چې د اژدها په سترگو ولگېږي، هډوکي هډوکي به لاړه شي. دا اژدها په تياره کې پايي، ځکه خو يې ستاسو د ذات په ډېره لرې او تياره برخه کې څو نېولی دی.


موږ هماغلته تورې او نېزې ماتې کړې؛ په زنگ وهليو کولپونو پسې مو تبرونه را واخيستل او له کتابونو مو گردونه پو کړل. څه وخت وروسته سمڅې ته رڼا را ولوېده او يو وخت داسې هم راغی چې زموږ د اوښکو سېلاو د اژدها هډوکي د سمڅې خولې ته را وباسل او موږ په موزيم کې کېښودل. 


بس نو چې دښمن مو مړ کړ، له جنگه وزگار شوو او کار ته مخه کړه. نړۍ مو وپلټله، کله يوه لانجه کله بله. اخر مو وويل راځئ لږ پورته لاړ شو. چکر بد کار نه دی. پاس چې لاړو، د سپوږمۍ او مريخ هوا او موسم په ځينو ښه ولگېد او هماغلته مو واړول. 


ځناورو چې ټينگ غوږ نيولی و، انسان زړې بېزو ته مخ را واړاوه او پسې زياته يې کړه:


نو موږ هم ډېره اوږده جگړه کړې، ډېره اوږده لاره مو وهلې، ډېر لوی دښمن مو وژلی خو په دې مبارزه کې تاسو کومه ورځ کنډو ته را سره لاړئ که د تېرې پڅې کومک مو را سره وکړ؟ زموږ ملاتړ که کړی، د «شعور» په نامه يوه خضر کړی دی. موږ اوس په سپوږمۍ کې هر سهار د گران بابا په دې غزل پيلوو چې:


وايه نور څوک زما تر څنگ ودرېده؟

زما شعور زما په ننگ ودرېده


تاسې ته چې يا خضر پيغمبر نه راځي او يا يې نه منئ، كرځئ همدلته او خورئ ډغرې!»


#شعور


Comments

Share with your friends:

reply