Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-07-25 18:33:19 by Shabnam Khan

#لنډ تأثیر


وطن مې ''د ناکامورا د ژوند رښتینی داستان'' 

لیکوال: نور الله سلطان زوی

پاڼې: ٨٨

خپرندوی: علمي خپرندویه ټولنه/کابل 


د ډاکتر ناکامورا په باب مې ډېر څه د خلکو له خولو، د تلویزیون په پردو، د راډیو له څپو او د مجازۍ نړۍ په ډېرو پاڼو کې اوریدلي، لیدلي او لوستي وو، خو هغه یوازې د نوموړي د ځینې خدمتونو، روغتیایي بنسټونو او نورو په اړه ول.

د ډاکټر ناکامورا د ژوند د داستان، اند، فکر، لارې او د هغې فلسفې په اړه چې د ده ژوند پرې ولاړ و معلومات نه لرل، خو نن مې په دې ناول کې د ډاکټر ناکامورا د ژوند په باب ډېر څه ولوستل او زده کړل.


مخکې ورځو کې مې د دغه ناول انځور په مجازي نړۍ کې تر سترګو شو، خدای شاهد او ناظر دی چې (وطن مې) نوم دومره ښه راباندې ولګید چې د بیانولو لپاره یې الفاظ نلرم، او دا چې د کتاب پر پوښتۍ مې د ډاکټر ناکامورا انځور ولید نو ډېر یې ورجذب کړم او لوستلو ته یې ډېر لېوال شوم.

پرون ورځ کوټې سنګي ته لاړم، دا کتاب را په زړه شو او سیده د مینه یار مارکیټ او سمون کتاب پلورنځي ته ورغلم کتاب مې واخیست. 

دا ناول په دومره ساده، روانه ژبه او خواږه نثر سره لیکل شوی دی چې لوستونکی یې د لوستلو په وخت کې هېڅ د ستړیا احساس نه کوي بلکې کتاب دومره تلوسه لري چې لوستونکی د کتاب څخه سر پورته کولو ته هم وخت نه ورکوي.


دا ناول د هغه کوچني ماشوم کیسه په خپله لمن کې رانغاړي چې د علم او پوهې سره یې بې سارې مینه درلوده او له ماشومتوبه یې د انسان ژغورنې موخې درلودلې.

ماشوم لومړی د یوې مهربانې او ټکره مور تر روزنې لاندې ډېر څه زده کوي رښتیا هم چې کور د ماشوم د روزنې او تربیې لپاره لومړی ځای دی.

مور یې تل ورته وایي:

زویه! 

- له انسان سره مینه وکړه، ځکه چې انسان وطن ژغوري.

- له وطن سره مینه وکړه، ځکه چې وطن د انسان د عزت او ویاړ سرچینه ده.

- ژوند وکړه او نورو ته ژوند وکړه. 


مکتب کې دې داسې استادانو تر نظر لاندې لویږي چې تل دا خبرې ورته زمزمه کوي: 

- موږ او تاسو دلته د انسانیت له پاره زده کړه کوو او لویه موخه مو ژوندیو ته ژوند ورکول دي نه له ژوندیو ژوند اخیستل.

- تل باید هڅه وکړو چې د بدۍ ځواب په بدۍ سره ور نه کړو بلکې په ښه کولو سره یې ځواب ورکړو.

- جګړه ښکلي خلک بدرنګوي، یو شتمن ملت سوالګر کوي، د یو ملت غرور له منځه وړي او په همدې ډول د یوه ملت تېر اعظمت، کارنامې او شهکار د تاریخ له پاڼو څخه د تل لپاره پوپنا کوﻱ.


زموږ د کیسې اتل د ښوونځي دوره په بشپړې بریا سر پای ته رسوي، د طب سره د مینې او د مور د سپارښتنې په وجه د طب پوهنځی ټاکي او لولي یې.

په پوهنتون کې بیا تل پر مسلکي برخې غور کوي، ځکه د وطن پالنې په برخه کې د ښوونځي په دوره کې ډېرې خوارۍ پرې شوي دي چې خپله خاوره د سرو زرو سره نه پرتله کوي بلکې د خدای د یوه ورکړل شوي نعمت په سترګه ورته ګوري او ورسره مینه کوي. 


د پوهنتون څخه په اعلی درجه فارغېږي. 

د دې احساس له امله له خپل هېواد نه وځي چې دلته زما په شان ډېر وړ او ټکړه کسان شته، دلته ما ته اړتیا نشته او ځان هغه ځای ته رسوي چې ده ته ډېره اړتیا لیدل کېږي.

پېښور ته ځي د ناروغانو په وړیا درملنې ځان بوختوي، د وخت په تېرېدو سره پوهېږي چې دا ناروغان د پېښور له بلې غاړې(افغانستان) څخه دلته د درملنې په خاطر راځي.

خپلې جامي او د سفر بوټونه په پښو کوي مزي یې کش کوي، په دې تکل چې د افغان کړېدلي، ځورېدلي، خوار، بېوزله، په دومدارو جګړو کې ښکېل ولس ته د خدمت جوګه شي. د تورخم له لارې ځان افغانستان ته رسوي. (نوره کیسه مې ځکه ونکړه چې بیا شاید د کتاب اخیستلو او لوستلو ته زړه ښه نه کړﺉ.) 


د کتاب وروستۍ پاڼې د انځوریزې برخې تر نامه لاندې د ناکامورا د ژوند د بېلابېلو پړاوونو انځورونه راخیستي دي.

د ناول د ځینو کرښو په لوستلو سره به مې له سترګو بې اختیار اوښکې روانې شوې چې وروسته به د ګرېوان په هدیره کې د تل لپاره پوپنا شوې. 


دا ناول واخلئ او ډېر څه ترې زده کړﺉ مثلاً:

- د وطن سره مینه کول ترې زده کړﺉ.

-  ژمنتیا ترې زده کړﺉ.

- نورو خلکو ته د خدمت کولو وروسته چې کوم احساس لاس درکوي، ترې خبر شئ.

- د انسانانو ژغول زده کړﺉ.

- له انسانانو سره مینه کول زده کړﺉ.

- ته هم ژوند وکړه او نورو ته هم ژوند ورکړه؛ له جملې ډېر څه زده کړئ.

- د ژوندیو ژویو ژوند ته ارزښت ورکول ترې زده کړئ.

- د انسانیت پالل په دین، ژبه، مذهب او د هېواد تر دایرې مه محدودوئ.

دا او دې ته ورته ډېر څه دې ناول په خپله لمن کې رانغاړلي دي. 


کتابپلورنځي ته لاړ شئ، وطن مې؛ نومی ناول واخلئ د ستر ډاکټر تیتسو ناکامورا په ژوند، اند، فکر، کارونو، انسان پالنې او په ټوله کې د ناکامورا د ژوند له فلسفې ځان خبر کړﺉ او د لوستلو تنده مو پرې خړوبه کړئ. 


د یو روښانه، سوکاله، ارامه، ودان، علم پاله، د پوهې په وسله سمبال، او لوستي ګران هېواد افغانستان په هیله. 


پای

ــــــــــــــــ

په درنښت: مطیع الله صاحب زاده


Comments

Share with your friends:

reply