Sikaraam

We Try More!

Feature image
Published 2023-07-16 10:43:23 by Shabnam Khan

ارام دون چې یوه تاریخي پیښه، انقلاب او د ګریګوري او اکسینیا ترمنځ د په زړه پورې مینه کیسه بیانوي، په څلور ټوکه کې لیکل شوی رومان دی چې لومړی یې په ۱۹۲۸، دوهم یې په ۱۹۲۹، دریم یې په ۱۹۳۳ او څلورم یې په ۱۹۴۰ کې خپور شو او په ۱۹۶۵ کال کې یې د نوبل نړیواله جایزه ترلاسه کړه.


د میخایل شولوخوف دغه رومان (ارام دون) د پښتو ژبې تکړه ليکوال او ژباړونکي ډاکټر لطیف بهاند په درې نیم زره مخونو کې پښتو ته را ژباړلی دی.


په دې وروستیو کې چې له سختې ذهني ګډوډۍ سره مخ وم، د کتاب له پیل او بیا تر نن ورځې پوري نږدې یو کال ووت او دا دی بلاخره دغه خوندور رومان چې ما یې له لوستلو خورا زیات خوند اخیستی پای ته ورسېد.


دا رومان په شلمه پېړۍ کې د روسیې ادبیاتو یو له مهمو اثارو څخه ګڼل کېږي چې د آلمان سره د جګړې، د روسیې انقلاب، بغاوت او کورنۍ جګړې په محدوده کچه د قزاقستان په یوه کلي او د یوې نسبتاً هوسا بزګرې کورنۍ په برخلیک، په ځانګړې توګه د ګریګوري میلخوف په نوم د یوې کورنۍ غړي انځوروي.


ګریګوري، اکسینیا، ناتالیا، سټیفن، پینټلي او د ګریګوري کورنۍ یې اصلي کرکټرونه دي چې هر یو کرکټر یې په ډېر ښه انداز سره تشریح شوی او لوستونکی یې په پوره مانا درک کولای شي.


د داستان له پیل څخه غم او تراژیدي په کې له ورایه څرګندېږي، تر شلمې پیړۍ پوري دغه ژوند چې انسان يې د تل لپاره د دود او دستور پر بنسټ د اړيکو تابع کولو ته اړکاوه، هغه ته يې دا موقع نه ورکوله چې د خپل ځانګړي انفراديت څرګندونه وکړي او د خپلو کړنو مسووليت په غاړه واخلي...


یاني دا هغه مقررات وو، چې ګریګوري یې دې ته اړ کړ چې له ناتالیا سره واده وکړي، که څه هم ده له اکسینیا سره مینه درلوده، هغه بدګماني او توهین چې د نرواکي جوړښت او اجتماعي دودونو څخه زیږیدلی و، یوازې انسان ته دا آزادي ورکوله چې د ټولنې د نورو غړو په څېر ووسي.

 همدغه وجه وه چې اکسینیا یې دداسې یو مېړه سره چې د ښځې وهل_ټکول یې یو معمول و، ژوند تېرولو ته مجبوره کړې وه.


ګریګوري ، اکسینیا ، ناتالیا او د رومان نور اتلان، چې هڅه کوي په خپل ډول ژوند وکړي او پروا نه کوي چې "خلک څه وايي" د خپلو خپلوانو، دوستانو او شاوخوا کلیوالو سره یې ورځ تر بلې اړیکې خرابېدلې، خو دوی د دغه دوديز جوړښت او موجوده حالت پر ضد د خپل برخلیک د ټاکلو او حق لپاره مبارزې ته ملا وتړله.


د شولوخوف له نظره، هر هغه څه چې د دې نړۍ د تباهۍ لامل کیږي، وحشتناکه او د کرکې وړ دي، مانا دا چې هیڅ ډول تاوتریخوالی د هیڅ شي لخوا توجیه کیدی نشي او هرهغه څه چې له تاوتریخوالي او وینې سره تړاو لري له ښکلا څخه بې برخې دي او هیڅ راتلونکی نلري.


 د ده په نظر دا یوازې ژوند، مینه، شفقت، صبر او کار دی چې په هر وخت کې تلپاتې او قیمتي پاتې کیږي نه جګړه او تباهي.

 

په رومان کې د المان سره  د جګړې او بیا د کورنۍ جګړې د خونړیو پېښو صحنې، د تاوتریخوالي صحنې او د بې هدفه او ناحقه وژنو صحنې ډېرې غمجنې دي، ځکه چې د انساني فطرت او د ژوند له ماهیت سره سمون نه لري.


کله چې ګریګوري میلخوف په جګړه کې د لومړي ځل لپاره یو دښمن وژني، هغه ته د نه منلو وړ درد او بدترین احساس ور په برخه کوي او دی له همدې امله دومره ځورېږي لکه د وجود یو غړی چې یې له لاسه ورکړی وي.


تر دغې جګړې وروسته په کور دننه د انقلاب له پیل سره سم سرتېري په دوو ډلو (سرو او سپینو) ویشل کېږي، ګریګوري د هغه څه له امله چې په دواړو خواوو کې یې خپل هیوادوال وژل کېږي، شکنجې ورکول کېږي او د سرو او سپینو په نومونو زندانونو ته لېږل کېږي، پرېکړه کوي بیرته خپل کلي ته لاړ شي او د جګړې، ویجاړۍ او وژنو څخه لیرې یو سوله ایز ژوند پیل کړي، خو هغه له دې نه وو خبر چې په دې اوږد داستان کې یې خپله مېرمن، پلار، مور او لور له لاسه ورکړي دي او دده یو پخوانی ملګری میخایل کاشوی چې له پیله له سرو فوځونو سره یوځای شوی و او د کمونستانو سخت ملاتړی دی، د دوی په کور کې اوسېږي، هغه پلان درلود چې ګریګوري ونیسي او له دې امله چې نوموړی د سرو فوځیانو پر ضد دی ووژني، مګر ګریګوري له همدې ځایه تښتي او د یوې غیرقانوني ډلې سره په همغږۍ تر څو میاشتو فعالیت وروسته بیرته راستنېږي، خپله معشوقه اکسینیا له ځانه سره بیایي او د ارام ژوند په تکل یون پیلوي، خو په لاره کې د سرو فوځیانو د ساتونکو په کمین کې اکسینیا وژل کېږي او دی دهغې تر خښولو وروسته یوځل بیا خپل کور ته په مات زړه او ناهیلی راګرځي، خو ډېر ژر د خپل پلار برعکس له خپل زوی سره یوځای یوه له مینې او خوښۍ ډکه کورنۍ جوړوي.


ــ #مقتصد


Comments

Share with your friends:

reply